دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهپه نړۍ کې د الیکتریک موټرو پلور په بې ساري ډول زیات...

په نړۍ کې د الیکتریک موټرو پلور په بې ساري ډول زیات شوی

تاند (چهارشنبه، د ثور ۵ مه) د انرژۍ نړیواله اداره وايي چې په تېر میلادي کال کې په نړۍ کې د الیکتریک موټرو پلور ۲۵ سلنه زیات شوی او اټکل کوي چې سږ کال به په هرو ۵ پلورل کېدونکو موټرو کې یو الیکتریک یا برېښنايي وي.

د دې نړیوالې ادارې د هغه راپور پر اساس، چې د سې شنبې په ورځ / د اپریل ۲۳ یې پر خپله ویبپاڼه خپور کړ، په ۲۰۲۳ م کال کې په نړۍ کې ۱۴ میلیونه الیکتریک موټرونه پلورل شوي او سږ کال به ټولټال ۱۷ میلیونه دا ډول موترونه وپلورل شي.

د روان ۲۰۲۴ په لومړیو درو میاشتو کې هم نژدې ۳ میلیونه او ۴۰۰ زره الیکتریک موټرونه پلورل شوي چې دا د تېر کال د ورته مودې پرتله ۲۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

حاضردمه چین د الیکتریک موټرو تر ټولو ستر بازار دی. د نړۍ د ټولو الیکتریک موټرو په سلو کې ۶۰ یوازې په چین کې دي.

د سږ کال په لومړیو درو میاشتو کې په چین کې یو میلیون او ۹۰۰ زره، په ټوله اروپا کې ۸۰۰ زره، د امریکا په متحدو ایالتونو کې ۴۰۰ زره او نوره نړۍ کې ۳۰۰ زره برقي موټرونه پلورل شوي دي.

په تېرو دوو کلونو کې د الیکتریک موټرو په صنعت کې ۵۰۰ میلیارد ډالره پانګونه شوې او تمه شته چې تر ۲۰۳۰ پورې په نړۍ کې د الیکتریک موټرو شمېر ۴۰ میلیونو ته ورسیږي.

الیکتریک موټرو مرسته وکړه چې تېر کال په نړۍ کې ۱۳۰ میلیون ټنه لږ ګلتوني ګازونه خپاره شي. سږ کال به دا ډول ګازونه ۱۸۰ میلیون ټنه کم وي او په ۲۰۳۰ کې به د الیکتریک موټرو له برکته ۸۴۰ میلیون ټنه لږ ګلتوني ګازونه خپاره شي.

ګلتوني ګازونه نه یوازې دا مرسته کوي چې هوا ککړه نه شي، بلکې چارچ یې د موټرو خاوندانو ته تر تېلو خورا ارزانه تمامیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب