شنبه, مې 4, 2024
Home+د نعمان دوست تازه کلام

د نعمان دوست تازه کلام

تللې یو بلا نه وي، شي بله په راتللو
خدایږو دا ځنګل نه دی نور ځای د شپې کولو
زه ډېر کوچنی ومه چې ( خرس) ځنې مې منډه کړه
اوس مې ږیره سپینه شوه، لا هم یم په ځغاستلو
څه په شواخون باندې کوډله مې رڼا کړله
بس، یوې شیشکې کړه تیاره په تېریدلو
وګوره، ټپي غرڅې ته څه عذر و زارۍ کوي:
وخت راکړئ یو څو شیبې د پییو ورکولو
هغه چې (درې ځلې ) یې دیوان په منډو کړي وو
نه لري اوس وس آن د مچانو د شړلو
موږ بهادر نه یوو، له موږ عقل چا لوټ کړی دی
څه بهادري وي د خپل کور د ړنګولو؟
لیکه د سرو وینو وه، لیوانو په حیرت ویل:
یو ټپي په دې لار بل انسان نه تښتیدلو
دا غیرت دې سر وخوره چې خپله خور دې کونډه کړه
اوس به وې لګیا تر نیمې شپې په خیر غوښتلو
هغه نجلۍ ګوره درویزګرو سره ګډه شوه
چا چې به خپل مخ آن له مرغانو پټولو
بیا یې کوم وراسته شراب په زور در باندې څښلي دي؟
لاس دې ستړی نه دی د سرو ګلو له ریبلو
تا خو له مارانو ، لړمانو ویرولي وو
ولې دې خپل ځان کړ مستحق اوس د چیچلو؟
منځ د سمندر دی او توپان په را الوتلو دی
بوخت دي ماڼو ګان د دې بیړۍ په لوټ کولو
خدای خبر که شوق د اقتدا مې زړه ته بیا راشي
ګرم دی بازار د مقتدیانو د پلورلو
اوس رمه له شپون او لیوه یو شانته نفرت کوي
څو ځلې یې لیدلی شپون په غوښې وریتولو
نه وینې؟ عربو خپلې دښتې شنه باغونه کړل
تا ولې خپل شین وطن په وینو لمبولو؟
ګوره دې سړي د خپلې مور ټیکری خرڅ کړی و
څنګه ډک بازار کې په شرمو و شرمیدلو
عرش نه ملائکو را نارې کړې ویل یې بس کړه نور
شور مې  په دې کلي کې هیچا نه اوریدلو
تللی وم جنت ته څو لمحې خو نا کراره وم
خدایږو، که وطن نه مې زړګی هیڅ صبریدلو
واه، دا خو ( نعمان) دی دا دی خپل کلي ته بیا راغی
دا ملنګ خو څو ځلې دې خلکو وشړلو
۱۴۰۰/جوزا/۲۷
نعمان دوست

1 COMMENT

  1. چی وژل او قتلول کړي قهرمان دی- د کورو چې لوټول کړي قهرمان دی
    د جهاد په نامه واړه غنیمت خوري ــ پردی مال چی چورول کړي قهرمان دی
    د الله تر نامه لاندې ټول روا وي – د الله چې غولول کړي قهرمان دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب