سه شنبه, مې 7, 2024
Home+په دې ورځ په فرانسې کې مرییتوب پای ته ورسېد

په دې ورځ په فرانسې کې مرییتوب پای ته ورسېد

تاند – 174 کاله پخوا په دې ورځ (د ۱۸۴۸ع کال د اپریل۲۷مه) د فرانسې جمهوري حکومت د فرانسې په مستعمرو کې د مرییتوب د قانون فسخه تصویب کړه .

د فرانسې د انقلاب په ترڅ کې د کوانسیون استازو د مرییتوب قانون لغوه کړی و.

خو د فرانسې د لومړي کونسل په توګه له واک ته رسېدو وروسته ناپلیون د ۱۸۰۲ د مې په شلمه د فرانسې په مستعمرو یا ښکېلاک مېنو کې د مرییتوب قانون بېرته احیا کړ.

په ۱۸۳۳ ع کال د بریتانیا حکومت په خپلو ټولو ښکېلاک مېنو کې مرییتوب منع کړ.

خو په فرانسه کې پنځلس کاله وروسته د یوه جمهوریتپال لیبرال ویکتورشویلشرد هلوځلو له برکته د دوهم ځل ،خو د تل لپاره ، د فرانسې په مستعمرو کې د مرییتوب قانون لغوه شو.

خو بالاخره د ۱۸۴۸ کال د اپریل په ۲۷ مه د فرانسې په ښکېلاک مېنو کې د فرانسې د جمهوریت له لوري د مرییتوب قانون لغوه شواو دوه نیم لکه تورپوستي یا دوه رګه مرییان د تل لپاره د استثمار او مرییتوب له کړاوه خلاص شول .په دې ستر انساني کار کې د ویکتورشویلشرانسان دوستانه هلې ځلې د نه هېرېدو وړ دي.

2 COMMENTS

  1. البته نن سبا د غربی انسان لخوا د مرئیتوب د پروژی بله بڼه او بل مضمون د اِعمال او پلی کیدو په حال کی دئ.

  2. هغوی چې مذهبی حماقت کوی په خټو کې به بند پاتې وي ! نالت په هغوی چې هم خوري او هم خړي ! هرڅوک خپل مسئولیت قانون ته لري ، بی قانونه انسانان به خپله جزا ویني !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب