شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهعلي بخیت: پر نجونو محدودیتونه لیرې کړئ؛ ملاکبیر: ښځینه کارکوونکو ته په...

علي بخیت: پر نجونو محدودیتونه لیرې کړئ؛ ملاکبیر: ښځینه کارکوونکو ته په کور معاش ورکوو

تاند (دوشنبه، د ثور درېیمه ) د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، په بشري، کلتوري او ټولنیزو چارو کې د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال او د افغانستان لپاره د ياد سازمان ځانګړي استازي ډاکتر طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

د مولوي کبیر مطبوعاتي دفتر ویلي، چې په دې لیدنه کې نوموړي پلاوي د افغانستان لپاره د بشري مرستو د صندوق جوړولو، له افغانستان سره د سازمان د همکاریو د دوام او نورو موضوعاتو د بحث تر څنګ د نجونو او ښځو په اړه د طالب رژیم د محدودیتونو د لیرې کېدو غوښتنه کړې ده.

مولوي کبیر، دغه پلاوي ته په ځواب کې ویلي چې د دوی رژیم د خپل مشر ملا هبت الله په امر، د جبري نکاح د مخنیوي او میراث حق د تامین په برخه کې ښځو ته کار کړی.

هغه د ښځو او نجونو د کار او زده کړو د ممانعت په اړه همدومره ویلي، چې ښځینه کارکوونکو ته په کور معاشونه ورکول کیږي.

د طالبانو رژیم د ښځو او نجونو د حقونو د پراخ نقض په تور، په ملي او نړیواله کچه سختو نیوکو او فشارونو سره مخ ده او څارونکي باور لري، چې د منزوي کېدو او نه په رسمیت پېژندل کېدو یو اساسي دلیل یې د دغه رژیم د ښځو ضد پالېسۍ دي.

طالب چارواکي بیا په دې اړه تورونه ردوي او ادعا لري، چې د اسلامي شریعت له مخې یې ښځو او نجونو ته ټول حقونه ورکړي.

4 COMMENTS

  1. ملا کبیر د خړی زوی باید دا پوښتنه جواب کړی چی:
    هغوی ( متقاعدینو) ته چی کلونه کلونه ئی کار کړی دی خپل حقه معاش نه ور کول کیږی خو هغو کسانو ته چی کار نه کوی پر کور معاش ور کول کیږی. عجب.

  2. مولوي صاحب د مړې خېټې پآرسي وايی.
    وړمه ورځ په کور ناستو ته د خپلو معاشونو لپاره يوه اعتراضيه غونډه ونه شوه زغملی او د هغوی ګرېوانونو ته يې پرې لاس وراچولی وو او د هغو هغه غونډه يې تيت وپرک کړې وه. يو څوک چې په کور ناستو نارينه وو ته دا درې کاله معاش نه شي ورکولی، نو ښځو ته به يې څنګه ورکړي چې زړه او ذهنيت يې هم ورسره جوړ نه دي. نه يې شتون زغملی شي او نه يې کار و زده کړه زغملی شي.
    د دوی د مشرانو خبرې چې واورې، نو سړی حيران شي. د دوی يو کندهاري چارواکي چې هغه خبرې يې په خبريال کې خپرې شوې وې چې اوس يې رانه د هغه سرخبر د سرليک نوم هېر دی ويلي وو :
    د ښځو قدمونه ناولي دي. دوی چې په دې کوڅو کې ګرځي، نو دا ځمکه او هغه کوڅې ورسره ناولې کيږي، نو تاسې به له دې ډول ذهنيت نه د څه خير تمه ولرئ. دوی ټول دروغ وايی او دوی له ذهني پلوه رنځور دي. د ښځو شتون زغملی نه شي، نو معاش به ورته څنګه په کور ورکړي؟
    د لغماني زوی خليلزاد ټولو ته دوکه ورکړه. له يو لورې يې جمهوريت د باجوه په نغوته ونړولو او له بل لورې يې دا ذهني ناروغان په ټولنه مسلط کړل او افغانستان يې د پنجاب په منګولو کې ورکړ او اوس پنجاب پوه شه او کار يې چې څنګه يې اداره کوي.
    افغانستان اوس د پنجاب په اختيار کې دی او دوی ايله د پنجاب موخې په افغانستان کې تعقيبوي او بس.

  3. ملا کبیر اړونده
    د ښځو سره د ظلم له کبله به خامخا دغه د ډالرو کڅوړې درباندې بندې شي. بيا به خپل عسکر ته هم معاش نلرې او ډالر به زر دولس سوه افغانيو ته وخيژي. هغه بل ځل مو د یوه بېناموسه عرب په وجه وطن شل کاله په جنګ کې وسله. دا ځل به يې د يوه بل جهالت د سره قربانوئ.

  4. زاړه خلیل دافغانستان په زعامت سیاسی لوبه وکړه ټوله نړۍ پوهېږی چې دافغانستان ټول مسایل سمې محاسبې ته پرې نه ښودل .
    حکمت ستر نوم دی خودغه ډبل نومی حکمت بیا ډیر احساساتی ګړیږی نه پوهیږم چې دڅه ډول ټېپرو داکتر او که کمپودر دی؟
    حکومت خان لګیا هرډول واښه سره رانغاړی اوځان ډیر حق په جانب نیسی ته به وایی چې له ګاندی هم مخ ته دی . موږ عجب خلک یو!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب