جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهبلاول بوټو: سیاست نه د پوځ لاس لنډول غواړو، خو دا کار...

بلاول بوټو: سیاست نه د پوځ لاس لنډول غواړو، خو دا کار ژر نه شي کیدای

تاند:( یکشنبه ، د جوزا ۲۱ مه ) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري وایي د ده ګوند هم په سیاست کې د پوځ د لاسوهنې مخنیوی غواړي، خو دا کار په یوه شپه کې نه شي کیدای.

نوموړي د قطر الجزیره ټلویزون ته منلې، چې د پوځ له لاسه یې په هېواد کې جمهوریت او ولسواکي تل ځپل شوې، خو زیاتوي چې له ۲۰۱۸ راهیسې پاکستاني سیاستوال کامیاب روان دي.

هغه په ورته مهال، د پوځ خلاف د عمران خان لاریونونو ته په اشارې ویلي، چې د پاکستان پریکړې به پر سړکونو نه، په پارلمان کې کیږي.

 د پاکستان دغه سیاستوال په داسې مهال د خپل پوځ خلاف خبره کړې، چې ډېری نور سیاستوال هم د پاکستان پوځ په دغه هېواد کې د ولسواکۍ اصلي خنډ او د منتخبو حکومتونو د پرله پسې سقوط کولو له امله مستبد بولي.

د پاکستان په تېر لنډ تاریخ کې، د پاکستان پوځ یو ملکي حکومت هم خپلې انتخابي مودې بشپړولو ته نه دی پریښی.

د پاکستان مخکینی صدراعظم عمران خان څه موده مخکې د پوځ خلاف د مبارزې اعلان وکړ او ویې ویل، چې پاکستان له پوځ څخه ازادوي، خو د پوځ خلاف د لاریونونو له پيلولو سره یې پوځ د ګوند مشران بندیان او له هغه څخه لار بېلولو ته اړ ویستل.

1 COMMENT

  1. اوس پاکستان سیاسیون غواړی چې پوځ له چنګال څخه ځانونه وژغوری مګر انګریزانو او امریکا په پوځ کې دومره رخنه کړی چې د پاکستان له ولس او سیاسیونو څخه یی لاره نا درکه کړی ځکه چې پدې ۷۰ کالو کې یې داسې کارونه او فسادونه کړی چې د ټولو پړه په سیاسې مشرانو اچوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب