شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهملا هبت الله د ۱۱ ملایانو منصبونه سره بدل کړل

ملا هبت الله د ۱۱ ملایانو منصبونه سره بدل کړل

تاند:( دوشنبه ، د جوزا ۲۲ مه )   د طالبانو د رژيم ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د دوی د مشر ملا هبت الله اخندزاده د حکم پر اساس د ۱۱ ملایانو چارواکو منصبونه سره بدل شوي.

نوموړي ویلي: د پوهنې وزارت د شهادتنامو مخکنی رئیس مولوي صبغت الله وصیل، د همدې وزارت د اداري او مالي مرستيال په توګه، د پکتیکا مخکینی والي مولوي عبدالله مختار، د کورنیو چارو وزارت د تامیناتو معینیت د مرستيال په توګه، د کورنیو چارو وزارت د تامیناتو معینیت مخکینی مرستيال مولوي فیض الله جمال، د پکتیکا د والي په توګه، د خوست مخکینی امنیه قومندان مولوي محبوب شاه ساجد، د خوست د مرستيال والي په توګه، د پکتیکا د لواء مخکینی قومندان حافظ عبدالرشید، د خوست د امنیه قومندان په توګه، د تخار د لواء مخکینی قومندان مولوي خال محمد حقاني، د تخار د والي د مرستیال په توګه، د سمنګانو مخکینی امنیه قومندان قاري حمد الله بدر؛ د پنجشېر د امنیه قومندان په توګه، د تخار مخکینی امنیه قومندان مولوي حبیب الله شاکر؛ د سمنګانو د امنیه قومندان په توګه، د ملي دفاع وزارت د ساختماني او ملکیتونو چارو مخکینی رئیس مولوي نور الدین، د جوزجان د والي د مرستیال په توګه، د جوزجان د والي مخکینی مرستیال مولوي ګل محمد، د ملي دفاع وزارت د ساختماني او ملکیتونو چارو ریاست د رئیس په توګه او د خوست د والي مخکینی مرستیال مولوي محمد انور، د همدې ولایت د پوهنې رئیس په توګه وټاکل شول.

د طالبانو رژیم، چې منتقدان یې« ملاکراسي» بولي، د ملایانو لخوا د واک د انحصار له امله توندو غبرګونو سره مخ دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب