شنبه, مې 4, 2024
Home+له خپلو درنو لیکوالانو او ملي شخصیتونو کاظم صاحب او جهاني صاحب...

له خپلو درنو لیکوالانو او ملي شخصیتونو کاظم صاحب او جهاني صاحب څخه یوه هیله

په دې ورځو کې په رسنیو کې د هېواد د دوو وتلو لیکوالو او ملي شخصیتونو هر یوه محترم عبدالباری جهاني صاحب او محترم محمد کاظم صاحب تر منځ د امیر حبیب الله چې په امیر شهید هم مشهور دی د وژلو په باب بحث روان دی. باید ومنو چې دا ښه کار دی چې حقایق روښانه شي، خو دا ځینې منفي اړخونه لري او غوره طلايي فرصتونه له موږ اخلي او ګټه یې خورا کمه ښکاري.

زموږ نوموتي او په هېواد مین لیکوالان زیات وختونه خپلې لیکنې په ځانګړو شخصیتونو او سیاسي څېرو لکه غازي امان الله خان، اعلیحضرت محمد نادر خان، سردار محمد داود خان او نورو په شخصیتونو نه د هغوی په پالیسیو، نظام جوړولو او د ملي بنسټونو په رامنځته کولو او پوخوالي، راڅرخوي. ښکاره ده ځینې یو او نور بیا بل لوړ شخصیت بولي او دا بحث کله تر خواشینۍ ورسېږي.

روښانه ده چې ملي شخصیتونه حق لري او زموږ په ګټه هم ده چې معرفي یې کړو، خو ښه به دا وي چې د هغوی په بیوګرافي او ژوند لیک کفایت وکړو، که زیات ورباندې تمرکز کوو، نه به کومې هوکړې ته ورسیږو، او بده یې لا دا چې هیڅ درس به ورنه وانخلو. د دې قلم په اند موږ یو ناسم روایت لرو چې د هیواد ټولې ستونزې په مشرانو کې خلاصه کوو. موخه مې دا نه ده چې مشران له مسئولیته خلاص کړم، نه بلکه تاریخ په دوی قضاوت کوي، خو دلته خبره د درس اخیستلو او تجربو ترلاسه کولو ده.

هیله خو داده چې زموږ مشران لیکوالان په هغو خبرو زیات تمرکز وکړي چې اوسني او راتلونکي نسلونه ورنه درس واخلي. که موخه دا وي چې خپل تاریخ بډای کړو، ویره داده چې په شخصیتونو تمرکز دا هدف نه شي ترلاسه کولی، تر ډیرو بحثونو وروسته به ځینې خادم او ځینې نور خاین وبولو او له دې به هیڅ درس وانه خلو.

زیات نړیوال پوهان مني چې علامه ابن خلدون د تاریخ د علم او فلسفې او ټولنپوهنې بنسټګر دی. هغه وايي: تاریخ د ارزښتناکو نظریو او زیاتو ګټو لرونکو مقاصدو هنر دی. نو زموږ تمرکز په هغو مسئلو باید وي چې نظریې او د پخوانیو پالیسیو د مقاصدو په هکله څیړنې کوي. د تاریخ د علم اصلی هدف هم همدا دی چې موږ له تیرو نظریو، پالیسیو، د لاسته  راوړنو او ناکامیو د لاملونو خبر کړي او د اوس او راتلونکي لپاره ورنه زده کړه وکړو. خو که زموږ په سلهاوو پوهان په زرهاوو کتابونه د مشرانو په مقایسه او ښه او بدو معرفي کولو تیر کړي، د تاریخ پورته مرام به ورنه په لاسه را نه شي.

نو له همدې کبله، په کار ده چې موږ د خپلو تیرو ملي شخصیتونو د داخلي او بهرنیو پالیسیو، د هغوی د کادري پالیسیو، نظام جوړولو هنر، د قانون د حاکمیت او په بنا یې د بنسټونو یا نهادونو د رامنځته کیدو او ټینګښت او دوام په باب او دا چې په کومو ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي ستونزو د دوی مخه نیوله او څنګه موږ د یوه ملت په توګه د هغو مدیریت باید کړی وی، نو څیړنیزې لیکنې مو باید په دې تمرکز وکړي.

همدارنګه، د پوهانو، لیکوالانو او ملي مشرانو دنده داده چې له بهره د تپل شوي نریتیف او روایت په وخت تشخصیص وکړي او د هغوی په ځای چې زموږ غلام کول غواړي داسې خپل ملي روایت رامنځته، معرفي او بنسټیز کړو چې زموږ له تمدني او ملي ارزښتونو، مقدساتو، تاریخ او ټولنیزو واقعیتونو څخه سرچینه اخلي او ورسره اړخ لګوي، معرفي او تلپاتې یې کړي.

زما بل عاجزانه وړاندیز خپلو پورته یادو محترمو پوهانو او په عام ډول ټولو افغان لیکوالانو ته دادی راځی هغه عوامل لکه سترې لوبې چې څنګه یې زموږ هیواد د حایل په توګه له ټولو مثبتو ټولنیزو، سیاسي او اقتصادی پرمختګونو لیرې وساته، زموږ خلک د نورې نړۍ په پرتله له سیاسي تجربو، د نظام او ملي پرانیستو بنسټونو له رامنځته کیدوبیخبره او لیرې پاته شول، او نتیجه دا شوه چې زموږ غوره شخصیتونه ونه توانیږي ثبات لرونکی د واک او ځواک لرونکی نظام رامنځته کړي. همدا لامل و چې کله افغانانو ته د سیاست کولو لاره یو څه اواره شوه، زموږ ټول سیاسي خوځښتونه له سترو ناکامیو، غیر علمي، غیر عملی او د هیواد د ګټو په خلاف کړنو اخته شول ځکه هغه چاچې ښه نیت هم درلوده شرایط ورته برابر نه وو.

بل وړاندیز دادی راځئ د افغانستان ملي منافع په مشارکتي توګه د اړوندو کارپوهانو په مرسته معرفي کړو، داسې یو افغان روایت رامنځته کړو چې دین او هیواد پالنه یې دوه مهم محورونه وي. علامه ابن خلدون دین او هیواد پالنه د ملي ثبات محورونه بولي او دا باید زموږ د روایت یا نریتیف محورونه هم وي، دا روایت او ملي ګټې باید په داسې یو علمی چوکاټ کې په متوازن شکل بې له افراط او تفریطه وکاروو.

   محترم لیکوالان تر هر چا ښه پوهېږي چې که وتوانیږو د یوه همداسې افغاني مشترک نریتیف او روایت رامنځته کول به راسره مرسته وکړي ترڅو زموږ خلک په ځان باور ومومي او له مثبتو فکرونو او کړنو سره مرسته وکړي.

په پای کې یو ځل بیا وړاندیز کوم ، چې زموږ لیکوالان او علمي شخصیتونه د اشخاصو په ځای په سیاسي پروسو، سیاسي پالیسیو، د روایتونو په وخت پېژندنه او د خپلو روایاتو مالکیت تر لاسه کولو، د فقر، جهالت او وروسته والي په ریښه ایزو عواملو بحث وکړي تر څو زیات سیاسي، اقتصادي او ټولنیز مشکلات مو حل کړي. بله ګټه به یې داهم وي چې په ځوان کهول کې به د سالم او جوړونکي فرهنګ ودې کولو لاره اواره شي او علمي بحثونو ته به لاره اواره شي.

په خورا درنښت

محمد عارف رسولي

3 COMMENTS

  1. د معزز استاد هیله عالمانه،تخصصی او د پوره پاملرنی وړ بولم.
    که ځینو لیکنو او هم تبصرو ته چي د تاند پر سپین مخ لیکل کیږی وکتل شی ، داسی یوه نسخه لکه چی رسولی صاحب وړاندی کړی ډیره ضروری او مسؤلانه ده ،نو که دا هیله ترسره شی،زموږ د لیکنو او تبصرو مثبت اثرات څو چنده زیاتیږی او مصداق د لاندی روایاتو ګرځو
    چی وایی:
    که د خیر خبره کولی نشی نو خاموشی بهتره ده .
    و جادلهم بالتی هی احسن
    تعاونوا علی البر والتقوی ولا تعاونوا علی الاثم والعدوان
    آداب د لیکلو ، انسانی اخلاق او خوږه خبره او خواږه لیکل هم کمال دی او محضا لله په صورت کی بهترین دعوت ،عبادت ، لار ښوونه او تربیت دی کشرانو ته .

  2. د ښاغلی او محترم داکتر صاحب همت د تبصری سره په بشپړ ډول موافق یم. ډیره پرځای او منطقی تبصره ده. په درناوی

  3. ګران داکتر همته سلام، له کلونو را هيسې څو وارې په افغان جرمن او آریانا افغانستان کې مې ولیکل چه، دوستانو؛ مړو پسې مه ګرځئ، او تورونه هم په مړو مه وهئ، دوی ژوندي نه دي چه ځانونو نه دفاع وکړي! څوک نه اوري او تر ننه ورځ لا هم چالان دي. دا چه ټول د جنګ په سایکوز مرض اخته یو، زه یې منم خو بده يې دا ده چه څوک دغه واقعیت هم نه مني، چاره نشته!ګلونه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب