پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهطالبانو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تازه راپور رد کړ

طالبانو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تازه راپور رد کړ

تاند:( یکشنبه ، د جوزا ۲۱ مه ) د  طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد  د دوی د رژیم په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تازه راپور رد کړ.

په دغه راپور کې د طالبانو د رژیم په اړه بېلابېل تورونه لګول شوي.

د واک انحصاري کول او قومي کول، د مخالفانو ځپل، له ملا هبت الله سره د سراج الدین حقاني او ملا یعقوب ژور اختلافات او نور موارد د یاد شوي راپور مهم تورونه دي.

د طالبانو ویاند دا راپور یو اړخیز ګڼلی او ویلي، چې پر واقعیتونو ولاړ نه دی.

د طالبانو یو شمېر مخالفانو بیا د دغه راپور هرکلی کړی او ویلي، چې د افغانستان د وضعیت واقعیت یې وړاندې کړی.

له دې سره، دا راپور خاصتاً د طالبانو د قومي چلند د ادعا له مخې توندو غبرګونونو سره مخ شوی او ویل شوي، چې په دغه راپور کې دا ادعا کاملاً ناسم دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...