جمعه, مې 3, 2024
Home+د بشر د راتلونکې تاریخ (۲۷) | لیکوال: نوح هیراري

د بشر د راتلونکې تاریخ (۲۷) | لیکوال: نوح هیراري

هومیودیوس

د کتاب نوم: هومیو دیوس (د بشریت راتلونکی لنډ تاریخ)

لیکوال: یوال نوح هیراری

ژباړه: ډاکټر محمد عیسی ستانکزی

اوویشتمه برخه

د نابرابرۍ او توپيرونو زیاتيدل

تر دې ځایه موږ د لیبرالیزم په وړاندې له درې ګواښونو یوازې دوه یاد کړل: لومړی دا چې انسان د فرد یا وګړي په توګه په بشپړه توګه خپل ارزښت له لاسه ورکوي او دویم دا چې له دې سره سره به انسانان په ټولیزه توګه ارزښت ولري خو خپل فردي قدرت او اتوریته به لاسه ورکړي او د دې په ځاي به د بهرنیو الګوریتمونو له لوري هدایتیږي. سیستم او نظام به بیا هم تا ته اړتیا لري چې موسیقي کمپوز کړې، د تاریخ درس ورکړې او یا کمپیوټري کوډونه ولیکې خو دغه سیسټم به تا ، تر تا ډیر ښه پيژني او له همدې امله به ستا لپاره مهمې پرېکړې همدغه سیسټم کوي او ته به ېې په وړاندې نه دریږې. حتمي نه ده چې دا به یوه خرابه نړۍ وي خو دا به پوست لیبراله یا تر لیبراله وراخوا یوه نړۍ وي.

 د لیبرالیزم په وړاندې دریم ګواښ دا دی چې یوه ډله انسانان به رامنځته شي چې د هغوي د کوډونو خلاصول سخت وي خو د دوي شتون به اړین هم وي. دا به یوه وړه ډله نخبه ګان یا غوره کسان وي چې اپډیټ او پرمختللي شوي وي. دغه سوپر انسانان به خاصې وړتیاوې او خلاقیتونه  لري او دا به دوي ته دا وس ورکوي چې په ځمکه کې مهمې پرېکړې یوازې همدوي وکړي. دغه سوپرانسان به د سیسټم لپاره ارزښتناک خدمتونه کوي له دې پرته چې په خپله سیسټم پرې پوه شي او یا دوي کنټرول کړی شي. دغه محدوده پرګنه به اپډیټ شوي کسان وي او په هرڅه به پوهېږي نو په دې ډول دوي به سوپرانسانان رامنځته شي.

له بلې خوا لویه انساني پرګنه به اپدیټ نه وي او د الګوریتمونو له لوري به تل کنټرولیږي چې دوي به د سوپر انسان او کمپیوټري الګوریتمونو تر سلطې لاندې وي.

د انسان پرګنیز ویش او یا بیلتون به د لیبرالیزم د ایډیالوجۍ بنسټونه ونړوي. لیبرالیزم له ټولنیزواقتصادي نابرابریو سره ژوند کولی شي. په حقیقت کې کله چې لیبرالیزم ازادي تر برابرۍ غوره وبلله نو د دغه پرګنیز درز اټکل ېې هم کړی ؤ. خو لا هم لیبرالیزم په دې فرضیې ولاړ دی چې انسانان یو شان ارزښت او اتوریتې یا اقتدار لري.

د لیبرالیزم له نظره دا د منلو ده چې یو کس میلیارډر وي او په لوکس کور کې ژوند وکړي خو بل یو بې وزله کروندګر وي او په یوه جونګړه کې شپې او ورځې تیرې کړي. د لیبرالیزم له نظره له دې سره سره چې دغه بې وزله بل ډول تجربې او ژوند لري خو له میلیارډر سره ېې ارزښت یو شان دی. له همدې امله لیبرال لیکوالان د بې وزله کروندګرو د تجربو په هکله اوږده ناولونه لیکي او شتمن میلیارډران ېې په مینه لولي. که تاسو د بېوزلانو ناول په roadway   یا Covent Garden کې وګورئ نو پوه به شئ چې تر ټولو ښه ځاي په سینما کې څو سوو ډالره بیه لري او د ټولو کتونکو پانګه به میلیاردونو ډالرو ته رسیږي او همدغه کسان  له ژوان والژان سره چې د خپلو ورېرو د خیټې د ډکولو په تور ېې نولس کاله جیل کې تیره کړې وي خواخوږي کوي.

 د انتخاباتو په ورځ هم  همدغه منطق چلیږي او د بې وزله کروندګر رایه بیخي د یو میلیارډر د رایې په شان ارزښت لري. د ټولنیزې نابرابرۍ لپاره د لیبرالیزم حل لاره د ټولو انسانانو لپاره د یوې واحدې تجربې د پيدا کولو په ځاي بېلابېلو انساني تجربو ته د یو شان ارزښت ورکول دي. خو که یو بې وزله او شتمن نه یوازې د خپلې شتمنۍ په اساس بلکه په حقیقي ژوند کې هم له یو بله واټن پيدا کړي دغه حل لاره به څه ډول راتلونکې ولري؟ انجلینا جولي په نیویارک ټایمز کې د خپلو جنټیکي معایناتو لوړې بېې ته اشاره کړې. اوس د جولي پر جنټیکي معاینې کابو درې زره ډالره لګښت راځي او په دغو پيسو کې د هغې د سینې عملیات نه دي شامل. په اوسنۍ نړۍ کې کابو یو میلیارډه انسانان پر ورځ کې تر دوه ډالرو لږ عاید لري او د نورو یو نیم میلیارډ انسانانو عاید د یوه او دو ډالرو په اندازه دی.۳۶

 حتي دغه کسان که ټول عمر هم کار وکړي د خپلو جنټیکي معایناتو لګښت نه شي پوره کولی په داسې حال کې دغه اقتصادي درز نور هم ژوریږي. د ۲۰۱۶ کال په پیل کې د نړۍ ۶۲ تنو شتمنو د ټولې نړۍ د ۳ اعشاریه شپږمیلیارډ کسانو په اندازه شتمني درلوده. د ټولې نړۍ نفوس کابو اوو اعشاریه دوه میلیارډه دی دا په دې مانا ده چې دغه دوه شپيته تنه میلیارډران د نړۍ د ټول نفوس د نیمايي اوسیدونکو په اندازه پانګه لري.۳۷

د DNA د ازموینې بیه ښايي وروسته راټیټه شي خو ډیر نور ګرانبیه پروسیجرونه رامنځته کیږي. بیا به  دغه پخواني درملیز او تشخیصي ټسټونه عامو خلکو ته ورپاتې کیږي او نخبګان او سوپر انسانان به تل تر نورو څو ګامه مخکې وي. د بشریت په تاریخ کې تل شتمنو کسانو ډیر ټولنیز، او سیاسي امکانات درلودل خو کله هم له بیولوجیکي پلوه دوي له بې وزلو سره کوم  خاص توپیر نه درلود او کوم بیولوجیکي درز دوي له یو بله نه شواي بیلولي. د منځنیو پیړیو اریستوکراټانو ادعا کوله چې دوي ارزښتمنه شنه وینه لري، هندو مذهبه برهمنانو به ویل چې دوي د نورو په پرتله په طبیعي توګه ذهین او تکړه دي خو دا یوازې یو خیال او افسانه وه. په راتلونکې کې ښايي موږ په حقیقي مانا د فزیکي او ذهني وړتیاوو له پلوه متفاوت انسانان ووینو او د اپډیټ شوي انسان او عامو خلکو ترمنځ به توپیر زیات وي.

 کله چې څېړاند له دغسې سناریوګانو سره مخامخ کیږي د هغوي عام ځواب دا وي چې په شلمه پيړۍ کې هم ډیرې طبي لاسته راوړنې له شتمنو پيل شوې خو ورو ورو ټولو خلکو ته ورسېدې او د دې په ځاي چې پرګنیز درز زیات کړي دغه واټن ېې کم کړ. د مثال په توګه په لومړي سر کې په لوېديځه ټولنه کې یوازې شتمنو او د لوړو پرګنو کسانو واکسینونه او انټي بیوټیکونه ترلاسه کولی شول خو دغه لاسته راوړنې نن سبا په ټوله نړۍ کې انسانان له مرګه ژغوري.

خو په یو ویشتمه پیړۍ کې د دغسې یو فکر عملي کیدل په دو دلیلونو ناشونې او یو ارماني تفکر دی، لومړی دا چې د طب علم همدا اوس د فهم او درک له یوه  لوي انقلاب سره مخامخ دی. په شلمه پيړۍ کې اصلي او لوي هدف د روغتیا تضمین او د ناروغیو ختمول ؤ، خو د یوویشتمې پيړۍ د طب د علم هدف د روغتیا او سلامتیا زیاتول دي. د  شلمې پيړۍ هدف د ناروغیو ورکول یا انډول روغتیا وه چې باید  د ټولو لپاره وي ځکه چې هدف دا ؤ چې د جسمي او رواني سلامتیا لپاره یوه بیلګه رامنځته شي چې ټول خلک ورته یو شان لاسرسی ولري او ټول دغه سټندرډ ته ورسیږي. دغه راز که څوک د سلامتیا د دغې کرښې لاندې پاتې شوی واي نو دا به د ډاکټر دنده وه چې د هغه ستونزه اواره کړي او مرسته ورسره وکړي تر څو« د ټولو په شان» شي. خو د روغو انسانانو د ظرفیت اوکیفیت لوړول د نخبګانو د جوړولو پروژه ده. دغه پروژه یو ستندرد نه لري، او چې کیفیت او ستندرد ښه شي نو موږ نور او پسې نور غواړو. که یو کس ته ښه حافظه ورکړاي شوه نو بل تر هغه ښه غواړي او دغه ښه ځانګړی سرحد او حد  نه لري. د روغتیا او د فزیکي او رواني ظرفیت لوړول په ټولنه کې یوه وړه برلاسه پرګنه جوړوي چې ټولو ته نه شي رسیداي. ځکه چې د یوې نړیوالې بېلګې تفکر چې د ټولو لپاره وي ردوي او پر ټولو خلکو د یوې وړې ډلې د بر لاسۍ په لټه کې دی. داسې کسان شته چې د لوړې حافظې، برلاسه ذهن او تر ټولو لوړو جنسي وړتیاوو لټه کوي. که د دغه اپډیت کولو کومه بڼه ارزانه او عامه شي چې ټول ېې ترلاسه کړی شي نو دې ته به د یوه نوي سټنډرډ په سترګه وکتل شي چې د نوي نسل متخصصان او کارپوهان به له دې سټنډرده د اوښتو هڅه کوي.

په ۲۰۷۰ کال کې به ښايي یو بې وزله د نن په پرتله له یوه ښه او غوره روغتیايی سیسټم څخه ګټه پورته کوي خو له یو شتمن سره به د هغه توپېر ډیر زیات وي. انسان تل د خپل وخت له سیالانو سره سیالي کوي کله هم څوک له خپلو نیکونو او پلرونو سره ځان نه پرتله کوي. که تاسو د امریکا په ډیټراید کې په جونګړو کې یوه مېشت بې وزله امریکايي ته ووایاست چې ته د خپلو نیکونو په پرتله چې سل کاله مخکې ېې ژوند کاوه غوره او ښه روغتیايي خدمات لرې نو کله به هم په دې خبرې خوشاله او راضي نه شي. دغه امریکایی ښايي ځواب درکړي چې ولې باید زه د نولسمې پیړۍ له یوه کروندګر او یاکارګر سره ځان پرتله کړم؟  زه په اوسني وخت کې ژوند کوم او غواړم له شتمنو سره یو ځاي ژوند وکړم چې په ټلویزیون کې ېې ګورم او یا لږ ترلږه له هغو کسانو چې د ښار شاوخوا کورونه لري. په همدې ډول که تاسو په ۲۰۷۰ کال کې د ټیتې پرګنې یو کس ته ووایاست چې تاسو د خپلو نیکونو په پرتله چې په ۲۰۱۷ کې ېې ژوند کاوه ښه روغتیايي سیسټم لرئ او اوس مو ژوند ډیر ښه شوی دی خو دا به کله هم هغه راضي نه کړي ځکه هغه به د خپل وخت له سوپر انسان سره ځان پرتله کوي چې پر نړۍ اغیز لري. له دې سره سره چې په ۲۰۷۰ کال کې به په طبي برخه کې لوي پرمختګ شوی وي  خو نخبګان به دا علاقه نه لري چې بې وزلو ته ښه روغتیايي خدمات وړاندې کړي نو موږ دا ضمانت هم نه شو کولی چې  بې وزلي دې په ۲۰۷۰ کال کې د نن په شان روغتیايي سیسټم ولري. د شلمې میلادي پیړۍ طب د لويو پرګنو طب ؤ ځکه چې شلمه پيړۍ د لویو پرګنو پيړۍ وه.

 په شلمه پيړۍ کې پوځونو میلیونونو روغ او تکړه عسکرو او اقتصادي برخې هم میلیونونو کارګرانو ته اړتیا درلوده. نو له همدې امله حکومتونو د عمومي معالجې اسانتیاوې رامنځته کړې چې د ټولو انسانانو سلامتیا او روغتیا تضمین کړي. د عامه روغتیا تضمین، د واکسینونو په وړاندې پراخ او عمومي حرکت، او پر ناروغیو برلاسی د شلمې پيړۍ د طب تر ټولو لوېې بریاوې وې. د جاپان چارواکو په ۱۹۱۴ میلادي کال کې د بې وزلو کسانو واکسینول، په بې وزلو سیمو کې د کانالیزاسیون او روغتونونو جوړولو ته لومړیتوب ورکاوه ځکه چې پوهېدل که جاپانیان غواړي پياوړی ملت شي او مذبوت پوځ  او اقتصاد ولري نو باید میلیونونه روغ عسکر او کارګران ولري.

خو ښايي اوس د پرګنو پړاو او ورسره د پرګنیز طب پړاو تیر شوی وي ځکه چې انساني عسکرو او کارګرو خپل ځاي الګوریتمونو ته پریښی دی. شته داسې کسان او یا مخکښان چې داسې نتیجه اخلي چې د بېکاره او بې وزلو پرګنو او د ژوند د شرایطو ښه کیدل ګټه نه لري بلکه که د یو شمېر محدودو زبر انسانانو یا سوپر انسانانو بدلون او اپډیټ کول ډیر اهمیت لري.

همدا اوس د جاپان او جنوبي کوریا په شان د ټیکنالوجۍ د ډګر په مخکښو هیوادونو کې د زوکړې اندازه په ټپه ولاړه ده په داسې حال کې چې د محدودو ماشومانو د ښې روزنې لپاره ډیره پاملرنه کیږي او له محدودو کسانو د زیاتو کارونو تمه لري. د هند، برازیل، او نایجریا په شان پرمختیايي هیوادونه به له جاپان سره څنګه سیالي وکړی شي؟ دغه هیوادونه سړي ته یو اوږد اورګاډی ور په زړه کوي. نخبګان او تکړه یا مخکښه انسانان په لومړنۍ ډبه یا واګون کې په پنځه ستوریز واګون کې ناست دي چې غوره روغتیايي خدمات، لوړې او پرمختللې زده کړې او د یوه صنعتي هیواد د یوه شتمن کس په شان عاید لري. خو په میلیونونو بې وزلي کسان ټول په دریم کلاس او وروستیو تنګو ډبو یا واګونونو کې ناست وي او له ګڼو ساري ناروغیو، او جهل او ناپوهۍ کړیږي. د هند، برازیل او نایجریا دغه محدود مخکښ او نخبه انسانان به په راتلونکو پيړیو کې څه کوي؟ ایا دوي به پانګونه وکړي چې د سلګونو میلیونو بې وزلو ستونزې اوارې کړي که نه دوي څو میلیونه مخکښ او سوپر انسانان رامنځته کړي. په شلمه پیړۍ کې نخبګانو او مخکښو انسانانو دا دلچسپي درلوده چې د عامو او بې وزلو کسانو ستونزې اوارې کړي ځکه چې دوي له اقتصادي او پوځي پلوه مهم ؤ. په یوویشتمه پيړۍ کې به تر ټولو ښه ستراتیژي «که څه هم نا امنه به وي» دا وي چې د دغه ګاډي وروستي واګونونه له اورګاډي جلا کړي تر څو د مخکنیو واګونونو حرکت بڅ نه شي. که برازیل وغواړي له جاپان سره سیالي وکړي ښايي د میلیونونو روغو خو عامو کارګرانو په ځاي محدود شمېر اپډیټ شويو سوپرانسانانو ته اړتیا ولري.

کله چې له خاصو فزیکي، ذهني او احساسي وړتیاو سره سوپر انسانان په ټولنه کې پیدا شي نو څنګه به د لیبرالیزم عقیده دوام وکړاي شي؟ کله چې دغه سوپر انسانان ډګر ته راووځي او وښيي چې له عامو خلکو بیخي بل ډول تجربې لري نو څه به پيښیږي؟ که د سوپر انسانانو له نظره د هوموساپینس یا نني انسان د  یو ناول لوستل به ستومانه کوونکی وي  داسې ناول چې د ټیټې پرګنې یو غل  کیسه درته کوي. « بې وزلانو ناول ته اشاره ده چې مخکې مو وویل اوس شتمن هم په سینما کې د دغه ناول په اساس جوړ شوی فیلم په مینه ګوري» او بر عکس معمولي انسانان د سوپر انسانانو یا مخکښو انسانانو ټلویزیوني پروګرامونه درک نه کړی شي او  بې مانا ورته ښکاره شي نو په دغسې یو حالت که به څه پېښېږي؟

په شلمه پيړۍ کې د انسان د لویو پروژو هدف پر لوږې، وبا او جګړو برلاسی،  ټولو انسانانو ته د سولې، خوندي نړۍ، او اسانه روغتیا ډالۍ کول ؤ. د یوویشتمې پيړۍ نوې پروژې تلپاتې ژوند، تلپاتې خوشالي او نیکمرغي او د خدايی قدرت ترلاسه کول هم هیله لري چې د ټولو انسانانو لپاره وي خو له دې  چې د دغو پروژو هدف د اوسنیو نورمونو ساتل او خوندي کول نه بلکه د هغو ماتول دي نو په نتیجه کې به ېې د انسانانو یو مخکښه او برلاسه  پرګنه رامنځته کړي چې د لیبرالیزم  ریشې به له منځه یوسي او د نولسمې پيړۍ د اروپایانو په شان چې له فرانسویانو سره کوم چلند وکړ دغه سوپر انسان به له عامو انسانانو سره همداسې چلند وکړي.

که د ساینس پرمختګ او د ټیکنالوجۍ انقلاب انسانان په دو ډلو وویشي او یوه بېکاره او عامه پرګنه او بله مخکښه او نخبه او خاصه پرګنه رامنځته کړي، او که اقتدار او اتوریته له انسانه ځیرکو الګوریتمونو ته  ولېږدول شي طبیعي خبره ده چې لیبرالیزم به نسکور شي. دغه تشه به بیا کوم دین او ایډیالوژي ډکوي چې زموږ د راتلونکو خدايي نسلونو د انقلاب لارښوونه وکړی شي؟

۱۰

د ذهن او هوښیارۍ سرچینه

نوی دین د افغانستان له سمڅو او یا هم د منځني ختیځ له اسلامي مدرسو سرچینه نه اخلي ډیر احتمال دا دی چې دغه دین او ایډیالوژي به له څېړندویه لابراتوارونو څرګنده شي. سوسیالیزم  په دې شعار پر خلکو واکمن شو چې دغه ایډیالوژي به دوي ته د بړاس  ماشین او د بریښنا  قابو کول ډالۍ کړي او په راتلونکو لسیزو کې به د تیکنالوجۍ دین «Techno Religions» د الګوریتمونو او جنټیک له لارې  د سوکالۍ او نیکمرغۍ په ژمنو سره پر نړۍ برلاسه شي.

 له دې ټولو کیسو سره چې د اسلامي بنسټپالنې او مسیحیي افراطیانو په هکله کیږي نوی نړیوال دین به  له اسلامي خلافت او یا مسیحي او بایبلي هلال او کمربندونه څخه نه بلکه د امریکا له سیلیکان ویلي «Silicon Valley» راپورته کیږي. دغلته Hig tech «لوړې ټیکنالوجۍ» ښوونکي د نويو یاغي دینونو بنسټونه ږدي چې له خداي سره هیڅ ډول اړیکه نه لري او ټول کار ېې له ټیکنالوجۍ سره دی. دغه ایډیالوژي هم د پخوانیو دینونو په شان د انعامونو ژمنې کوي. خو دوي وايي د نیکمرغي، سولې، سوکالۍ، او حتي ابدي ژوند په شان ټول پخواني انعامونه له مرګه وروسته د اسماني مخلوقاتو له لوري نه،  بلکه همدلته په ځمکه د ټیکنالوجۍ په مرسته درته برابروي.

دغه نوې ټیکنوایډیالوژي په دو اصلي ډولونو ویشلی شو:  یو ېې ټیکنوهیومانیزم «Techno Humanism»او دویم ېې د معلوماتو یا ډیټا دین « Data Religion » دی. دیټا دین ادعا کوي چې انسان خپله فضايي دنده سر ته رسولې ده او نور باید بیخي نویو مخلوقاتو ته وار ورکړي. په بل څپرکي کې به موږ د ډیټا دین خیالونه او خپسې دواړه بیان کړو. په دغه څپرکي کې به د ټیکنوهیومانیزم بنسټپالې دینې لارښوونې وسپړو چې تر اوسه هم انسان اشرف مخلوقات بولي او له ډېرو هیومانیستي ارزښتونو سره اړخ لګوي. ټیکنو هیومانیزم وايي دغه خبره منو چې هومیوساپینس په همدې بڼه چې موږ ېې پیژنو د تاریخ په وروستیو کې دی او له راتلونکې سره غږمله نه دی خو نتیجه اخلي چې له همدې کبله باید موږ له ټیکنالوجۍ کار واخلو او هومیوډیوس یا خداي ته ورته انسان «سوپرانسان» رامنځته کړو خداي ته ورته انسان یا سوپر انسان به خپلې ځینې ځانګړتیاوې وساتي خو په عین حال کې به له اپډیټ شویو ماغزو او جسمونو برخمن شي چې له لاشعوره پیچلیو او ظریفو الګوریتمونو سره د مقابلې په وخت مقاومت وکړای شي. دې ته په پام سره چې ذهن یا ذکاوت «Intelligence» له شعور یا «Consciousness» څخه جلا کیږي او له شعور او احساس پرته د ذهن یا ذکاوت  «Non Conscious Intelligence» پرمختګ په ډیرې چټکتیا پر مخ روان دی. نو که انسان غواړي په دغه ډګر کې شتون ولري نو خپل ذهن باید اپډیټ کړي. اویا  زره کاله مخکې  یو ذهني انقلاب د هومیوساپینس یا ننني انسان ذهن بدل کړ او یوه افریقايي بیزو ېې د نړۍ په واکمن بدله کړه. ټیکنوهیومانیزم وايي: د انسان دغه پرمختللي او بدل شوی ذهن د  ګډ منځوي ذهن « Intersubjective» او ذکاوت پراخ ټاټوبي ته لار وموندله او انسان ته ېې دا وړتیا ورکړله چې خدایان، د ونډو بازارونه، ښارونه،  او امپراتورۍ رامنځته کړي. لیک اختراع کړي او پیسې چاپ او دود کړي، په پاي کې ېې اټم تجزیه کړ او سپوږمۍ ته وخوت. تر هغه ځایه چې موږ پوهیږو دغه لوي انقلاب د انسان یا هومیوساپینس په DNA کې د وړوکي تحول او د اوسني انسان د ماغزو په  چینل کې د یوه وړوکي بدلون په نتیجه کې رامنځته شو. که دا خبره سمه وي ښايي په جنټیک کې او د ماغزو په چینلونو او شبکو کې به لږ بدلون بسنه وکړي چې دویم نمبر ذهني انقلاب رامنځته شي. د د لومړني ذهني انقلاب په نتیجه کې ذهني بیا رغاونه رامنځته شوه او انسان ته ېې د منځوي ذهن «Intersubjective» ښکارندې ډالۍ کړې او انسان ېې د ګډ یا منځوي ذهن لوي ټاټوبي ته ورساوه او پر ځمکې ېې واکمن کړ. دویم ذهني انقلاب سوپر یا خداي وزمه انسان ته د  یوه نوي ټاټوبي د ترلاسه کولو امکان ورکولی شي چې تصور ېې هم نه شي کیداي او انسان به پر کایناتو واکمنۍ ته ورسوي. دغه نظریه د تکاملي هیومانیزم د پخوانیو خوبونو یوه نوې بڼه یا نسخه ده چې له سلګونو کلونو راهیسې ېې غوښتل یو سوپر انسان رامنځته کړي. هیټلر او هغه ته ورته کسانو هڅه وکړه سوپر یا عالي انسان د برلاسه انسان د غوراوي او د توکمونو د ختمولو په مرسته رامنځته کړي. خو د یوویشتمې پيړۍ ټیکنو هیومانیزم هیله لري د جنټیکي انجنیرۍ، نانو ټیکنالوجۍ او له کمپیوټر سره د ماغزو د تړلو په سوله یزو رودو او میکانیزمونو دغه هدف ته و رسېږي.

1 COMMENT

  1. ډاکټر محمد عیسی ستانکزی صیب هومیو دیوس د ژباړې لړۍ مو د جون ۱۹ مې نیټې څخه ورسته په ټپه ولاړه ده، له یادې نیټې هره ورځ تاند ته سر را ښکاره کوم مګر نوی څه نه وی، په دې هیله چې تاسو به سلامت او روغتیا به مو په برخه وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب