جمعه, اکتوبر 4, 2024
Homeخبرونهاروپايي ټولنې او ترکيې افغان سوله کې د بشپړې مرستې ډاډ ورکړی

اروپايي ټولنې او ترکيې افغان سوله کې د بشپړې مرستې ډاډ ورکړی

تاند ( شنبه، د جوزا ۲۹) د اروپايي ټولنې د بهرنیو او امنیتي اړیکو مسوول جوزېف بورېل، په ترکیه کې د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره کتلي دي.

په دې کتنه کې تر ډېره پر افغان سوله او دوه اړخیزو اړیکو خبرې شوې دي.

جوزېف بورېل ویلي، دوی په افغانستان کې د سولې د پروسې هر اړخیز ملاتړ ته ادامه ورکوي او په دې برخه کې هر راز مرستو ته تیار دي.

د هغه په وینا اروپايي ټولنه په افغانستان کې د تېرو شل کلنو لاسته راوړنو ساتلو ته هم ژمنه ده او ډاډ ورکوي، چې په دې برخه کې به هم خپلې مرستې جاري ساتي.

په دې لیدنه کې همدا راز د دواړو لوریو د خپلمنځي اړیکو پر پراختیا هم خبرې شوې دي.

دغه راز بیا د یوه بل خبر له مخې ترکي چارواکو په ترکیه کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې دوی د سولې له پروسې بشپړ ملاتړ کوي او په دې برخه کې همکاریو ته ادامه ورکوي.

د یاد هېواد چارواکو ویلي، چې دوی به پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې رښتینې مرستې ته وهڅوي او ډاډ یې ورکړ، چې دغه هېواد به د روانې جګړې په ختمولو کې مرسته وکړي.

بل لورته حنیف اتمر د دې لیدنې پرمهال ویلي، چې د افغانستان په سوله کې د سیمې د هېوادونو مرسته مهمه ده او ترکیه د افغانستان د ملګري هېواد په توګه په دې برخه کې ډېره مرسته کولی شي.

اتمر هیله ښودلې چې د ملګرو هېوادونو په مرسته به روانه جګړه ژر ختمه کړل شي.

ترکیه داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې  قطر د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې تر اوسه پورې په دوحه کې د افغانستان د سولې په پروسه کې د پام وړ پرمختګ نه دی کړی.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر وايي، د دوحې په خبرو کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب