تاند 【پنجشنبه د مرغومي ـ جدي ۲۷مه】د طالبانو د حکومت د ترافیکو لوی ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېرو لسو میاشتو کې د هېواد پر لویو لارو کابو ۴ زره ترافیکي پېښې رامنځته شوې دي.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې د یادو پېښو له امله شاوخوا ۲۷۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د ترافیکي پېښو مخنیوي لپاره د طالبانو د ټرانسپورټ، ټولګټو او عامې روغتیا وزارتونو لخوا ۱۲ ماده یي اصولنامه نهايي شوې او د طالبانو حکومت د مشرتابه لخوا منظور شوې ده.
دوی وایي د یادې اصولنامې عملي کېدو سره به د ترافیکي پېښو په شمېره کې ډېر کموالی راشي.
د یادونې ده چې په یاد شمیر ترافیکي پیښو کې تر ټولو ستره پېښه یې کابو یوه نیمه میاشت وړاندې د کندهار ـ کابل پر لویه لار په غزني کې د مسافر وړونکي بس او ټانکر ترمنځ پېښه وه، چې پکې تر ۱۰۰ زیات کسان مړه او ژوبل شول.
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې تر جګړې وروسته یې خلک ډېر د ترافیکي پېښو قربانیان دي.
د نظر خاوندان د لارو خرابوالی، د موټر چلوونکو له لوري د ترافیکي اصولو نه عملي کول او د حاکمو نظامونو له خوا په دې برخه کې بې پروایي د ترافیکي پېښو د زیاتوالي لامل بولي.
د دغو ټولو ناوړه پېښو اساسي مسوولین د افغانستان د ترافیکو بې مسوولیته ریاست دی.
ترټولو مخکې مونږ د ترافیکو عمومي قانون نه لرو. د افغانستان ترافیک یوڅو مختصرې ترافیکي علامې او لوحې لرې ، چې هغه د هېڅ ستونزې له حل سره نه کوي . کله چې ترافیک خپله په عمومی نړیوال ترافیکي قانون پوه نه شي ، زمونږ هېوادوال څه ملامت دي ؟
افغانستان باید له نړیوالو قوانینو سره برابر د نقلیه وسایلو د چلولو، لویو لارو ته د نقلیه وسایلو د داخلېدو او د هغو شرایطو د منلو تیوري درسونه ولري . مثلا مخکې له دې چې یو موټرچلوونکی د ازموینې لپاره د ترافیکو ریاست ته مراجعه وکړی ، لږ ترلږه یوه میاشت دا تیوري درسونه زده او بیا د عملي امتحان په وخت کې هغه تطبیق کړي . ټول دریوران باید خپل او د نورو حقوق وپېژني .
په غربي نړۍ کې د بسونو دریوران څلورمه درجه لایسنس لري . د دې سند تر لاسه کول تر ټولو سخت کار دی ، ډېره پوهه او تجربه غواړي . بیا کله چې لایسنس ترلاسه کړ ، نژدې یوه میاشت یوازې تمرین کوي ، ترڅو له بس سره ښه تجربه پیدا کړي ، بیا په عملي کار شروع کوي .
د ښارونو په منځ کې د بسونو سرعت په ډېرو ځایونو کې د 50 – 70 کیلومترو ترمنځ محدود او اکثرا د بس لپاره استثنایي لارې لري .
په لویو لارو چې معمولا درې او یا څلور خطونه د تګ او همدومره د راتګ لري ، د بسونو لپاره د ښۍ خوا لار مختص کړل شوېده ، سرعت یې تر 90 کیلومترو په ساعت کې محدود کړل شوی او ترڅو چې ډېر جدي ضرورت نه وي ، له بل موټر نه سبقت نه کوي .
هیله ده ، د افغانستان ترافیک او د کورنیو چارو وزارت منسوبین هم دا مسایل په نظر کې ونیسي .