جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهد ایران له زندانونو ۱۰۰ افغان بندیان خوشې شول

د ایران له زندانونو ۱۰۰ افغان بندیان خوشې شول

تاند:( یکشنبه ، د جوزا ۲۱ مه )  په تهران کې د افغانستان سفارت وایي د هڅو په پایله کې یې د ایران په څلورو ولایتونو کې ١٠٠ تنه افغان بندیان آزاد او نن هېواد ته را انتقال شول.

د افغانستان د بندخونو عمومي طالب رئیس، مولوي محمد یوسف وویل، چې په تهران کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت د هڅو په پایله کې، ۱۰۰ تنه افغان بندیان چې د ایران په څلورو ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تور بندیان و، په تهران کې د افغانستان د سفارت د طالب مرستیال، مفتي محمد علیم نوراني او له ایران څخه افغانستان ته د افغان بندیانو د لېږد د کمېټې د پلاوي په حضور کې د نیمروز د بهرنیو چارو وزارت استازولۍ او د یاد ولایت د بندخونې مدیریت ته وسپارل شول.

  له دې وړاندې هم په تهران کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت په هڅو سلګونه افغان بندیان آزاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

نن د طالبانو کډوالو چارو وزارت، له ایران څخه هېواد ته د شاوخوا دوه زرو کډوالو د بیرته ستنیدو خبر هم ورکړی.

افغان پناه غوښتونکي بیا شکایت لري، چې ایران یې د طالبانو د رژیم په همغږۍ، په زوره له خپلې خاورې وباسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب