دوشنبه, فبروري 17, 2025
Homeخبرونهسپینې ماڼۍ په افغانستان کې پر بشري بحران اندېښنه وښوده

سپینې ماڼۍ په افغانستان کې پر بشري بحران اندېښنه وښوده

تاند (پنجشنبه، د مرغومي/ جدي ۲۷ مه) سپینې ماڼۍ په افغانستان کې د پراخ بشري بحران او د لا ژور اقتصادي سقوط د امکان په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د بشري او اقتصادي بحران په غبرګون کې د دې هېواد له لوري د اعلان شوي بیړني وضعیت د غځولو په اړه کانګرس ته یو لیک لېږلی دی.

په دې لیک کې، چې د چهارشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ په وېبپاڼه کې خپور شوی، ولسمشر بایډن په افغانستان کې پراخ بشري بحران او د ژور اقتصادي سقوط امکان د امریکا ملي امنیت او بهرني سیاست لپاره یو غیرعادي او بې‌ساري ګواښ ګڼلی دی.

په لیک کې په افغانستان کې د بشري بحران د جزییاتو په اړه وضاحت ورکړل شوی دی، چې پکې د افغانانو د عاجلو اړتیاوو لکه د خوړو امنیت، معیشتي ملاتړ، پاکو اوبو، روغتیایي خدماتو، سرپناه، او د ښار جوړونې په برخو کې پر مرستو سربېره، نورو اساسي بشري اړتیاوو ته هم اشاره شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې ویلي چې افغانستان په نړۍ کې له بشري بحران سره دوهم تر ټولو لوی مخامخ هیواد دی، او د افغانستان نیمایي وګړي د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

1 COMMENT

  1. سپينې ماڼۍ ته؛ آیا ستاسو د پارلمان غړي سناتور «ګاروین» چه نور کسان هم ورسره ؤ، ومې نه ویل چه د افغانستان به په اور وسوزي او د دغې لاندې لست پر بڼسټ یو په یو مې زاتره له یو ساعت خبرې وکړې او څرنګه چه ښاغلی سابقه ستاسو سفیر په افغانستان کې ښاغلی «نیومن» ۱۹۹۰ کال کې ماته یې وویل چه په تېرو لسو کالونو کې یې یولس خطونه سپينې ته لیکلي دي او هر یو خط کې يې لیکلي دي چه د امریکې د سپينې ماڼۍ کارونه د افغانستان په هکله غلط دي!
    آیا دا تاسې نه یاست له خپلو اروپیي ملګرو سره مو دا ورځ او بدبختي تنبه کړل؟ مؤثق تحقیقاتي سند:https://www.tagesanzeiger.ch/wie-der-westen-den-islamismus-vorantrieb-219516967749
    بل سند نه اچول کېږي!

    آی غرب دیني تعصب ته یې لاره همواره نکړله؟ پاس سند
    آیا ترور د غرب یوه پالیسي نه ده؟https://en.wikipedia.org/wiki/Reign_of_Terror
    آیا تاسې ړانده وئ چه بن لادن په افغانستان کې څه کوي؟ او کوم یو افغان د نیو یارک ترور کې لاس درلود؟ زما نوم هم یا سی آی ای یا آلمان او یا سویس له خوا د تروریستانو په لست کې نه ؤ، زما همشکل له پاره چه یو سویسی فاشیست «بلویلر» د هیتلر تعریفګر د جراحي پر بڼسټ مینځ ته راؤړ چه د ایوبي صاحب د کرځي مشاور، ماما کېده او پر ځای یې یې زه مو لست کې نیولی وم، اسناد او شاهدان پراته، داکتر جانسن زما د پیسکور د کار دورې ملګر او د ماسکو په میدان کې ۱۹۹۰ کال کې وپوهول شوم چه یو همشکل لرم، ژوندی شاهد ایوبی صاحب د کرځي مشاور ورجینیا کې! او نور!
    زما پښتنه چه تر کومه پورې اسلحه، وژل، ورانکاري، ولګه او جیغ او بغارې او دا ټول ولې؟ ولې؟ د انسانیت، عدالت، قانون او داسې نور څه معني؟ د اسنادو پر بڼسټ چه او زما په ملل متحد نیویارک او ژنیو کې پراته دي ثابته کړې مې ده چه پرته له دروغ، توطیې، پر بې ګناهو تور لګول او نور د غرب بل کار نشته او تر کومه نه ژوند پاتې شو او نه طبعیت!!!؟؟؟ موږ او تاسې یوبل ښه پېږنو!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

یو شپون او یو پښتون ملا، ورسره یو څو یاران!|دوکتور لعل پاچا ازمون

له ناچاپ کتابه ما څه ګناه کړې؟ ژوند لوی پنډه را ته پر سر ایښی دی، زه یوازې او سپېره مړي کارونه دومره زیات دي چې...