یکشنبه, مې 19, 2024
Home+په فضا کې د واده بندوبست کېږي

په فضا کې د واده بندوبست کېږي

تاند- لیدلي به مو وي چې زموږ په هیواد کې هم ځینې کسان پر ودونو خورا زیات او احمقانه مصرف کوي. په نوره نړۍ کې هم یو نیم ډیر لوی میلیاردر پیدا کېږي چې غواړي هر څه یې له نورو سره توپیر ولري او په یو نه یو ډول ځان د رسنیو په خبر بدل کړي.

د دغسي کسانو لپاره یو امریکايي شرکت غواړي چې فضا ته د سییلانیانو د بیولو په پروګرام کې په فضا کې د ودونو بندوبست وکړي.

سپېس پرسپیکټیف فضايي شرکت وايي، په فضا کې د واده لپاره د خدماتو د وړاندې کولو هڅه کوي.

دا شرکت په پام کې لري د هغو ډېرو شتمنو جوړو لپاره، چې د عجیب و غریبو کارونو په لټه کې دي، د مځکې په مدار کې د عاشقانه سفر امکان برابر کړي.

د دې شرکت په وینا، تراوسه څو تنو په فضا کې په لومړي وار د واده کولو لپاره نومونه ثبت کړي دي.

ټاکل شوې ده چې نیپتون ستوربیړۍ لومړنۍ جوړه فضا ته واستوي. دا ستوربیړۍ له یوه فضايي بالون او نیپتون کپسوله جوړه ده.

په پام کې ده چې ستوربیړۍ له هایدروجنه ډکه کړای شي او اسمان ته وخېژول شي.

په دې فضايي سفر کې به له هیڅ راز راکټ یا توغندي کار وانخیستل شي.

د دې ستوربیړۍ سرعت به په ساعت کې ۲۰ کیلومتره وي او ټاکل شوې ده چې په ۶ ساعتونو کې منزل ته ورسیږي.

سپېس پراسپکټیف په خپله ویبپاڼه کې لیکلي چې د هر سیټ کرایه به یې یولکو ۲۵ زره ډالره وي خو ګومان کوي چې کرایه تر دې هم لوړه کړي.

1 COMMENT

  1. دی هم په خپله لکه محمد په براق سپور شه اسمان ته وخوت خو فرق یې دادی چې دا ځوان واقعا ختلی خو د محمد اوزګوړی یا بوراق خوشې افسانوي منافقت او دغولو خوراک دی‌!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب