پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+کرکټ: د راشد اړوند لاهور لوبډلې پرلپسې ۴مه ماتې وخوړه

کرکټ: د راشد اړوند لاهور لوبډلې پرلپسې ۴مه ماتې وخوړه

تاند ( شنبه، د جوزا ۲۹) د پاکستان سوپر لیګ سیالیو په دوام تېره شپه ناوخته په ۲۸مه لوبه کې ملتان سلطان لوبډلې د راشد خان اړوند لاهور قلندرز لوبډلې ته په لوی توپیر ماتې ورکړه.

ملتان سلطان لوبډلې په دې بریا سره په جدول کې پنځم ځای خپل کړ.

په دغه لوبه کې لومړی توپ وهنه د ملتان سلطان لوبډلې وکړه، چې د اتو لوبغاړو په سوځېدو يې په ۲۰ اورونو کې ۱۶۹ منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته يې د ۱۷۰ منډو هدف ورکړ.

ملتان سلطان لپاره شعیب مقصود په ۴۰ توپونو۶۰ تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې.

لاهور قلندرز لپاره بیا شاهین افریدي ۳، فولکنر ۲، احمد دانیل، حارث روف او راشد خان ۱-۱ لوبغاړي وسوځول.

لاهور قلندرز لوبډلې د ملتان سلطان د ۱۷۰ منډو د هدف په پوره کولو کې بریالۍ نه شوه.

یادې لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ۱۶ اورونو کې یوازې ۸۹ منډې جوړې کړې او د ۸۰ منډو په توپیر يې ماتې وخوړه.

لاهور ته یوازې فولکنر ۲۲ زیاتې منډې جوړې کړې.

د ملتان سلطان لپاره بیا شهنواز د پنځو منډو په ورکړې څلور لوبغاړي وسوځول،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...