شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهاردوغان: اروپايي ټولنه به له ترکیې پرته خپل هدف ته ونه رسیږي

اردوغان: اروپايي ټولنه به له ترکیې پرته خپل هدف ته ونه رسیږي

تاند(جمعه، د جوزا ۲۸) د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي چې اروپایي ټولنه د ترکیې له ملاتړ پرته خپلو موخو ته نشي رسېدی.

اردوغان زیاته کړې، چې د اروپایي ټولنې لپاره ډېره سخته ده چې پرته د ترکیې له غړیتوب څخه په ځواک بدله شي.

اردوغان دغه راز زیاته کړې، انقره هیله لري چې اروپايي ټولنه دې ژر تر ژره خپله ستراتیژي بدله کړي او د اجنډا پر اساس دې د ترکیې سره د یو ځای کېدو پروسه پرمخ یوسي.

نوموړي په نړۍ کې د توکمپالنې او د کډوالۍ پر وړاندې په تبلیغاتي بیانونو هم نیوکه کړې ده.

د یادونې ده چې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان نن ویلي، د امریکا او ترکیې د ولسمشرانو په کتنه کې هوکړه شوې چې ترکیه به د حامد کرزي هوایي ډګر په امنیت کې رهبري کوونکې ونډه ولري.

جک سولیوان پرون خبریالانو ته وویل چې په دې کتنه کې د افغانستان پر وضعیت هم خبرې شوې دي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، اردوغان د کابل هوایي ډګر د امنیت په ساتلو کې د امریکا ملاتړ غوښتی او بایډن هم دا ډاډ ورکړی دی.

1 COMMENT

  1. اروپایي ټولنه او اروپایي اتحادیه سره فرق لري. لطفا دا فرق په پام کې ونیسئ. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب