شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت وايي، د قانوني کډوالو د ایستلو مخالف دی

د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت وايي، د قانوني کډوالو د ایستلو مخالف دی

تاند (دوشنبه، د ثور ۳ مه) د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت د قانوني افغان کدوالو له ایستلو سره مخالفت کوي او وايي چې دا مسله به د دوو هیوادونو اړیکې نورې هم ترینګلې کړي.

د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت ویندوی پرون (یکشنبې) وویل، باید هغه افغان کډوال ونه ځورول شي چې په قانوني اسنادو په دې صوبه کې اوسي.

محمد علي سیف زیاته کړه:« دا به د افغانستان او پاکستان اړیکې نورې خرابې کړي.»

سیف چې له یوه خصوصي تلویزیوني چاینل سره خبرې کولې، وویل ټول افغانان چې په خیبرپښتونخوا کې غیرقانوني (بې اسناده) اوسیدل مخکې لا له دې صوبې وتلي دي.

ده په عین حال کې ټینګار وکړ چې د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت به د هغو افغانانو خلاف هیڅ ډول اقدام ونه کړي چې په قانوني ډول په دې ایالت کې اوسي.

خو دا په داسي حال کې ده چې په تېرو ۷ میاشتو کې د بې اسناده کډوالو د ایستلو په پړاو کې د پاکستان حکومت په ځانګړي ډول له پنجاب او سند ایالتونو څخه نه یوازې قانوني یا اسناد لرونکي افغان کډوال بلکې حتي د خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو یو شمېر پښتانه هم له پاکستانه ایستلي دي.

پاکستاني رسنیو هم په دې اړه راپورونه خپاره کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب