دوشنبه, فبروري 17, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهملابرادر افغانستان ته د پانګو لېږدونکو لپاره امتیازونه اعلان کړل

ملابرادر افغانستان ته د پانګو لېږدونکو لپاره امتیازونه اعلان کړل

تاند (پنجشنبه، د مرغومي/ جدي ۲۷ مه) د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر، نن د پنجشنبې په کابل کې د “کورنۍ پانګونې لپاره ملي غوښتنې” تر سرلیک لاندې غونډه کې وویل چې هېواد ته د بېرته راستنېدونکو پانګوالو لپاره ځانګړې امتیازات په پام کې نیول شوي دي.

ده وویل چې په هېواد کې د پانګونې لپاره شرایط “په بشپړ ډول” برابر شوي دي او له سوداګرو غواړي چې په بېلابېلو اقتصادي برخو کې پانګونه وکړي.

عبدالغني برادر له کورنیو پانګوالو غوښتنه وکړه چې بهر ته د خپلو پانګو د وړلو پر ځای، خپلې پانګې په افغانستان کې ولګوي.

ده زیاته کړه: «د صنعتکارانو او بېرته راستنېدونکو پانګوالو لپاره د چمتو شوي طرزالعمل له مخې، هغه کسان چې په نوښتګرو صنعتي برخو کې پانګونه وکړي، پر نورو امتیازونو سربېره به د پنځو کلونو لپاره له ټولو مالیو پرته د کارکوونکو له مالیې معاف وي.»

ښاغلي برادر د خپلو خبرو په دوام کې وویل: «د دې پانګوالو د وارداتي ماشینونو او تجهیزاتو محصول به هم له ګمرکي فیس څخه معاف وي. سربېره پر دې، د دې پانګوالو بهرنیو کارکوونکو او انجنیرانو ته به د دوو کلونو ویزه ورکړل شي.»

عبدالغني برادر له ټولو افغان صنعتکارانو او پانګوالو چې په بهر کې دي، وغوښتل چې خپلې پانګې بېرته افغانستان ته راوړي او د هېواد په پرمختګ کې برخه واخلي. هغه ټینګار وکړ چې حکومت «ستاسو د اړتیاوو پراساس د هر ډول همکارۍ لپاره تیار دي.»

د ایراني چارواکو په وینا د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په ایران کې تر ټولو ډېره پانګونه افغانانو کړي چې څو میلیارد ډالرو ته رسیږي.

د نجونو پر زده کړه او کار بندیز او د امربالمعروف عجیب و غریب بندیزونه سبب شوي چې له افغانستان څخه ډېر پانګوال خپلې پانګې نورو هیوادونو ته ولېږدوي.

4 COMMENTS

  1. ښاغلی برادر. دا خو ستا شخصی قضاوت دی چی پانګوالو ته زمېنه برابره ده او امتېازات مو هم ورته منلی دی. ښه خبره ده خو ټوله کېسه په همدی نه خلاصېږی. مثلا” که زه له خپلی کورنۍ سره راشم زما لورګانی چی فعلا” د طبابت برخه کی زده کړی کوی څه وکړی؟ د ښځو تعلېم خو تاسو منع کړی دی.

  2. برادر صاحب جرف شما به گل خیلی عالی فرمودی. کدام ضمانت رسمی وجود دارد که امروز من سرمایه گذاری کنم فاربریکه فعال کنم و سبا افراد مسلح که برای منافع پاکستان کار می کنند فابریکه ام را با اتش نه می کشد یا هم کارگرانم را ترور نه می کند درصورتیکه کارگرم ترور شود باز چه کنم،
    دوم اولاد را از یک کشور که در آن برایشان زمینه تحصیل، صحت و تفریح مساعد است بیارم به یک قبرستان امپراتوری ها، سوم ایا در صورت خساره مند شدن و حریق شدن فاریکه ام دولت حاضر است که با سرمایه گذاران کمک کند؟

  3. اول تور ،شين اوسره ته احترام وکړه او دهغه تر جتر لاندي قانون جور کړه بيا مي په تاسو اعتبار راتلاي شي چي په ګران افغانستان کي پانګه واچوم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

یو شپون او یو پښتون ملا، ورسره یو څو یاران!|دوکتور لعل پاچا ازمون

له ناچاپ کتابه ما څه ګناه کړې؟ ژوند لوی پنډه را ته پر سر ایښی دی، زه یوازې او سپېره مړي کارونه دومره زیات دي چې...