پنجشنبه, جنوري 16, 2025
Home+مينه په تور غاټول کې | حفيظ الله بشارت‎

مينه په تور غاټول کې | حفيظ الله بشارت‎

وايي، شاګرد له استاد پوښتنه وکړه:
– مينه څه ده؟
استاد ځواب ورکړ:
– د غنمو کروندې ته ورشه. تر ټولو ډک وږی راوړه، خو ګوره داسې نه شي چې راستون شې او هغه وږی راوشکوې چې مخکې درته تر ټولو ډک وږی نه و مالوم شوی.

شاګرد کروندې ته لاړ. له ښه ځنډ وروسته بېرته راستون شو.
استاد ورته وویل:
– څه دې وکړل؟
– هېڅ مې رانه وړل. د ډک وږي د موندلو په پار د کروندې ان تر بل سره ورسېدم.
استاد وویل:
– مينه همدا شان وګڼه!
شاګرد بله پوښتنه وکړه:
– واده څه دی؟
– ځنګله ته لاړ شه او تر ګردو جګه ونه درسره راوړه، خو دلته هم شرط دا دی چې له کومو ونو تېر شوی یې، بېرته نه شې ورته راستنېدلی.

شاګرد ځنګله ته لاړ او په لنډ وخت کې له یوې ونې سره راستون شو.
استاد ورته وویل:
– اوس کیسه راته وکړه!
– په لومړي وار چې کومه ونه تر نورو جګه راښکاره شوه، هغه مې غوره کړه او درته رامې وړه، ځکه وېرېدلم، بیا تش لاس رانه شم.
– بس، واده همدغه شان وګڼه!

دا حکایت د “تور غاټول” ناول له لوستو سره سم په ذهن راوورېد.

دا ناول راته جوتوي چې د مینې مفهوم ډېر پراخ دی. مينه په لفظونو کې د بیان او ښکاره کولو څخه هم لویه ده. مينه یوازینی څیز دی چې هېڅوک يې تر ځان او نورو شيانو پورې نه شي رامحدودولی. مينه په فانوسونو کې نه ایسارېږي. مینه ده چې تر بلې هرې پدیدې او مفهوم جامع او ډېره خپلواکي لري. مینه ده چې سړی له ځانځانۍ او ځانولۍ څخه راوباسي. مينه ده چې انسان له خپلو حتی غریزوي غوښتنو څخه هم د انحراف لور ته ټېل وهي. مینه د زړه اواز وي او معمولاً پکې انتخاب سخت وي. مینه ده چې له مجازه يې هم دې حقيقت شغلې ورېږي. مینه یوازینی شی دی چې یو وخت سړی خامخا حقيقت ته رسوي.

که تور غاټول ناول ته د يو حکایت یا افسانې نوم هم ورکړو، تېروتي به نه یو، ځکه پیل و پای يې دواړه د يو حکایت او نکل په څېر انځور شوي دي.

د ناول مرکزي کرکټر “کورنلیوس وان برل” نومېږي چې د هالند په دورت ښارګوټي کې د غاټولو په روزنه وخت تېروي.

په دې ښار کې به چې کوم کس په رنګ او بڼه ښکلي غاټول وروزل، هغه ته د ښار شاهزاده جایزه ورکوله.
یو وخت د تور غاټول د روزنې پر سر شاهزاده د سل زرو روپیو نغدي جایزه اعلانوي.

کورنلیوس د دې جایزې د ترلاسي لپاره د درې غاټولو بزغلي غواړي وکري. خو قسمت يې په ناڅرګند تور د زندان تر تورو تمبو بیایي. هلته د روزا په نوم د زندان د ساتونکي له لور سره په دوه طرفه مینه کې نښلي.

کورنلیوس د غاټولو درې واړه تخمونه له ځان سره زندان ته وړي وي. هلته يو د روزا پلار ورته له منځه وړي، یو روزا پټ له ځانه سره ساتي او بل روزا روزي، ان تر دې چې یو وخت تور غاټول ترې ساز او وغوړېږي.

روزا او کورنلیوس په ګډه شاهزاده ته د تور غاټول د خبراوي لپاره ليک لېږي، خو په دې منځ کې یو غل چې همېش به زندان ته تلو او راتلو، رسېدلی غاټول تښتوي…….. بلاخره خبره محکمې او قاضي ته ځي، خو د قوي شواهدو له مخې کورنلیوس له عمري قید څخه ازادېږي، له روزا سره واده او جایزه یې دواړه د نېکمرغه ژوند برخه ګرځي.

دا ناول له ځای ځای ټایپي غلطیو سره سره بیا هم د ښکلې، نوې او ښې کیسې څښتن دی.
تور غاټول “الکساندر دوما” لیکلی او “استاد احسان ارینزي” د خپلې ښې او خوږې ژباړې ټول خواږه پرې لورولي دي.

د ناول درېیم ځل چاپ هم مازیګر خپرندويه ټولنې په ١١٠ مخونو کې کړی دی چې د پای جمله یې راته مهم تیم له ورایه روښانه کولی شي: “نېکمرغي به د هغه چا په برخه وي، چې ډېر زيار ګالي”.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب