Homeخبرونهروسیې طالبانو ته په م.م کې د افغانستان د څوکۍ سپارلو غوښتنه...

روسیې طالبانو ته په م.م کې د افغانستان د څوکۍ سپارلو غوښتنه کړې

تاند: (۴ شنبه، د ثور ۵ مه) د طالبانو د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له مولوي کبیر سره لیدلي.

سرچینه زیاتوي: ضمیر کابلوف وویل، چې مسکو په ملګرو ملتونو کې د طالبانو استازي ته د څوکۍ د ورسپارلو غوښتونکی دی.

د اعلامیې له مخې نوموړي دا هم زیاته کړه، چې د طالبانو رژیم سره به د روسیې مثبتې اړیکې دوام ولري او روسي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي.

 د طالبانو اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې د روسیې استازي له داعش او نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د دوی هڅې وستایلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو په پراختیا او د همکاریو په دوام ټینکار وکړ.

 ویل شوي، چې مولوي عبدالکبیر د افغانستان په اړه د مسکو له دریځ څخه هرکلی او له مرستو یې مننه کړې.

سیاسي مرستیال له افغانستان سره په سیاسي، فرهنګي او د بنسټونو رغولو په برخه کې د روسیې د مرستو د اړتیا یادونه وکړه او ویې ویل، چې د کابل او مسکو ګډې هڅې کولای شي په سیمه کې د ګواښونو مخه ونیسي.

هیله څرګنده کړه، چې په مسکو- فارمټ کې طالبانو ته د افغانستان په استازیتوب رسمي غړیتوب ورکړل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...