جمعه, فبروري 6, 2026
Home+لکڼوال: هڅه کوم د هېواد په نوم نور هم ښه ولوبېږم

لکڼوال: هڅه کوم د هېواد په نوم نور هم ښه ولوبېږم

تاند ( جمعه، د جوزا ۲۸) د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ  لوبغاړی نور احمدا لکڼوال ، له خپلو مینه والو د مننې ترڅنګ ډاډ ورکړی چې له دې به هم ښه لوبېږي.

هغه په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: « خوشحاله یم، چې د لوبې غوره لوبغاړی نومول کېږیم، کوښښ کوم چې نور هم ښه ولوبېږم او ښې لوبې وکړم».

لکڼوال ورو توپ اچوونکی دی او اوسمهال د پاکستان په سوداګریز لیګ یا پي اېس اېل کې له کراچۍ کېنګز لوبډلې سره لوبېږې.

نوموړي تېره ورځ د خپلې لوبډلې لپاره په ۴ اورونو کې د ۱۹ منډو په ورکړې ۲ لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

هغه له هېوادوالو غوښتي، چې د کورونا د مخینوي په پار روغتیايي لارښوونې عملي کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...