دوشنبه, مې 6, 2024
Home+ناسا له ۵ میاشتو وروسته له ستوربیړۍ سره تماس ټینګ کړ

ناسا له ۵ میاشتو وروسته له ستوربیړۍ سره تماس ټینګ کړ

تاند(چهارشنبه، د ثور ۵) د ناسا ویجرا (Voyager 1)) ستوربیړۍ چې له ۵ میاشتو راهیسي د تخنیکي ستونزو له کبله کار پرېښي و، اوس بیرته فعاله شوې او د شنبې له ورځې (اپریل ۲۰) څخه یې نورمال فعالیت پیل کړی دي.

د دې ستوربیړۍ د یوه کمپیوټر په چیپونو کې ستونزه پېښه شوې وه.

اوس د ناسا انجینیران هڅه کوي چې دا ستوربیړۍ داسي حالت ته راولي چې مځکې ته معلومات راواستولی شي.

دا ستوربیړۍ او د هغې غبرګونې، چې ویجر۲ (Voyager 1)) نومېږي، له شمسي نطامه دباندې د ستورو ترمنځ څېړنې کوي.

ویجر ۱ په ۱۹۷۷ م کال استول شوې وه او له توغول کېدو ۳۵ کاله وروسته لومړنۍ ستوربیړۍ شوه چې له شمسي نظام څخه ووته او د ستورو ترمنځ فضا ته ورسیده. په ۲۰۱۸ م کال ویجر۲ واستول شوه. ویجر ۲ حاضردمه فعالیت ته دوام ورکوي او له مځکې سره ارتباط لري.

دا د بشر په لاس یوازینۍ دوې ستوربیړۍ یا وسیلې دي چې له شمسي نظام ها خوا ته رسیدلي دي.

د ناسا یا د امریکا د فضايي تحقیقاتو ادارې انجینیرانو نه شوای کولی چې د ویجر۱ د کمپیوټر چیپ له مځکې څخه ترمیم یا بدل کړي خو دوی له مځکې څخه په کوډونو کې لاس وواهه. دا خورا سخته او په عین حال کې ډېر وخت اخیستونکی کار و ځکه چې له مځکې څخه تر ویجر۱ پورې د سیګنالونو استولو ته ۲۲ نیم ساعته وخت پکار و او بیا ۲۲ نیمه ساعته نور پکار و چې د ستوربیړۍ سیګنالونه مځکې ته رارسیدلي وای.

د ناسا انجینیرانو بالاخره د اپریل په شلمه تایید کړه چې د دوی تماس نتیجه ورکړې ده او ساینسپوهان له پنځو میاشتو وروسته په لومړي ځل توانېدلي چې له ویجر ۱ سره اړیکې ټینګې کړي.

1 COMMENT

  1. عصري علوم خو مباح دي ، زده کول یې انسانانو ته خدمت کوي او ګټه یې حتي ملا هبو ته هم رسیږي . د مباح علم له برکته نړۍ نورو کایناتو ته ورسېدله ، اما د چړیانو ملا هبو وایي چې د افغانستان ښځې دې په کور کینې ، هلکان د مندرسو ته لاړ شي او د آخرت غم د وخوري .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب