شاعر او لیکوال ممکن د پنځونې په وخت کې په دې فکر او تامل ونکړي چې له کومو ادبي دودونو پیروي کوي. ادبي دودونه په پنځونو کې په لاشعوري ډول کارول کېږي یا ممکن پنځګر دومره ورسره عادي شوی وي چې له فکر کولو پرته یې پیروي کوي. ادبي دودونه له یوې زمانې تر بلې توپیر کوي. ادبي دودونه بیا پر ادبي ماهیت او ارزښت اغېز لري. استاد ګلرحمان رحماني وایي« د لوړ کیفیت موضوع له زمان سره تړلې او د وخت په تېرېدو سره د اوچت کیفیت خبره د تامل وړ ده».
له اخلاقي او تصوفي شاعري ور هاخوا نوره شاعري د زمان ټال کمرنګوي. د شعر د تصویرونو، الفاظو او شیانو بدلون یې خوند پیکه کوي. یویشتمه پیړۍ چې د تېرو ټولو په پرتله د ساینس او ټیکنالوژي دور دی د انسانانو په ژوند اغیز کړی او له دې اغیزه د هنرمند او شاعر ژوند هم ندی خلاص. محمود طرزی چې له تبعیده راغی او د مشروطیت غورځنګ غړی شو د نورو غړو په شان یې له معاصرې نړۍ سره د افغانستان سیال کولو ته ملا وتړله. دوی په هره برخه کې له نړۍ سره سیالي غوښته او د دې سیالي لپاره یې د بدلون اړتیا لیده. دی په یو شعر کې وایي:
عصر عصر موتر و ریل است و برق
ګام های اشتري بګذشت و رفت
تلګراف آرد خبر از شرق و غرب
قاصد و نامه بری بګذشت و رفت
شد هوا جولانګاه آدمی
رشک بیبال و پری بګذشت و رفت
وایي ښه شاعري هغه ده چې د خپل دور تصویرونه مجسم کړي. استاد شپون وایي که خوشال اوس ژوندی وای او د دې زمانې وای نو د هغه شعر(په اور دې وسوځي دا تورې قلمونه) په ځای به یې ویل چې په اور دې وسوځي دا کمپیوټرونه او بټنونه. رقیب زموږ د تېر او اوسني ژوند مشترک مفهوم دی. رقیب اوس هم شته پخوا هم و، د رقیب کلمې د کلیشه کېدو له وجې اوس دا مفهوم په نورو بڼو استعمالېږي. خو ریبار هغه ارزښت چې په پخواني ادب کې لاره، اوس یې نلري. پخوا د میین له خپل محبوب سره لیده کاته سخت و. په ګودر، واده او یا بل وخت کې به یې دیدن په غلا کاوه. خو اوس چې د مسیج او ټکنالوژي دور دی نو ځکه د ګودر ارزښت له منځه تللی. له همدې امله ده چې شاعر وایي.
د عاطفې یو دنیا یې مسیج کړې راته
وې که خوشاله غواړې ما، نو ځان خوشاله ساته
په اوسنۍ شاعري کې هغه تناسبات او مواد نشته چې په پخوانۍ دیواني شاعري کې و. د موسی، خضر، منصور، حاتم طایي او نور تلمیحات په ادبي پنځونو کې پخوانۍ ښکلا نلري. په اوسنۍ شاعري کې اوسني احساسات شته، اوسنۍ عاطفه او تصویر لري خو مودا یې له ماضي دي. بشیر باران وایي:
د مېز روک ته یم ساتونه کېږي ډک زړه ولاړ
سمبالومه مې نسخې او کاغذونه عبث
شعر و شاعري په مراتبو تحول کړی. نوي سبکونه ایجاد شوي، زاړه شوي، بېرته را ژوندي شوي. مثلا په فارسي کې د هندي سبک په ایجاد سره شاعرانو کوشش کاوه چې په دې سبک کې شاعري وکړي، خو په شلمه پېړۍ کې بېرته فارسي شاعرانو په شعوري ډول مخه د خراساني او عراقي سبک پر لوري واړوله. دا د سبک بدلون او د نویو احساساتو بیانول د وخت غوښتنه ده. لوستونکي د خپل وخت احساسات غواړي او هغه ادب لټوي چې ځان پکې وویني. د خوشال د شاعري له پاخه کلاسیکتوب سره، سره بیا هم ممکن لوستونکي د خوشال شاعري د خوشال د معشوقې د ښکلا لیدلو او خپلې غریزې د تسکین په خاطر ونه لولي. د حمید د مینې او احساساتو په ځای شاید لوستونکي د ممتاز، همیم یا تسنیم هغه خوښ کړي. استاد محمد صدیق روهي د درایدن له قوله وایي چې «هر شاعر تر یوې اندازې په یو عصر پورې اړه لري». له همدې امله ده چې په تاریخي کره کتنه کې د ادبي پنځونو له مخې د هغه وخت حالات تفسيرېږي. کلتوري کره کتنه هم د همدې معیارونو له مخې عمل کوي او د یوې زمانې د مالومې وضعې له مخې د هغه وخت ادبیات اټکلوي.
رضا براهني وایي چې «ژبه د ونې په څېر ده. ونه ژېړي پاڼې غورځوي او نوې ساتي. همدا شان ژبه زاړه لغاتونه متروک کوي او نوي رواجوي». کلتور هم د ژبې او ونې په شان په ځان کې تغیر راولي. د کلتوري دودونو په بدلون په ادبي دودونو کې بدلون راځي. نو ویلی شو چې د یوې زمانې د لوړ معیار ادب شاید په بله زمانه کې هماغه معیار ونه ساتي.
په نړۍ کې ځينو میلتونو کوشش وکړ چې د ماضي له پاللو راووځي او نوې لارې پیدا کړي. دا کار په ادبیاتو کې هم وشو. په ایران کې د څوارلسمې هجري پېړۍ فارسي شاعرانو هڅه وکړه چې په شاعري کې نوې لاره پیدا کړي او فارسي شاعري ته تحول ورکړي. د دې ډلې سرلاری نیما یوشیج و چې اوس د شاعري دا ډول نیمایي شاعري بولي. نیما په فارسي شاعري کې انقلاب راوست. احمد شاملو، فروغ فرخزاد، نادر نادر پور، سهراب سهپری، مهدی اخوان ثالث او نور د څوارلسمې هجري پېړۍ د فارسي ژبې مشهور شاعران دي. دوی د فارسي شاعري له تېر زرکلن بهیر پیروي ونه کړه او په شاعري کې یې نوې لارې و ایستې. نیما په لومړي سر کې ډېر نقد شو او په شاعري یې سرار نیوکې کېدې خو اوس د فارسي ژبې نوې شاعري د پلار لقب ورکړل شوی. نیما په خپله یوه مقاله کې لیکلي:«زموږ ادبیات باید له هر اړخه بدل شي. یوازې نوې موضوع او یا د یو مضمون په نوي طرز بیانول کافي ندي. نه دا بسنه کوي چې د قافې په واړندې ـ وروسته کولو، د مصرو په اوږدولو او لنډولو سره نوی فورم جوړ کړو. د کار ډول باید بدل شي او شعر ته هغه ځانګړنې ورکړل شي چې د خلکو په شعوري دنیا کې دي».
د یو دود په ماتولو سره بل دود پیدا کېږي او داسې هره زمانه خپل دودونه پیدا کوي. رضا براهني د هغه شاعر لپاره – چې زاړه دودونه پرېږدي او د خلکو په زړونو کې یې ځای په نویو دودونو بدل کړي؛ د تاریخي، جغرافیایي، ټولنیز او د خلکو د غوښتنو پېژندلو څلور رسالتونه ټاکلي دي. دی وایي « د هرې نوې زمانې په شروع کېدو نوي شیان ژبې او شعر ته داخلېږي. شاعران او ادیبان خپل احساسات، اندونه او حالات په نویو شیانو توجیه کوي. خو هغه څه چې مخکې په ژبه او شاعري کې و، هم له څېلمې له منځه نه ځي. په ځانګړي ډول هغه څه چې په طبیعت کې دي په ژبه کې هم پاتې کېږي. د هرې زمانې شاعران او هر نسل د خپل فکر او احساساتو له مخې اسطورې جوړوي». نو بویه چې ادبي پنځګر د خپلې زمانې احساسات، عواطف او حالات درک کړي، ویې پالي او د خپلو لوستونکو غوښتنې پوره کړي.