شنبه, مې 4, 2024
Home+کرکټ: ایرلنډي کېون اوبراین له ۵۰ اوره لوبو تقاعد واخیست

کرکټ: ایرلنډي کېون اوبراین له ۵۰ اوره لوبو تقاعد واخیست

تاند ( شنبه، د جوزا ۲۹) د ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړي کېون اوبراین له یو ورځنیو لوبو تقاعد واخیست.

اوبراین ویلي له دې وروسته به خپلې لوبډلې لپاره یوازې ۲۰ اوره او ټېسټ کرکټ کوي.

۳۷ کلن اوبراین ویلې، که څه هم ورته د دغې پرېکړې کول اسانه نه و، خو په وینا یې له ۱۵ کلنې مودې وروسته یې غوره وګڼله چې نور له یو ورځنیو لوبو  لاس واخلي.

هغه ویلې، خپل ځان ته په کتو نور نشي کولی، چې دغه سیالیو کې د تېر په څېر لوبې ترسره کړي،ښه به دا وي، چې خپل ځای بل کس ته پریږدي.

اوبراین ایرلنډ لپاره خپله لومړۍ یو ورځنۍ یا ۳۰ اوره لوبه ۲۰۰۶ م کال د انګلستان خلاف ترسره کړه.

هغه په ټوله کې د خپلې لوبډلې لپاره په ۱۵۳ لوبو کې ۳۶۱۹ منډې جوړې کړي چې ۱۴۲ یې زیاتې دي.

۲ سلیزې او ۱۸ پنځوسیزې لري.

په توپ اچونه کې یې بیا په یادو لوبو کې ۱۱۴ لوبغاړي سوځولي دي چې ښه توپ اچونه یې د ۱۳ منډو په ورکړې د ۴ لوبغاړو سوځول دي.

نوموړي په تېر ۲۰۱۱ کال ۵۰ اوره نړیوال جام کې خپلې لوبډلې ته حیرانوونکې بریا هم په برخه کړې وه، چې په کې د انګلستان خلاف ۱۱۳ منډې کړې وې او د ۳۲۸ منډو هدف یې ورکړی وو او لوبډله یې بریالۍ شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب