د غونډې ځای: انلاین
وخت: د کابل پر وخت د مازدیګر پینځه نیمې
نېټه: ۱۴۰۲ل کال د غبرګولي ۲۱مه، د جون ۱۱مه
راپور: ځلا نور
وړاندې کوونکې: نرګس سهاک
دې غونډې هم د تېر په څير درې برخې؛ بحث، مشاعره او کره کتنه درلوده. لومړی پر دې بحث وشو چې بهیر څرنګه پراخولی شو. پر خواله رسنیو د پاڼو جوړولو نظر د ځینو خوښ شو، ځینو نورو بیا خپل ملاحظات شریک کړل.
د دې تر څنګ، اغلې نعیمې غني د تېرې غونډې په اړه خبرې وکړې. د راپور ځينو برخو ته يې اشاره وکړه، خوبۍ او ځينې تيروتنې يې په ګوته کړې.
له دې خبرو وروسته بايد کره کتنه شوې وای خو دا چې د شعر خالقه امنه فنا لا د ګروپ له کړکۍ څخه فنا وه نو مشاعره پيل شوه. ملالې کليوالې، شفيقه خپلواک، نعيمه غني، ګلالۍ مومند، فاطمه اعظم او ځولۍ لمن پکې نظمونه، غزلونه او په زړه پورې بيتونه وړاندې کړل. دکلمو د څو شېبو لپاره فضا سندريزه کړه.
کله چې مشاعره ختمه شوه امنه فنا هم د شفيقې خپلواک په هڅو راپيدا شوه. د وياندې له خوا ورته ښه راغلاست وويل شو او د شعر وړاندې کولو ته يې راوبلله. امنې فنا له لنډو خبرو وروسته خپل نظم پيل کړ:
يوه کړکۍ
نن مې هغه لارې ټولې وتړلې
هغه لارې، چې تر تا وې رسېدلې
هغه لارې چې د عشق تر انتها وې رسېدلې
نن مې ښه لویه ډبره په زړه کېښوه
نن مې ستا د عشق کیسه نیمکړې پرېښوه
نن مې ځان پسې آن ور د کوټې کولپ کړ
خو
یوه کړکۍ لا پاتې
ها چې ستا کړکۍ ته مخامخ وتلې
که څه هم سپینه پرده دې مدام کش وي
خو دا اوس چې نمیه شپه ده ماته ښکارې
د پردې تر شا دې سیوری شم لیدلی
چې پر کوچ باندې تر څنګ د کړکۍ ناست یې
او پر میز دې درته شمعې لګولي
د شین چای پیاله دې مخ ته سړه شوې
ماته ښکارې
تا کتاب مخ ته نیولی
له ستړیا او بې خوبۍ دې
سترګې سرې لکه شفق دي
خدای خبر چې څه به لولې
زما سترګو کې دي اوښکې
د کتاب توري سم نه شم لیدلی
زه یم دلته
خو حواس مې ټول له تا سره ملګري
څه تیاره او چوپه شپه ده
یوه پاڼه هم رپ نه کړي
مرغکۍ کراره ځاله کې ویده ده
او پیشو د ونې ډډې ته پرته ده
رڼې سترګې یې ځلېږي
لکه دوه غمي ښکارېږي
ما مې تور ټیکری له ولو راچاپېر دی
او په اوښکو لوند پلو مې
په غاښونو کې ټوک ټوک دی
له کړکې دې سترګې نه شم اړولی
ستا د عطرو خوشبوي راباندې لګي
زړه مې سرو لمبو کې سوزي
ستا د شمعو به هم اوس وروستۍ سلګۍ وي
پر پالنګ به درته ناسته
د خوبونو ناوکۍ وي
زه هم نوره خپلو اوښکو کې ډوبېږم
ستا له شمعو سره یو ځای فنا کېږم
نظم نه و، يوه جادويي کيلي وه چې د ټولو د خيال د دروازو بندې کړکۍ يې پرانيستې. له هر لورې لفظونه لکه د شاتو مچۍ پر دې رنګينو ګلونو ورمات شول. د شعر هره پاڼه، هر اړخ هره خوا د يادولو او ستايلو وه. دا د حمزه بابا د ګوړې چکۍ هم نه وه چې هره خوا يې يو ډول خوږه وي، د دې نظم د هرې ډډې خوند او رنګ متفاوت و. څوک يې پر سېمبولونو او متفاوت ليد وغږيدې، څوک يې پر تشبيهاتو، څوک پر تخنيک، څوک پر انځورونو، چا د يوې ښې کيسې ښيګنې پکې وموندې، څوک يې پر ښځينه احساس، عواطفو، موسيقۍ او الفاظو وغږيدلې، دا کسانې نرګس سهاک، ځلا نور، شريفه شريف، ځولۍ لمن، نعيمه غني، هيله پسرلی، ميمونه کامران، شېبه ګهيځ، ملاله کليواله، فاطمه اعظم، شفيقه خپلواک، سلما بدرۍ وې.
د دوی په زړه پورې کره کتنه د دې راپور په پيڅه کې نه ځايېږي، دا چې په “يوه کړکۍ” نظم کره کتنه څه ډول وه، دې ته لږ انتظار وباسئ، په بله ځانګړې ليکنه کې به يې ولولئ.
د کره کتنې په پای کې امنې فنا له ټولو ځانګړې مننه وکړه. اغلې فنا وویل، د شعر لیکلو پر وخت پر چوکاټ او تخنيک فکر نه کوي، کوښښ یې دا وي چې د خپل زړه خبره صادقانه ولیکي.
د غونډې په پای کې ډاکټرې شريفه شريف د دې غونډې ستاينه وکړه، ويې ويل چې دوی په ډېرو تنقيدي غونډو کې برخه اخيستي ده، داسې غونډې یې کمې ليدلې دي چې يو څوک دې د نقد داسې زغم ولري. آغلې شريف د دې غونډې یوه لويه ښيګڼه د نقد زغمل ياد کړل.
مننه
و پوره راپور ته په انتظار يم.
ستاسو راپورونه په شوق سره لولم او کوشش کوم چي څه نوې خبره ځني زده کم.