Homeخبرونهد اوربند پر امتیاز د ټرمپ و بایډن ناندرۍ او د اسرائیلو...

د اوربند پر امتیاز د ټرمپ و بایډن ناندرۍ او د اسرائیلو تازه برید

تاند 【پنجشنبه د مرغومي ـ جدي ۲۷مه】رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی،چې د امریکا اوسنی ولسمشر جو بایډن او منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ دواړه غزه کې د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند د امتیاز ادعا کوي.

جو بایډن ویلي، د اوربند دغه هوکړه د تېر زېږیز کال په مې میاشت کې د نوموړي له لوري د وړاندیز شوي پلان سره سم رامنځته شوې ده.

بایډن په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، دا هوکړه لیک به د امریکا د راتلونکي حکومت له لوري څارل کیږي او په خبره یې، خپلې ډلې ته یې ویلي چې، د راتلونکي حکومت چارواکو ته د هوکړه لیک د چارو پوره جزییات ورکړي.

بل‌خوا بیا ټرمپ هم پر خپله اېکس پاڼه ویلي، چې د تېر کال په ټاکنو کې د نوموړي بریا د اسراییل او حماس ترمنځ دغې هوکړې ته لار هواره کړه.

د ‎حماس غورځنګ له ټولو هغو هېوادونو او ډلو مننه کړې، چې له غزې څخه يې په سختو حالاتو کې ملاتړ کړی دی.

ياد غورځنګ د ‎اوربند په تړاو يوې خبرپاڼه کې، دغه هوکړه د ‎فلسطينيانو د اوږدې مبارزې يوه لاسته راوړنه او د غزې پر خلکو يې د خونړيو بريدونو او جنايتونو د مخنيوي په پار مهمه بللې ده.

بل لورته تازه یاد اژانس پر غزه د اسرائیلو د برید خبر ورکړی دی او ویلې یې دي،چې اسرائیلو تر اوربند وروسته پر غزه بریدونه کړي او ۳۲ تنه یې وژلي دي.

1 COMMENT

  1. ایا انساني ضمیر د دا ومني سي له پنځوسو زرو زیاتو خلکو یوازي شل زره ماشومانو په وژلو د ددغه د بشریت او انسانیت دښمنان خپل ځانونه اتل وګڼي او دغه له انساني وینو ډکه سوله د ومني ؟😔. لعنتي اسرائیلو سوډرانو الهي عذاب له یاده وتلی. د

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...