تاند- له نن څخه 46 کاله پخوا د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور په ۷ مه په افغانستان کې کودتا وشوه او د محمدداوود خان حکومت یې وپرزاوه.
دا کودتا مسکو پلوو کیڼ اړخو پوځیانو وکړه او د ډېرو په باور له هغې ورځې د افغانستان بدمرغي پیل شوې چې لا هم روانه ده.
دې کودتا د افغانستان ګاونډیو او د نړۍ نورو هیوادونو ته د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې لار هواره کړه.
سره له دې چې لا هم ځینې شته چې کودتا توجیه کوي او وايي چې هدف یې دا و چې افغانستان د پرمختګ په لور روان کړي او د نورو هیوادونو سیال کړي خو عملاً دې کودتا افغانستان یوه پیړۍ شا ته یووړ.
د ثور د کودتا لاندې کرونولوژي تکړه ژورنالیست ډاکتر داوودجنبش چمتو کړې ده.
د ثور اوومه، د سهار ۷ بجې:
ولسمشر د کور په دويم پوړ کې له خپلې کوټې لاندې راغى او سالون ته ننه وت. د چا راتگ ته سترگې په لاره دى. درې ساعته کېږي چې له خوبه جگ شوى دى.
د سهار ۷ بجې او ۱۰ دقيقې:
اماني لېسې ته مخامخ د ولسمشر د کور په وره کې يو حکومتي موټر په بيړه راتاو شو او ودرېد. يو څلوېښت کلن سړى ترې راکوز شو او وره ته ورغى.
د سهار ۷ بجې او ۱۵ دقيقې:
ساتونکو مېلمه وپېژانده او تر لږ ځنډ وروسته يې دننه ورپرېښود. دا د کورنيو چارو وزير عبدالقدير دى. ولسمشر او وزير دواړه يوه مېز ته کېناستل. وزير غږېږي او ولسمشر غوږ نيولى دى.
اصلي خبره د خلک ديموکراتيک گوند د مشرانو نيول دي چې تېره اوونۍ يې په کابل کې د حکومت خلاف ستره مظاهره کړې وه. غونډه اوږده نه ده.
د سهار ۷ بجې او ۳۰ دقيقې:
وزير د لنډ رپوټ تر اورولو وروسته په بیړه ووت او د خپل موټر پر لور ولاړ.
د سهار ۸ بجې او ۱۵ دقيقې:
ولسمشر د چايو غوښتنه وکړه. څه وچه ډوډۍ، لږ کوچ او مربا وروړل شول. سبانارى يې وکړ او کار ته د تلو چمتووالى کوي.
د سهار ۹ بجې او ۱۰ دقيقې:
ولسمشر نن آبي درېشي اغوستې او همېشنى بکس يې په لاس کې دى. د ارگ لورته د کور له کوچنۍ دروازې ووت او د گارډ قوماندان او ياور يې هرکلى وکړ.
خبرې يې ونه کړې او موټر ته وخوت. هوا نن سړه ده او ولسمشر د وروستيو ورځو پر خلاف د کار ځاى ته پلى نه ولاړ. ښايي بيړه يې درلوده او غوښتل يې تر گلخانې ماڼۍ شاوخوا يو کيلومتر لاره ژر ووهل شي.
د سهار ۹ بجې او ۳۰ دقيقې:
ولسمشر د ماڼۍ په لومړي پوړ کې د کابينې د غونډو تالار ته ننه وت او پر خپلې څوکۍ کېناست. وزيران لا مخکې د مېز تر شا ټول شوي دي. خو دوه وزيران نه دي راغلي: د فوايد عامې وزير غوث الدين فايق پکتيا ته تللى او د دفاع وزير ډگرجنرال غلام حيدر رسولي په پوځي قطعاتو کې د ښاديو په سمبالولو بوخت دى. مېله د خلقي او پرچمي مشرانو د نيولو په وياړ جوړه شوې ده.
د کابينې غونډې معمولا” پر سه شنبو جوړېږي، خو وړمه ورځ ټول مسايل ونه څېړل شول او د پنجشنبې ورځې ته چې نن ده وځنډول شول. اصلي موضوع د کار او کارگر قانون دى چې خبرې پرې کېږي.
لومړى د کورنيو چارو وزير عبدالقدير ته وار ورکړ شو چې د حکومتي ضد مظاهرو په تړاو د نيول شويو کسانو (خلقي او پرچمي مشرانو) د نيونې او په ښار کې د امنيتي حالت په اړه معلومات ورکړي. هغه وويل چې ډېری تورن نيول شوي او د کابل ولايت په يوه خونه کې ساتل کېږي.
د سهار ۱۰ بجې:
د کار او کارگر پر نوي قانون بحث پيل شو. خبره پر دې ده چې “کارگر په کومو شرايطو کې د اعتصاب حق لري”. وزيران خپل نظرونه وايي.
د سهار ۱۰ بجې او ۳۰ دقيقې:
د دود خلاف د جمهوري گارډ قوماندان جگړن صاحبجان په بیړه غونډې ته ننه وت او د ولسمشر په غوږ کې يې يو څه وويل. جگړن بېرته ووت. غونډه ادامه لري.
“وروسته څرگنده شوه چې ولسمشر ته له څرخي پله نه د څو ټانکونو د راوتلو خبر ورکړ شوى و. ولسمشر لارښوونه کړې وه چې معلومات دې وشي چې ټانکونه چا راغوښتي دي، ځکه چې ده پخپله دغسې امر ندى کړى”.
د سهار ۱۰ بجې او ۴۵ دقيقې:
بيا هم د معمول خلاف د گارډ دوه نور افسران په بيړه د ولسمشر خواته ورغلل او يو څه يې ورته وويل.
“وروسته ښکاره شوه چې افسرانو ولسمشر ته خبر ورکړى و چې ټانکونه بې له دې چې لارښوونو ته ځواب ووايي په بيړه د ښار لورته پر مخ ځي”
ولسمشر له ځايه پورته شو او د ماڼۍ په دويم پوړ کې خپل دفتر ته وخوت. د کابينې غونډه د ولسمشر په انتظار وځنډېده.
د سهار ۱۱ بجې او ۴۵ دقيقې:
دوه ټانکونه د راډيو افغانستان مخې ته رسېدلي او عسکرو يې د خپرونو ولکه تر گوتو کړې ده. لږ وروسته د خلق او پرچم نيول شوي مشران په زغرګاډو کې راډيو ته راغلل او دننه ودانۍ ته ننه وتل.
د غرمې ۱۲ بجې:
وزيرانو ارگ ته نژدې د چاودنې يو دروند غږ واورېده. پر غونډه چې مشري يې اوس د بهرنيو چارو وزارت مرستيال او د وزيرانو شورا منشي وحيد عبدالله کوي، اندېښنې سيورى غوړولى دى.
وحيد عبدالله وزيران له حالاتو خبر کړل چې له څرخي پله نه څو ټانکونه په خپل سر راوتلي او ښار ته رارسېدلي دي.
د غرمې ۱۲ بجې او ۱۵ دقيقې:
د راډيو رئيس ارگ ته ټېلېفون وکړ او د لارښوونې غوښتنه يې وکړه چې څه وکړي. ورته وويل شول چې په يکه توت کې د راډيو پر خپروونکو دستگاوو برېښنا پرې کړي.
د غرمې ۱۲ بجې او ۳۰ دقيقې:
ولسمشر غونډې ته راستون نه شو. د وزيرانو غونډه په خپل سر وځنډېده، د کابينې غړي په دهليزو او خونو کې ډلې ډلې شول او پر دې چې څه روان دي، ورو ورو خپلمنځي خبرې پيل شوې.
د ماسپښين ۱ بجه:
وزيرانو ته د ډوډۍ د راوړو وخت دى. خو هېڅوک د ډوډۍ په فکر کې نه دي او خواړه هم نشته. حالات شېبه په شېبه کړکېچن کېږي. د څښاک لپاره هم څه نشته.
د ارگ په خوا کې سختې ډزې روانې دي. د گارډ افسران او سرتېري پر بريد کوونکو متقابل گوزارونه کوي. د بريد کوونکو څو ټانکونه وسول او ځينې کسان يې ژوندي ونيول شول او دننه ارگ ته يوړل شول.
د ماسپښين ۱ بجه او ۱۰ دقيقې:
د بريد کوونکو يو مشر او د څرخي پله د څلورمې زغره والې لوا کنډکمشر اسلم وطنجار په بيړه خپل ټانک له ارگ نه راډيو ته په څټ کوي او خپلو مشرانو ته د حالاتو د ويجاړۍ خبر ورکوي.
هغه وايي: گارډ زموږ څو ټانکونه وويشتل، ملگري مو ووژل شول او که الوتکې هم د داودخان په پلوۍ را والوزي نو بيا ورته درېدل ناشوني دي.
د ماسپښين ۱ بجه ۳۰ دقیقې:
داود خان غوښتنه کوي چې د هغه د کورنۍ ټول غړي د زامنو، لوڼو لمسيانو او د ده د ورور محمد نعيم د کورنۍ د غړو په گډون گلخانې ته راوستل شي.
د ماسپښين ۲ بجې:
ولسمشر هڅه کوي چې د کابل له نورو قطعاتو نه مرسته وغواړي. د دفتر ټېلېفونونه هم پرله پسې زنگونه وهي. ولسمشر پخپله هغوى ته ځواب وايي او لارښوونې ورکوي.
د ماسپښين ۳ بجې:
په پښتونستان واټ کې د مخابراتو مرکز له ارگ سره غږېږي او په شاوخوا کې د سختو ډزو خبر ورکوي. خبرې لا روانې دي چې بريد کوونکي د مخابراتو د مرکز دروازه الوزوي او دننه ورځي. له ارگ سره د مخابراتو مرکز رابطه پرې کېږي.
د ماسپښين ۳ بجې او ۱۰ دقيقې:
شل زغرګاډي په يوه کتار د راډيو پر خوا ورځي. په راډيو کې ځاى پرځاى شويو کودتايي افسرانو ته پته لگېږي، چې دا د داودخان پلويان دي. له دې امله چې له دومره ډېر ځواک سره مقاله گرانه ده، کودتايي افسران هغوى ته وايي چې موږ هم د داود خان پلويان يو. نور مخته مه راځئ، وسايط مو همدغلته ودروئ او تاسې راکښته شئ.
تر دې وروسته هغوى نيسي او په دې ډول کودتا ته لومړنى لوى خطر لېرې کېږي.
د مازيگر ۴ بجې او ۳۰ دقيقې:
راډيو افغانستان د بريد کوونکو افسرانو لومړنۍ اعلاميه خپروي چې په کې د داود خان د رژيم د ړنگېدو خبر ورکړ شوى او له ټولو پوځي قطعاتو نه غوښتنه شوې چې له ځايه ونه خوځېږي.
د مازيگر ۵ بجې او ۱۵ دقيقې:
ولسمشر د ګلخانې له دويم پوړ نه لاندې راکوز شو چې خپل وزيران وگوري. وزيران پرې راټول شول. ولسمشر هغوى ته گوري او نرۍ موسکا يې پر شونډو ده. وزيران غلي دي.
ولسمشر وايي هېڅ تصور يې نه کاوه چې داسې يو حالت به راځي، اوس چې څه وشول نو پړه يې پر خپله غاړه اخلي.
د مازيگر ۵ بجې او ۵۰ دقيقې:
داود خان هماغسې له خپلو وزيرانو سره په خبرو بوخت دى. د پخلنځي يو کارکوونکى له يوه لوښي سره چې په ډوډۍ کې نغښتي څو ټوټې پنير “ساندويچ” ورسره دي، د داود خان لور ته ورځي.
ولسمشر يوه ټوته واخيسته او له وزيرانو يې وغوښتل چې دوى يې هم واخلي.
د مازيگر ۶ بجې:
مرستيال ولسمشر سيد عبدالاله يوه کوچنۍ راډيو په لاس کې نيولې ده. وياند د کودتا اعلاميه خپروي. ټول ورته غوږ شول. ولسمشر دواړه هغه افسران چې د اعلاميو متنونه يې په پښتو او دري لوستل وپېژندل.
يو جگړن اسلم وطنجار او بل د هوايي قواوو درستيزوال ډگروال عبدالقادر و. سيدعبدالاله په سپکاوي سره وايي: “ته اوس دې وطنجار ته وگوره!”
د ماخوستن ۸ بجې او ۴۵ دقيقې:
لاسي راډيو بيا هم چالان او د بي بي سي راډيو پر څپو ولاړه ده. لومړى خبر يې دا دى چې په افغانستان کې پوځي کودتا شوې، خو د ولسمشر محمد داود او د حکومت برخليک لا روښانه نه دى. يوه وزير چې له نورو لږ لېرې دى او د راډيو غږ سم نه اوري، له ولسمشر نه پوښتي چې: “بي بي سي څه وويل؟”. هغه وايي:” هېڅ، کومه نوې خبره يې نه درلوده.”
د ماخوستن ۹ بجې:
له ارگ نه راډيو ته زنگ وهل کيږي چې د حالاتو جاج واخلي. له هغې خوانه يو نااشنا کس وايي چې حالات سم دي او تاسې اندېښنه مه کوئ. خو ارگ ته پته لگېږي چې نور نو له پخوانيو مامورينو څخه په راډيو کې څوک نه دي پاتې.
د ماخوستن ۹ بجې او ۳۰ دقيقې:
د کورنيو چارو وزير عبدالقدير ولسمشر او وزيرانو ته د حالاتو لنډ رپوټ ورکوي. وايي چې د قرغې فرقه هم له لاسه وتلې، په ريشخورو کې اوومه فرقه هم بحراني ده او د حکومت پلوي مشران د کودتا پلويانو وژلي دي.
پښتونستان واټ، د دفاع وزارت په شاوخوا، د ارگ ختيځو او شمالي برخو ته بريد کوونکي رسېدلي او سختې ډزې کوي.
د ماخوستن ۹ بجې او ۴۰ دقيقې:
وحيد عبدالله ولسمشر ته وړانديز کوي چې پلازمېنه په موقت ډول کندهار ته ولېږدوي او پخپله ژر د بهرنيو چارو وزارت له لارې د هغه ښار پر لور حرکت وکړي.
داود خان او مشر زوى يې عمر مخالفت کوي، په داسې حال کې چې ورور يې سردار محمد نعيم وايي چې دا کار بايد لا دمخه شوى واى.
پرهمدې مهال يو موټر د گلخانې وره ته را رسېږي چې ولسمشر د کندهار پر لور بوځي. ولسمشر راوځي او چې څنگه غواړي موټر ته پورته شي، د ارگ له مخامخ جومات نه پرې يو ډز کېږي. بيا بل ډز کېږي. داود خان په بيړه بېرته گلخانې ته ننه وځي او په دې ډول له ارگ نه د وتلو فکر په بشپړ ډول له سر نه وباسي.
د ماخوستن ۱۰ بجې او ۱۰ دقيقې:
په ارگ کې دننه حالات په چټکۍ خرابېږي. د کودتا مشران په جمهوري گارډ کې له خپلو پلويانو نه چې شمېر يې له لسو تر دېرشو رسېږي، غوښتنه کوي چې پر ارگ فشار ډېر کړي.
د گلخانې له مخامخ جومات نه پر ماڼۍ پرله پسې ډزې وشوې. د دهلېز قنديل ولگېده او تپه تياره شوه. د گلخانې د لويې دروازې پهره دار ولگېده او مړ شو. ډزو پنځه دقيقې دوام وکړ او بيا ودرېدې.
د ماخوستن ۱۰ بجې او ۱۵ دقيقې:
په گلخانه کې خورا ډېر کسان ټپيان شوي او چېغې وهي. تياره ده. څوک نه مالومېږي. چې رڼا ته راوڅکول شول نو ولسمشر وليدل چې مشر زوى يې عمر مړ دى.
هاخوا يې بل زوى خالد په خورا سخت ټپي حالت کې په وينو کې پروت دى. لور يې زرلښته هم لگېدلې خو حالت يې ظاهراً تر خالد ښه دى. ورور يې نعيم خان هم په پښه لگېدلى او د کورنيو چارو د وزير عبدالقدير له لاس نه وينې بهيږي.
عبدالقدير په ټپي حالت کې هم هڅه کوي له کړکۍ نه د جومات تر څنگ پټ شوي بريد کوونکي پر خپلې کوچنۍ ماشينگڼې وولي. د ولسمشر بل زوى خالد هم ساه ورکړه. لور يې زرلښته هم مړه شوه. له بهر نه لا ډزې روانې دي. ولسمشر پر څوکۍ ناست دى، د بچيانومړوته گوري خو ژاړي نه.
په سر کې يې څه ورگرځي؟ هېڅوک نه پوهېږي. سترگې يې پر يوه ټکي خښې کړي او غلى دى. وزيران هم زړه نه کوي چې خبرې ورسره وکړي. په گلخانه کې د کوچنيانو بغارو دهليزونه پر سر اخيستي دي.
د شپې ۱۱ بجې:
د خلک ديموکراتيک گوند مشر نور محمد تره کى هم د راډيو په يوه خونه کې پر کوچ غزېدلى او سوچ وهي. يو جگپوړى ملگرى يې څنگ ته په چيغو چيغو ژاړي. تره کى ترې پوښتنه کوي چې ولې؟ وارخطا يې؟ هغه وايي چې “نه، له خوښۍ ژاړي”.
د دوى خبرې لا نه دي بشپړې شوي چې يو افسر په بيړه ورننه وځي او وايي چې د څرخي پله له پنځلسمې لوا نه څو ټانکونه د ښار پر خوا خوځېږي او وېره دا ده چې د داودخان پلويان به وي.
تره کى او مرسيتال يې ببرک کارمل په بيړه پورته شول او د څو افسرانو په بدرگه له راډيو نه ووتل چې له احتمالي بريد نه ځانونه خوندي کړي. د گوند يو بل جگپوړى غړى حفيظ الله امين له اسلم وطنجار سره په راډيو کې پاتې کېږي او نور مشران يې په خواجه رواش کې پوځي هوايي ډگر ته ځي چې بشپړ د هغوى د پلويانو په ولکه کې دى.
د شپې ۱۱ بجې او ۱۵ دقيقې:
له بگرام نه بم غورځوونکې الوتکې پاڅېدې چې ښار ته را روان ټانکونه له هوانه بمباري کړي. خو په مخابره کې سره پوهېږي چې دغه ټانکونه هم د کودتا ملگري دي او ځکه يې له ويشتلو نه ډډه کېږي.
د شپې ۱۲ بجې:
د مرکز په ټولو پوځي چوڼيو کې ولکه د کودتا پلويانو تر لاسه کړې او په ولايتونوکې هم د ننگرهار د فرقې د خوځېدو هڅه شنډه شوې ده. د خلک ديموکراتيک گوند مشران اوس ډاډه شوي چې پر حکومتي ځواکونو يې برى موندلى دى.
يوازې جمهوري گارډ مقاومت کوي. خو د گارډ له ١٦٠٠ افسرانو او سرتېرو نه هم ډېر لگېدلي او له پاتو سره يې مهمات په خلاصېدو دي.
د ثور اتمه، د شپې ۱ بجه – ۱ بجه او ۲۰ دقيقې:
د گارډ قوماندان جگړن صاحبجان پوځي کالي وايستل او په ملکي درېشۍ کې گلخانې ته ورغى. ولسمشر ته يې خبر ورکړ اوس چې په گارډ کې دننه خيانت پيل شوى، نور يې نو څه له لاسه پوره نه دي.
ولسمشر ورته وويل چې تمانچه دې ورکړي او پخپله دې د ځان د ژغورلو په هڅه کې شي. صاحبجان وزيرانو ته لاس ورکړ او ولاړ. د گلخانې په لوى وره کې نور څوک پهره نه کوي او ساتونکي هم هرڅوک په خپله مخه تللي دي.
وزيران يا د گلخانې په دهلېزونو کې گرځي او يا يې د خونې په کوم گوټ کې څنگ وهلى دى. ولسمشر له خپلو پاتو بچپانو سره د لانديني پوړ په خونه کې ناست دى او وزيران نه ورځي.
د جمهوري گارډ پاتې قطعاتو په خپل نوښت د راډيو افغانستان ودانۍ چې د ارگ له شمال ختيځو څنډو شاوخو يو کيلومتر واټن لري، په درنو ماشينگڼو وويشته او ښيښې يې ورماتې کړې. حفيظ الله امين په هوايي ډگر کې ډگروال عبدالقادر ته وويل چې له بگرام نه الوتکو ته د ارگ د ويشتلو امر وکړي.
ارگ تر هوايي بريد لاندې راغى. د دلکشا ماڼۍ برج ولگېده او نيم ويجاړ شو. په دغو بمباريو سره د ولسمشر د پلويانو دا هيله هم ورژېده چې ښايي له بگرام، کندهار يا شينډنډ نه يې د مرستې لپاره الوتکې راپورته شي.
ټولو ته جوته شوې وه چې ځمکني او هوايي ځواکونه بشپړ کودتا کوونکو ته اوښتي دي. تر هوايي بمباريو وروسته په ارگ کې بشپړه چوپتيا خپره شوه.
د ثور اتمه، د سهار ۴ بجې:
د خلک ديموکراتيک گوند پټ شوي مشران بېرته د راډيو افغانستان ودانۍ ته راغلل. د هغوى له راستنېدو سره سم د گارډ پاتې سرتېرو بيا پر راډيو د مشينگڼو بريد وکړ او هلته ناست کسان يې و ترهول.
د دې بمباريو په ځواب کې بيا الوتکې راغلې او ارگ يې وويشته. دا ځل د گلخانې ماڼۍ يو گوټ ولگېده او اور يې واخيست. اوس نو يوازې د سوځېدو غږ و او ډزې بشپړې درېدلې وي.
پر ارگ يوه مرگوني چوپتيا خپره شوې وه. ولسمشر پاتو عسکرو ته وويل چې ده “خپله پرېکړه کړې، تاسې ورشئ او سپينې جنډې پورته کړئ”.
د ثور اتمه، د سهار ۶ بجې:
د گارډ پاته افسران او سرتېري بريد کوونکو ته تسليم شول. دوى يې په داسې حال کې چې لاسونه يې پورته نيولي وو، د پښتونستان څلور لارې ته ورسول.
ولسمشر په راډيو کې کودتايي افسرانو ته خبر واستاوه چې اسلم وطنجار او عبدالقادر د خبرو لپاره ور ولېږي. نورمحد تره کي دا وړانديز رد کړ او د بالاحصار له ٤٤٤ کوماندو قطعې نه يې وغوښتل چې ارگ ته ورشي او داود خان ونيسي.
د ثور اتمه، د سهار ۶ بجې – ۶ بجې او ۱۵ دقيقې:
د کوماندو قطعې يو بلوک افسران گلخانې ته راورسېدل. يوه تن يې په وره کې پرله پسې يو جاغور تش کړ. بيا دننه ورغلل.
وزيران په دهلېزونو کې وو. يوه افسر امر وکړ: “څوک چې وسله نه لري دې خوا دې راشي.” بې وسلې وزيران د دوى خواته ورغلل او يو يو له گلخانې نه و ايستل شول او څنگ ته د ټېلېفون په خونه کې بنديان شول.
د ماليې وزير او د ولسمشر مرسيتال سيد عبدالاله او د کورنيو چارو وزير عبدالقدير چې دواړو وسلې درلودې له ولسمشر محمد داود سره پاتې شول.
د ثور اتمه، د سهار ۶ بجې ۳۰ دقیقې – ۷ بجې:
د کوماندو بلوک په ولسمشر پسې ورغى…د تسليمۍ غوښتنه ترې کېږي… انتظار اوږد شو… او د گلخانې د دهليزونو چوپتيا درندو پرله پسې ډزو چې له يوې خونې نه واورېدل شوې، ماته کړه.
د ثور اتمه، د سهار ۷ بجې او ۳۰ دقيقې:
راډيو افغانستان بيړنى خبر لري: “سردار محمد داود… د ليوني مقاومت په نتيجه کې….”
او په دې ډول د ۲۴ کړکېچنو ساعتونو په پاى کې، د افغانستان د تاريخ يو باب واوښت. پر نوې پاڼه د وينو سور داغ پورې شوى و…
اخ وطنه، سردار محمد داؤد خان د نر بچی ؤ شهادت یی قبول
زه خپله د ثور د ۷ او ۸ خصوصاً دثور د ۷ په هکله د ویلو ډیر څه لرم ( د څو ورځو را پدیخوا می غوښته چی د ثور د ۷ په هکله تاند ته یوه مقاله ولیکم خو وخت می و نه موند چی دا کار وکړم – زه هم د ثور ۷ غوندی په لسو سرګردانیو ګرفتار یم ).
امّا دوې لنډی څرګندونی:
بدیهاً چی:
۷ = اووه
ثور = غوئی
نتیجتاً
۷ غوائیان
غوئی یا غوائیان الزاماً منفی او ناښکلی مفهوم نلری بلکه عام اسم دی خو ځینی وخت همدا عام غوئی یا غوائیان په خاصه دایره کی د تعریف او تفسیر وړ دی.
د مصر فرعون ۷ ډنګر غوائیان په خوب ولیدل کوم چی اووه چاغ غوائیان ئی تر ستونی تیر کړه چی داستان ئی موږ ټولو اوریدلی دی ( یوه یادونه: غیر معتقد کسان شاید د سیدنا یوسف علیه السلام کیسه یوه افسانه وګڼی خو که افسانه هم وی د ټولو غربی او شرقی ناول او رومان لیکونکو په اند د بشر په ادبی تاریخ کی تر ټولو خوږه او ترخه او انتبهائی او جذبوونکی او حیرانوونکی ادبی کیسه ده ) .
نو خبره څه ده؟
خبره دا ده چی زموږ د سیمی فرعونانو د مصر د فرعون د خوب خلاف ۷ چاغ غوائیان په خوب ولیدل کوم چی ۷ ډنګر غوائیان ئی تر ستونی تیر کړه ( ژئوپولیټکی خوبونه چی کیدای سوای په واقعیت بدل سی یا په نیمګړی او معکوسه توګه په واقعیت بدل سوه ) .
نور تفسیر ته به اړتیا نه وی.
امّا د سِکې د بل مخ تګ لیدنه:
په څلویښت کلن شاهی حاکمیت کی د افغانستان د خلګو د ژوند وضعیت اصلاً د یو انسان او یو مسلمان او افغان د شأن او شوکت سره نه ښائیده ( تاریخی مسائل په احساسی او احساساتی او عاطفی ابزارو د تحلیل او تجزئی وړ نه دی بلکه منصفانه او شجاعانه بیانونو او لیکونو ته اړتیا لری چی متأسفانه ډیر کم مستقل او آزاد او منصف شنونکی پدی کار کی د بریالیتوب چانس درلودای سی یا ئی درلودلی دی) .
بناً
مشکل د یو ژور او پراخ اجتماعی – سیاسی – اقتصادی – فرهنګی بدلون د جدّی او ټینګ ضرورت په احساس کی نه ؤ بلکه مشکل د ژور بدلون د میکانیزم د څرنګوالی په پلی کولو کی را منځته سو ( دا مسئله هم تفسیر ته اړتیا نلری ) .
کاشکی ما وخت درلودای چی دا بحث می پراخ کړی وای ( که ژوند یاری وکړه نو د جدی د ۶ فاجعی په بحث کی به مفصلاً یو څه ولیکم کوم چی نه یوازی د ثور ۷ بلکه د چنګاښ د ۲۶ حق! به هم اداء کړای سی ځکه دا ټول جریانات د یو ځانګړی ځنځیر د کړیانو په توګه شمیرل کیږی ) .
امّا وروستی خبره:
زما هغه سور او تور او ژیړ او زرغون او سپین انقلابی کس ډیر خوښیږی کوم چی نن ورځ ئی پر غوږو لاسونه نیولی او ژبه ئی تر غاښو لاندی ایسار کړیده خو ” داوود جنبش ” غوندی کسان د کلکو ګوتو وړ دی ځکه:
په یوه تاریخی خاص پړاؤ کی همدا داوود جنبش بړوه غوندی کسانو د بی بی سی د اوریدو په جرم ډیر معصوم انسانان نابود کړی دی خو نن ورځ د بی بی سی په شیطانی ځاله کی همدا داوود جنبش غوندی خبیث کسان پر خپلو فکری هګیو سِنه او وزَر غوړوَلی او شاربی ئی.
د امریکی د تور پوستو د مبارزی یو اتل ( مالکوم ایکس ) د انګریز او ټولو سپین پوستو د مزدورانو په هکله یوه په زړه پوری مقوله لری کومه چی د داوود جنبش او حنیف اتمر غوندی خبیثو کسانو په هکله صدق کوی.
جنبش ده اوکه ولاړ هم دغه راپور لکه دلاک پرېټ کړی . داسې ښکاری دی هم چپی وه خو لکه ظاهر طنین چې امپریالیزم ته یې پنا راوړه له شرمه نه وایی چې موږ خو امپریالیزم غانده.
داود جنبش یوڅه دروغ هم مودی فای کړی دی ښکرور دروغ!
د ښاغلی شریف زاد ورور د فرمایش په تائید،. کاشکی می پخپله پورته تبصره کی د ظاهر طنین د بلا د زوی د نوم یادونه هم کړی وای.د ظاهر طنین او داوود جنبش د خباثت وزن سره مساوی دی.
غ.حضرت اپریل 26, 2024 At 6:55 am
زه خپله د ثور د ۷ او ۸ خصوصاً دثور د ۷ په هکله د ویلو ډیر څه لرم ( د څو ورځو را پدیخوا می غوښته چی د ثور د ۷ په هکله تاند ته یوه مقاله ولیکم خو وخت می و نه موند چی دا کار وکړم – زه هم د ثور ۷ غوندی په لسو سرګردانیو ګرفتار یم ).
امّا دوې لنډی څرګندونی:
بدیهاً چی:
۷ = اووه
ثور = غوئی
نتیجتاً
۷ غوائیان
غوئی یا غوائیان الزاماً منفی او ناښکلی مفهوم نلری بلکه عام اسم دی خو ځینی وخت همدا عام غوئی یا غوائیان په خاصه دایره کی د تعریف او تفسیر وړ دی.
د مصر فرعون ۷ ډنګر غوائیان په خوب ولیدل کوم چی اووه چاغ غوائیان ئی تر ستونی تیر کړه چی داستان ئی موږ ټولو اوریدلی دی ( یوه یادونه: غیر معتقد کسان شاید د سیدنا یوسف علیه السلام کیسه یوه افسانه وګڼی خو که افسانه هم وی د ټولو غربی او شرقی ناول او رومان لیکونکو په اند د بشر په ادبی تاریخ کی تر ټولو خوږه او ترخه او انتبهائی او جذبوونکی او حیرانوونکی ادبی کیسه ده ) .
نو خبره څه ده؟
خبره دا ده چی زموږ د سیمی فرعونانو د مصر د فرعون د خوب خلاف ۷ چاغ غوائیان په خوب ولیدل کوم چی ۷ ډنګر غوائیان ئی تر ستونی تیر کړه ( ژئوپولیټکی خوبونه چی کیدای سوای په واقعیت بدل سی یا په نیمګړی او معکوسه توګه په واقعیت بدل سوه ) .
نور تفسیر ته به اړتیا نه وی.
امّا د سِکې د بل مخ تګ لیدنه:
په څلویښت کلن شاهی حاکمیت کی د افغانستان د خلګو د ژوند وضعیت اصلاً د یو انسان او یو مسلمان او افغان د شأن او شوکت سره نه ښائیده ( تاریخی مسائل په احساسی او احساساتی او عاطفی ابزارو د تحلیل او تجزئی وړ نه دی بلکه منصفانه او شجاعانه بیانونو او لیکونو ته اړتیا لری چی متأسفانه ډیر کم مستقل او آزاد او منصف شنونکی پدی کار کی د بریالیتوب چانس درلودای سی یا ئی درلودلی دی) .
بناً
مشکل د یو ژور او پراخ اجتماعی – سیاسی – اقتصادی – فرهنګی بدلون د جدّی او ټینګ ضرورت په احساس کی نه ؤ بلکه مشکل د ژور بدلون د میکانیزم د څرنګوالی په پلی کولو کی را منځته سو ( دا مسئله هم تفسیر ته اړتیا نلری ) .
کاشکی ما وخت درلودای چی دا بحث می پراخ کړی وای ( که ژوند یاری وکړه نو د جدی د ۶ فاجعی په بحث کی به مفصلاً یو څه ولیکم کوم چی نه یوازی د ثور ۷ بلکه د چنګاښ د ۲۶ حق! به هم اداء کړای سی ځکه دا ټول جریانات د یو ځانګړی ځنځیر د کړیانو په توګه شمیرل کیږی ) .
امّا وروستی خبره:
زما هغه سور او تور او ژیړ او زرغون او سپین انقلابی کس ډیر خوښیږی کوم چی نن ورځ ئی پر غوږو لاسونه نیولی او ژبه ئی تر غاښو لاندی ایسار کړیده خو ” داوود جنبش ” غوندی کسان د کلکو ګوتو وړ دی ځکه:
په یوه تاریخی خاص پړاؤ کی همدا داوود جنبش بړوه غوندی کسانو د بی بی سی د اوریدو په جرم ډیر معصوم انسانان نابود کړی دی خو نن ورځ د بی بی سی په شیطانی ځاله کی همدا داوود جنبش غوندی خبیث کسان پر خپلو فکری هګیو سِنه او وزَر غوړوَلی او شاربی ئی.
د امریکی د تور پوستو د مبارزی یو اتل ( مالکوم ایکس ) د انګریز او ټولو سپین پوستو د مزدورانو په هکله یوه په زړه پوری مقوله لری کومه چی د داوود جنبش او حنیف اتمر غوندی خبیثو کسانو په هکله صدق کوی.
Reply
ع.شریف زادع.شریف زاد اپریل 26, 2024 At 8:17 am
جنبش ده اوکه ولاړ هم دغه راپور لکه دلاک پرېټ کړی . داسې ښکاری دی هم چپی وه خو لکه ظاهر طنین چې امپریالیزم ته یې پنا راوړه له شرمه نه وایی چې موږ خو امپریالیزم غانده.
داود جنبش یوڅه دروغ هم مودی فای کړی دی ښکرور دروغ!
Reply
غلام حضرت°غلام حضرت° اپریل 26, 2024 At 3:24 pm
د ښاغلی شریف زاد ورور د فرمایش په تائید،. کاشکی می پخپله پورته تبصره کی د ظاهر طنین د بلا د زوی د نوم یادونه هم کړی وای.د ظاهر طنین او داوود جنبش د خباثت وزن سره مساوی دی.
Reply
قدرمن ورور غلام حضرت ته سلام
ظاهر طنین د نادریې لیسې زده کوونکی وه پرچم ته له نهم ټولګی جذب شوی وه.کله چې دکابل پوهنتون دطب پوهنځ ته بریالی شو بیا په پوهنتون لوی خبیث یعنی دمحصلینو دسازمان ریس وټاکل شو او ترڅو یې چې زور ورسید دشپې لخوا یې محصلین زنداړو ته استول.
دربانی په وخت کې بیرته مجاهد شو او ربانی دبی بی سی له پروګرام څخه په ملګرو ملتوًکې دایمی سفیر کړ. ځکه طنین دتګاب سیمې وه اودمسعود خلیلی پرچمی لخوا ورسره مرسته وشوه ځکه دواړه دکوه صافی سیمې وه.
څودورې بیغمه ملګرو ملتو کې جاسوس وه دادبی بی سی امپریالستان وه چې په دروغو یې دکمونیزم چیغې وهلی
که چیرته دا معلومات رښتیا وئ نو دا خلک الله ج شرمولي وو چې، پردې ډول ته یې لسټوڼۍ اچول. زه شخصآ دا خلک نه پیژنم او نه هم ځان ته حق ورکوم چې د هغوې په هکله څه ولیکم. روسانو په افغانستان یرغل وکړ او د هیواد بیشماره وګړې یې په شهادت ورسول او دا جنایت د بشر د تاریخ برخه ګرځیدلي. خو زه حیران دې ته یم چې د هغو ورځو په اصطلاح مجآهلینو ګڼ مشران او د نن ورځ ټرلیب له روسانو څخه پیسې سلاح او مهمات تر لاسه کوئ. ایا د پرون ورځي مجاهد چې نن تر تورو خاور لاندې دي او کونډه او بچې یې ګډایې کوئ په غلطه وو چې د دغو خلکو په خوله یې روسانو سره جګړه کوله او که دا رهبران جمع ټرلیب ټول خاینین وو؟ د خلق، پرچم، ستم ، شعله، پوله ، سازا، ساما او نوره ګنډ خو په یادولو نه ارزي.