تاند 【پنجشنبه د مرغومي ـ جدي ۲۷مه】د اقلیمي بدلون ملي کنفرانس د طالبانو د حکومت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په نوښت په کابل کې جوړ شوی،چې په کې د ملګرو ملتونو د استازې ترڅنګ، د ګڼ شمېر هېوادونو استازو هم ونډه اخیستې وه.
د طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست مطیع الله خالص کنفرانس د وینا پرمهال وویل،چې اقلیمي بدلون د افغانانو پر ژوند او اقتصاد ژور اغېز کړې او په خبره یې له همدې امله وچکالي، د موسمي بدلون بې نظمي او د بارانونو کمښت رامنځته شوی، چې له امله یې د سېلابونو زیاتوالي د افغانستان د کرنې او مالدارۍ سکټور ځپلی او د افغانستان ټولنیز او اقتصاد ثبات یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
په ورته مهال د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزی وايي، له روسیې وروسته امریکا او ناټو د کیمیاوي وسلو په کارولو سره د افغانستان چاپیریال او اقلیم ته زیان رسولی او اوس باید په دغه برخه کې له افغانانو سره مرسته وکړي.
د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې چارواکي په دې اند دي، چې د نړۍ پرمختللي هېوادونه د اقلیمي بدلون اصلي عوامل دي او باید دغه هېوادونه له اقلیمي بدلون زیانمنو هېوادونو ته غرامت ورکړي.
طالبان وایي نړۍ باید پر افغانستان لګېدلي بندیزونه لرې کړي؛ ترڅو نړیوال بنسټونه په اسانۍ د افغانستان له چاپیریال ساتنې ادارې سره مرسته وکړي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) مشر روزا اوتنبایوا وايي، نړۍ د اقلیمي بدلون له امله له جدي تودو څپو تېرېږي.
د نوموړې په خبره، دغه تودې څپې او اقلیمي بدلون په افغانستان کې هم په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ته زیانونه اړولي دي.
طالب چارواکي وايي، د اقلیم بدلون موضوع نړیواله ستونزه ده او نړیوال باید دا موضوع سیاسي نه کړي، بلکې له هر ډول توپیر او سیاست پرته، له افغانستان سره چې د اقلیم بدلون له لومړنیو قربانیانو دی، مرسته وکړي.