جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهد ملا عمر د قبر سړک ورغول شو

د ملا عمر د قبر سړک ورغول شو

تاند:( یکشنبه ، د جوزا ۲۱ مه )  د زابل په سیوري ولسوالۍ کې د طالبانو تحریک د بنسټګر ملا محمد عمر مجاهد د قبر اته کېلو متره سړک له جوړیدو وروسته پرانیستل شو.

د سرې میاشتې ادارې لپاره د طالبانو د رژيم مرستیال ملا نور الدین ترابي وایي یاد شوی سړک، چې ۱۴ پلچکونه لري، د ملا عمر د ملګرو په غوښتنه د امین الله په نوم یوه سوداګر په څلورو میاشتو کې په ۲ سوه زرو امریکایي ډالرو جوړ کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر ځایي سرچینو د ملا عمر د قبر لګښتونو ته د طالب رژیم له لوري د ورځې د ۳ سوه زره افغانیو د ځانګړي کیدو خبر ورکړی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، پر دغو پیسو د ملا قبر کې لنګر جوړیږي او ورتلونکو کسانو ته ډوډۍ پرې ورکول کیږي.

په افغانستان کې د جمهوري نظام پر مهال، د طالبانو د یو شمېر مخالفو څېرو لکه: احمد شاه مسعود، برهان الدین رباني، قسیم فهیم او نورو پر قبرونو هم ډېر لګښتونه کیدل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب