جمعه, مې 3, 2024
Home+حکومت زموږ او نور کارونه د تقدير دي

حکومت زموږ او نور کارونه د تقدير دي

ليکنه، عبدالوحيد وحيد

څومره بدنصيبه قانع ملت او څومره بختور بې مسئوليته مشران لرو. څوک پرديو راباندي مسلط کړي دي او يا هم داسې خلک راباندي مسلط دي چې ډير انسانان يې وژلي وي. په يوويشتمه پيړۍ کې هم فکر کوو چې حکومت کول د زورورو حق دی. د ملت دنده حکم منل او د حاکم د بدو اعمالو مخالفت د تمرد په کتګوري کې راځي.

حاکمه ډله د ژوند تر پايه مشران وي. کله چې مړه شي، نو زامن يې په اوږو سپروو، لاسونه ورته پړقوو. هيڅ حاکم په مشورتي نظام، ملي مشارکت، د ولس د غږ په اوريدو  عادت نه دي. د ملت د لوږې او د ژوند د نورو اړتیاوو په هکله ځان مسئول نه ګڼي. دا هر څه د خداى لخوا د تقدير مسئله ګڼي، خو په ملت باندي د خپل حکم منل او  سرچینو باندې ټولواک کيدل د خداوند متعال لخوا ورته سپارل شوى داسې حق ګڼي چې د واک د سلبولو او کمولو غوښتنه يې بغاوت ګڼل کېږي.

متأسفانه چې په دربار کې د سلاکارانو په توګه ناست افراد هم د جابر حاکم ټولو کړنو ته د دين او يا هم کوم بل منل شوي مدني قانون په چوکاټ کې د مشروعیت دلائل وړاندي کوي.

که  ولس د حاکم  د ظلم  د زغملو حوصله له لاسه ورکوي او په وړاندې يې دريږي، نو حاکم ټولى جبراً د ملت په ستوني کې د حق غوښتلو غږ د تل لپاره بندوي.

په تيرو څو لسيزو کې مو د کمونستانو د “کور کالي ډوډئ” د مجاهدینو “راغى اسلامي نظام وروڼو مبارک موشه” د طالبانو “د دوزخ لائقه طالبان ولې ځوروې” او اوسنى ديموکراسي “د ښځو او ځوانانو حقونه” ” وطنه مور يې زمونږ” او داسې نور مختلف نظامونه له مختلفو شعارونو سره وازمويل او مختلف مخونه مو وليدل. د هغوى ترمنځ د ظلمونو او له ارزښتونو سره د ژمنې د کچې له توپيرونو سره سره هيڅ  اړخ هم د ولسي ارمانونو د تحقق لپاره د باور وړ ګامونه نه دي پورته کړي.

شل کاله وشو چې د امریکا په خوښه کسان د حاکمانو په توګه راوستل شول. هغه نارواوې چې وشوې تفصيل ته اړتيا نلري. د ديموکراسي په تازه دوره کې د اشرف غني له مشرتابه لاندې څو اشخاص چې د ځينو هويت هم نامعلومه ده له غربې فکر سره په پيراشوټي توګه را وارد شول، زمونږ ملي دودنه يې مات کړل، ملي ارزښتونه يې له پښو لاندې کړل، اخلاقي کودونه يې ونړول  او زمونږ سرچینې يې تاړاک کړې.

البته هغه لسګونه زره افغانان ځوانان چې د ترهګرۍ پر ضد پردئ جګړه کې له خاورو لاندې شول د خاورو خوراک شول، کونډې يې خيراتونه ټولولو ته اړ شوې او يتيمان يې وږي ويده کيږي. په لسګونو زره هغه نور ځوانان هم وينو چې هره ورځ د فقر لوږې ناامنۍ او بيکاري له امله هيواد پريږدي او د مرګ له لارې ځانونه د يوې ګوله ډوډۍ موندلو لپاره پرديو هيوادونو ته تښتي.

اوس داسې ښکاري چې د ديموکراسي په توره وهل شوي طالبان په دوهم ځل په هيواد باندې بشپړ تسلط غواړي او نور ورته د غوښن رول ورکولو لپاره تيارى نيسي. طالبانو ته د لوبې د ګټلو لپاره د فساد له امله له حکومت څخه ناهيلي شوى ولس، ځورول شوي احزاب، مأيوسه شوي اقوام او د ارګ د ناخوالو له امله د وطن پرسته افغاني کدرونو کتارونه د خامو توکو په توګه په لاس ورغلي دي. اوس نو ددغو پرګنو ملاتړ ترلاسه کول د طالبانو په وړتيا، ايماني فراست او ژورليد پورې اړه لري چې په افغانستان کې يې د اسلامي نظام په پلوي او په راتلونکي کې د خپل سياسي اړخ د پياوړتيا په موخه وکاروي.

زه منم ددغه نظام چارواکو په لمړي سر له طالبانو ظلم وکړ. په کورونو کې يې ونيول شول امریکا ته يې د څو پيسو په مقابل کې وسپارل شړل، هيواد پريښودلو ته اړ کړل شول او داسې نور ډير وحشتونه وه چې انکار ورڅخه نشى کيداى خو اوس د انتقام وخت نه ده. کابل ته ننوتل او يا هم د ارګ نيول کيداى شي اسانه وي خو دلته حکومت کول خورا سخت کار ده. د طالبانو اوسني د وضعیت د ارزولو وړتیاوې علمي کچې له خپل ولس او نړئ سره د هغوى چلن  او ذهني ځانګړتیاو ته په کتو خورا زياتې نيمګړتياوې لري د خپل افرادو په روزنه او مديريت کې ستونځئ لري. د هغوى افراد اوس هم ولس ځوروي، خلک کډو بارولو ته مجبوروي او د هغوى په جګړو کې د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې ده.

په افغانستان کې خورا زيات خلک او کدرونه شتون لري چې په اسلامي نظام غيرمتزلزل باور لري، په ټولنيز عدالت او د خپلو ولسونو په ملاتړ ولاړ اسلامي نظام يې د څو لسیزو د مبارزې موخه جوړوي. په اسلامي نظام باندي د افغانانو ترمنځ اختلاف نشته. اختلاف په واک باندې دي. ستونځه داده چې طالبان د واک په انحصار او په نورو باندي د باور د نشتون په لاعلاجه رنځ اخته دي. دغه تشه باید هغوى په خپله ډکه کړي . که داسې نه وي نو دا وړئ نه شړئ کيږي.

له حکومتي چارواکو سره د پرتلې وړ نه دي، خو بيا هم د هغوى په ليکو کې له فساد څخه ورهاخوا د حکومتي ودانیو د نړولو، سوځولو وژلو او خرابولو ذهنیت په پراخه کچه شتون لري. طالبان د خپلو وسلوالو په لاس د وژل شويو ملکي خلکو وژل نشئ توجیه کولاى.

په ځينو مواردو کې شواهد شتون لري چې د طالبانو دلګئ مشران مفتيان هم دي قومندانان هم دىږي قاضيان هم دي او څارنوال هم دى. د هغوى اړوند چارواکي د سرکونو اړولو، پلونو او ودانيو نړولو په وحشت کې ښکېل دي. په په پکتيا کې د نيمه جوړ شوي روغتون او د فراه ولایت اناردرې د ولسوالي نړول يې مشت نمونه خروار ده. څرګنده خبره ده چې په دغه ډول مواردو کې د مسئوليت نه منل په وحشتونو باندي ځان غلئ نيول طالبانو ته برائت نشي ورکولاى.

طالب مشرانو!

ملت په نظام کې ستاسو نشتون محسوسوي ستاسو په رول سترګې نه پټوي، ستاسو نشتون کې نظام نيمګړى دى له تاسو سره سوله زمونږ د ټولنيز پرمختګ لپاره د اکسيجن  حيثيت لري مګر داهم واقعیت دى چې ولسوالي ولايتونه نيولو او د حکومت کولو ترمنځ زيات توپير شتون لري. دلته ستاسو په ګډون نورو هم کابل نيولى او د حکومت کولو ناکامه هڅه يې کړې ده. اوس خو لا د حکومت کولو لپاره ډېرو داسې وړتیاو ته اړتیا شته چې تاسو يې تجربه نلرئ. تر ټولو مهمه خبره داده چې ستاسو په وړاندي ډير پياوړي کورني او بهرني حساسيتونه شتون لري او تاسو د دغو حساسیتونو د ګراف راښکته کولو لپاره هيڅ نه دي کړي. سپارښتنه مو داده چې په خپله د نظام ممکنه پاشلتيا خطرناک ګام مه پورته کوئ او د نورو لخوا د نظام د پاشلتيا د هڅو مخه هم ونيسئ. د سولې نوښتګر شئ د ستونځې د حل لپاره په زړه پورې وړاندیزونه وکړئ. افغانانو او نړئ ته ثابته کړئ چې تاسو له جګړو ورهاخوا د مديريت سياست نوښت او له نړئ سره د امن په فضا کې د اوسېدو وړتیا هم لرو.

له نورو سياسي ګوندونو اقوامو اقشارو او اصنافو سره  د ګډ کار او ګډ کولو کمال کولو لپاره ځانونه تيار کړئ. په ټاکنيز نظام کې سمون راتلل اړين دي خو د ملت د مستقيم ووټ پربنسټ ولاړ نظام د زعامت د ستونځو يوازنى حل لاره ده. که ولس د حاکم په اطاعت مکلف دى نو حاکمه ډله هم د خپل ولس د ټولو ستونځو د حل مسئوليت لري. د سياسي مخالفت او د بيان آزادي دود ته وده ورکړئ. مخالفت ته د دښمني په کتګوري کې ځاى مه ورکوئ.

انتقاد او نيوکې د اشتباهاتو د مخنیوي او د خپلو سهوو ته د متوجه کيدو او سمولو لپاره اړينې وګڼئ. په مخالفت اړخ باندې د فتوا ورکولو پرځاى هغوى ته په مسائلو باندې د اګاه خلکو په څېر غوږ ونیسئ. که مو خبره خوښه نشوه نو هيڅوک يې هم په زور درباندي نه مني او هغوى ته ګواښ مه کوئ. ولس د خپل ځادمان نه ځانونه د ولس خادمان جوړ کړئ. په سياسي مخالفينو باندې له شرعي ادرسونو څخه فتواو ورکولو مخکې د هغوى د مخالفت لاملونه درک کړئ

په درنښت، عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب