Homeخبرونهټرمپ وايي، د ایران د تېلو زېرمه ځایونه به په درو ورځو...

ټرمپ وايي، د ایران د تېلو زېرمه ځایونه به په درو ورځو کې والوزول شي

تاند (دوشنبه، د غويي/ ثور ۷ مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې واشنګټن به له ایران څخه «یورانیم» لرې کړي او ټینګار یې کړی چې دا موضوع «د مذاکراتو یوه برخه ده».

ټرمپ له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي چې له ایران سره جګړه به «ډېر ژر» د واشنګټن په بري پای ته ورسېږي.

هغه زیاته کړه چې ایران شاوخوا «درې ورځې» وخت لري څو د خپلو تېلو د زیربناوو د چاودنې مخه ونیسي.

د اتومي وسلو او تېلو په اړه خبرداری

ټرمپ ټینګار وکړ:
«موږ نه شو کولای چې ایران ته د اتومي وسلو د لرلو اجازه ورکړو. دا هغه کار و چې پخوانیو ولسمشرانو باید کړی وای. شاوخوا ۴۰ یا ۴۷ کاله کېږي چې دا موضوع روانه ده او هېچا یې په وړاندې اقدام نه دی کړی.»

هغه ادعا وکړه چې د سمندري محاصرې له امله ایران نه شي کولای خپل تېل په ټانکرونو کې ذخیره کړي، او که وضعیت همداسې دوام وکړي، د درې ورځو په موده کې به د ایران د تېلو زیربناوې «له دننه وچوي».

د هغه په وینا، که داسې پېښه وشي، بیا به یې «بیا رغونه ناشونې وي» او که وشي هم، یوازې به د ۵۰ سلنې په ظرفیت فعالیت وکړي.

د مذاکراتو وړاندیز

ټرمپ وویل که ایراني چارواکي غواړي خبرې وکړي، کولی شي تماس ونیسي، او دا خبرې آن د ټیلیفون له لارې هم کېدای شي.

هغه زیاته کړه چې په ایران کې «هم منطقي او هم غیر منطقي کسان» شته، خو هیله یې وښوده چې هغوی به په دې حساسو شرایطو کې «عاقلانه» پرېکړه وکړي.

هرمز تنګي او پوځي وضعیت

د امریکا ولسمشر، سره له دې چې له ایران سره اوربند غځول شوی، د هرمز تنګي محاصره روانه ساتلې ده. د امریکا پوځ ویلي چې ایران ته د تېلو ټانکرونو او نورو کښتیو د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

خو د ټرمپ له حرګندونو سره سره په وروستیو ورځو کې په هرمز تنګي کې د ایراني کښتیو د تګ راتګ راپورونه خپاره شوي دي.

د ناټو او بریتانیا په اړه نیوکې

ټرمپ د ناټو پر نه همکارۍ نیوکه وکړه او ویې ویل چې دا اتحاد د ایران پر ضد جګړه کې لازم ملاتړ نه دی کړی.

هغه همداراز د بریتانیادا  پرېکړه، چې غواړي د جګړې له پای ته رسېدو وروسته هرمز تنګي ته کښتۍ واستوي، «نامناسبه» وبلله.

د سپینې ماڼۍ د پېښې یادونه

ټرمپ د مرکې په بله برخه کې د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د یوې غونډې پر مهال د ډزو د پېښې یادونه هم وکړه. هغه وویل چې د داسې مراسمو امنیت ساتل ډېر ستونزمن کار دی، خو بریدګر هېڅکله اصلي تالار ته نژدې شوی نه و.

د هغه په وینا، بریدګر یو رواني ناروغ و او کورنۍ یې له وړاندې د هغه له حالت څخه خبره وه.

ټرمپ وویل چې د ډزو دا پېښه، سره له دې چې خطرناکه وه، په پای کې د هغه ماښام کړکېچنه فضا د «یووالي» په فرصت بدله کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت | ذبیح الله شفق

د اپریل ۲۳ مه د یونسکو له لوري د کتاب نړیواله ورځ نومول شوې ده. په دې مناسبت د ښاغلي شفق د مقالې لوستلو...