دوشنبه, نوومبر 25, 2024
Homeخبرونه۴ هندیان په افغانستان کې شته داعشیانو سره د تړاو په تور...

۴ هندیان په افغانستان کې شته داعشیانو سره د تړاو په تور نیول شوي

تاند:( یکشنبه ، د جوزا ۲۱ مه )  هندي رسنیو خبر ورکړی، چې د “ګوجرات” ایالت د ترهګرۍ ضد ډلې (ATS) په افغانستان کې له داعش ترهګرې ډلې سره د یوځای کېدو په تور د یوې ښځې په ګډون څلور هندیان نیولي دي.

ویل کیږي چې په دغو کسانو کې درې تنه د کشمیر د سرینګر او یوه نیول شوې ښځه د ګجرات د سورت اوسیدونکې ده.

هندي سرچینو ادعا کړې چې دغو څلورو کسانو پلان درلود چې د ایران له لارې افغانستان ته ولاړ شي او هلته د داعش ترهګرې ډلې له خراسان څانګې سره یوځای شي.

د هند د پولیسو یوه چارواکي دیپن بهادران ویلي، پر دغو کسانو د نورو تورونو سربېره له یوې منع شوې ډلې سره د همکارۍ او ملاتړ تور هم لګول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې سیمه ییز هېوادونه په افغانستان کې د داعش ډلې د پياوړتیا ادعاوې کوي او اندیښمن دي،چې دوی ته به خطر پېښ کړي.

د طالبانو رژيم دا ادعاوې او اندیښنې بې ځایه ګڼلي دي.

تېره اونۍ، په بدخشان کې داعش ډلې د طالبانو مرستیال والي مولوي نثار احمدي په یوه ځانمرګي برید کې وواژه او د فاتحې پر مراسمو یې هم چاودنه وکړه، چې یو شمېر کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب