پوهنیار رباني وحدت
په ټولنیزو رسنیو او مجالسو کې ځينې کسان په اګاهانه یا غيرې اګاهانه ډول لیکي یا وايي چې د ثور (۷) او (۸) دواړه د افغانستان بدبختۍ ورځې دي او زما لپاره توپیر نه لري. مګر حقیقت دا دی چۍ دا ډول قضاوت او برداشت غیر عادلانه، خصمانه او ظالمانه دی، ځکه چې:
۱- د ثور پر ۷ نېټه د بدمرغه کودتا په پایله کې د افغانستان لومړنی جمهوري نظام د پخواني شوروي اتحاد په فرمایش او دستور ونړېد؛ د هېواد ولسمشر سردار محمد داؤد خان له خپلې کورنۍ سره يوځای په ډېرې بې رحمۍ سره په شهادت ورسېد؛ خو د ثور په (۸) نېټه د کمونیستي تورې دورې وروستني واکمن ډاکټر نجیب حکومت ته د پای ټکې کېښودل شول.
۲- د ثور په (۷) ځينو روزل شویو او بې لارې شوو افغانانو د پردیو په اشاره له خپلې خاورې، دین، ارزښتونو او ملي ګټو خلاف عمل وکړ؛ خو د ثور په (۸) د ځينو هېواد پرسته، اسلام پرسته، ارزښت پرسته او خپلواکۍ پرسته افغانانو سپيڅلي جهاد، سرښندونو، فداکاریو رنګ راووړ، هېوادته يې د خپلواکۍ وياړ ور وباښه، هېواد او نړۍ يې له ستر شیطاني انساني وباء (سوسیالیزم اوکمونیزم) څخه په امان کې کړه، مستعمره هېوادونو او ولسونو ته يې د خپلواکۍ ګټلو روحیه اوانګیزه ورکړه، الهي فرض يې اداء کړ او د خپلو پلرونو او نېکونو په پُل یې قدم کېښود.
۳- د ثور ۷ کودتا لارویانو او پلویانو هدف په هېواد کې د پردي فرهنګ ترویج، د اسلام مبارک دین پرځای د سوسالیزم او کمونیزم تطبیق و؛ خو د ثور ۸ (د اسلامي انقلاب پلویانو) موخه د هرډول انحرافاتو له منځه وړل، د اسلامي نظام قایمول او د اسلامي شریعت بشپړ تطبیق و.
۴- د ثور ۷ کودتاچیانو او پیروانو هدف د اسلامي شعائرو او ملي ارزښتنو کمزوري کول او له منځه وړل وو، مګر د ثور ۸ هدف د اسلامي شعائرو او ملي ارزښتنو ساتل و.
۵- د ثور۷ مشرانو او ځينو طرفدارانو په دیني ارزښتونو ملنډې او رشنخد وهلو (د حفیظ الله امين ويډيو، چې بسم الله پوري خاندې او سل ګونو نورې بېلګې….) خو د ثور۸ رهبرانو او مشران ظاهراً متدین( د زړونو مالک خدای جل جلاله دی)، په سنتو برابر او د اسلامي شریعتاحکامو ته ژمن ښکاريدل.
ګڼ شمېر نور دلایل هم شته، چې د ثور۷ اوومه خيانت او د ثور۸ مه د حقیقت او ویاړ په توګه توجیه کوي.
هو! دا چې د اسلامي انقلاب (د ثور۸) له بریالیتوب وروسته د لکونو شهيدانو، لکونو معیبوبینو – معلولینو او ميليونونو افغانانو د مهاجرتونو په بدل کې د آزادۍ ترلاسه شوي ثمره د ځینو جهادي مشرانو او قوماندانانو د ځان غوښتنې او قدرت طلبی له امله په اوبو لاهو شوه، کورني جنګونه وشول، هېواد ته يې ډېر مادي او معنوي زیانونه واړول؛ سره له دې، چې د سختې غندنې او رټنې وړ دي، مګر که د علیت تیوري پربنسټ يې وارزوو؛ نو مالوميږي، چې په هېواد کې د ټولو بدبختیو، ورانيو، وژنو، ناورینونو او ناخوالو بنسټ اېښودونکي د خلق او پرچم ډلې دي. د ثور ۷ د باطل د ظهور او د ثور (۸) پر باطل باندې د حق د بري ورځ ده.
په تاند کې د لیکوالو په نوم هره لیکنه د تاند د دریځ ښکارندويي نه کوي. تاند د دې لیکنې مخالف دریځ هم خپروي.
وروره معلومات دډیرضعیف دی دثور اتمه څنګه رامینځ ته شو داکودتا دکارملی پرچمی جنرالانو،شورای نظارتاجکانو،حزب وحدت هزارګانو اوجنبش ملی ازبکانو دګډو اومشترک اتحاد په نتیجه کی صورت ونیو چه اصلی هدف یی دپښتنو په څنډه کول اویادوڅلوروقومونوته دقدرت انتقال وه داچه دوی ونشوکولای خپل اتحادوساتی دڅوکی پرسر یوبل سره ښکرپه ښګرشول دابیله مسئله ده دلته داسلامی انقلاب هیڅ رنګوبوی وجودنلری صرف یوپښتون ضد کودتاوه چه دحزب اسلامی له خواناکام شو
په پخواني شوروي اتحاد کې کمونست ګوند حاکم و د همدې لپاره د هغوی پلویانو ته که څه هم مسلمانان ووخو کمونستان ویل کېدل،
هر هغه خلک او هېواد چې د شوروي مخالف و او د پنجاب له خوا تکفیر شوي و د هغوی طرفدارانو ته بیا رښتیني مسلمانان او مجاهدین ویل کېدل.
د 7 ثور والاو خپل مخالفین په انقلابي محکمو کط وژل او د 8 ثور والاو بیا د خلکو په سرونو مېخونه ټک وهل
د 7 ثور خلک ژوندې له خاورو لاندې کول ، د 8 ثور لسګونو او دولس ګونو پنجابي او مشهدي مجاهدینوپه ډلو سره وېشل شوي و دوی بیا خلک د « ګانۍ په کلا کې د کابل برجای یا هزاره ګي دشت برچي » کې خلک په داشونو کې ژوندي سوځول .
د 7 ثور والاو کلي ورانول ، د 8 ثوریانو ښارونه ورانول
7ثوریانو کلي او مخالفین بمباري کول ، 8 ثوریانو بي ام 12 او بي ام 30 په ښارونو اورول
7 ثوریانو ښوونځي جوړول خو د جوماتونو سره جوړ نه ول ، 8 ثوریانو بیا ښوونځي ، روغتونونه ، دولتي ځایونه او سرکونه او …. ورانول
7 ثوریانو مجاهدینو په نوم خپل مخالفین وژل، 8 ثوریانو بیا ټول هغه کسان چې په دولت کې ول ، له یوې مخې کمونستان بلل او وژل.
7 ثوریانو پر خپلو مخالفینو د پنجابیو تالي څټو ټاپې لګولې ، 8 ثوریانو بیا د خدایي دعوه کوله او د فرعون پرځای د کفر ټاپې لګولې.
خلاصه : نه کل ماند و نه کدو!
اما هغوی چې افغانان په یوه او بل نوم وژني که 7 ثوریان دي او که 8 ثوریان دي ، ټول د افغانانو او مسلمانانو شعوري او غیر شعوري دښمنان دي .
هرهغه څوک چې له افغانانو سره مینه لري ، د دوی په منځ کې سوله ، وروري او یوالی غواړي ، زمونږ دوستان ، رښتیني مسلمانان او غیرتي افغانان دي .