پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد قطر د بهرنیو چارو وزیر وايي، د دوحې په خبرو کې...

د قطر د بهرنیو چارو وزیر وايي، د دوحې په خبرو کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی

تاند(شنبه، د جوزا ۲۹) د قطر د بهرنیو چارو وزیر وايي، هیواد یې تراوسه پورې په دوحه کې د افغانستان د سولې په پروسه کې د پام وړ پرمختګ نه دی کړی.

محمد بن عبدالرحمان دا خبره پرون (جمعه) په یوه بیان کې وکړه.

ده همداراز ویلي، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو اعلان د خبرو د وخت له اوږدېدو سره نوره مرسته کړې ده.

د ډېرو کتونکو په باور د امریکا له لوري د ځواکونو د ایستلو د نېټې اعلان د دې سبب شوی چې طالبان د سولې د خبرو په ځای د دغو ځواکونو وتلو ته انتظار وباسي او په عین وخت کې بریدونو ته زور ورکړي.

د قطر د باندنیو چارو وزیر عبدالرحمان وویل«زموږ هدف دا دی چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ پر اوربند سلا وشي او همداراز د دغه هیواد پر راتلونکې یوه موافقه وشي.»

په قطر کې د افغانستان د حکومت او طالبانو خبرې د تېر کال د سپټمبر په لومړۍ نیمايي کې پیل شوې خو نه یوازې دا چې په خبرو کې په ځلونو ځنډ پېښ شوی، هیڅ راز پرمختګ پکې نه دی شوی.

4 COMMENTS

  1. QATAR IS ONE TERRORIST SAPORTER COUNTRY.
    QATAR IS FINANCIAL SUPPORTER OT TALIBS +PAKISTANI FUNDAMENTALIST GROUPS.

    THANK YOU

  2. که د قطری حکومت کې د اسلام په نامه څه پاتې وي. نو ښه خبره به دا وي چې د دلال طالب دفترونه دی په قطر کې وتړل شي، او طالب مشران دې ټول ونیول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...