شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه: په تېر یوه کال کې په ټوله نړۍ کې ۳...

ملګري ملتونه: په تېر یوه کال کې په ټوله نړۍ کې ۳ ملیونه وګړي بې ځایه شوي

تاند ( جمعه، د جوزا ۲۸) د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، په تېر یوه کال کې په ټوله نړۍ کې د افغانستان په ګډون نږدې ۳ ملیونه وګړي له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.

سرچینې  نن په خپل کلني راپور کې ویلي، له کورونا وبا سره سره دغه کسان د جګړو، نا امنیو او له بشري حقونو د سرغړونو له کبله له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.

سرچینې د نړۍ له مشرانو غوښتنه کړې، چې د بې‌ځایه کېدونکو کسانو د زیاتېدو د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په راپور کې ویل شوي، چې ۷۰ سلنه بې‌ځایه شوي کسان د افغانستان، سوریې، ونزویلا، جنوبي سوډان او میانمار دي.

دا په داسې حال کې ده ، چې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت درې ورځې وړاندې ویلي و، چې یوازې د روان لمریز کال له پیله تر دې دمه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې نږدې ۱۸ زره کورنۍ د جګړو له امله له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي دي.

یاد وزارت زیاته کړې وه، چې بې ځایه شوې کورنۍ اوس هم مرستو ته اړتیا لري او دوی هڅه کوي، چې لاسنیوی یې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب