دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهد هرات زلزله ځپلو ته ۷۳ نوي کورونه جوړ شول

د هرات زلزله ځپلو ته ۷۳ نوي کورونه جوړ شول

تاند: ( ۴ شنبه، د ثور ۵ مه) د هرات لپاره د طالبانو د رژیم چارواکو په زنده جان ولسوالۍ کې زلزله ځپلو ته د ۷۳ نویو جوړ شویو کورونو د سپارلو خبر ورکړی.

د هرات لپاره د طالبانو د والي مرستیال مهاجر فراهي ویلي، چې په زلزله ځپلو سیمو کې د کورونو جوړول دوام لري او ۱۰۰۰ نور کورونه هم جوړېږي.

هغه زیاته کړې، چې د دې کورونو ترڅنګ روغتیايي مرکزونه او ښوونځي هم جوړېږي.

په لوېدیځه حوزه کې د رفاه اسلامي موسسې رییس انجنیر نورالدین حقیار ویلي چې د دغو کورنو سربېره ۷۵ نور کورونه هم جوړوي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې زلزله ځپلو سیمو کې ۸۰ کورونه هم سپارل شوي وو.

دا په داسې حال کې ده، چې د هرات د څو میاشتې وړاندې شدیدې زلزلې زرګونه زیانمن شوي او بې کوره شوي لا هم دوی ته د طالبانو د رژیم له نه پاملرنې شکایت لري او دوی ته یې په بې غورۍ تورنوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب