حکمت الله همدرد
دغه رساله په لنډ ډول د انسان په اړه انساني، رواني، فلسفي نظرونه او فکرونه لري وايي: ( د نړۍ انسانان په بېلا بېلو جغرافيو کې ژوند کوي، د ټولنو ټولنيز ارزښتونه يوشان نه دي او د بېلا بېلو والدينو پېدا او ارثي ځانګړنې يې توپير لري. سياسي، اقتصادي او فرهنګي حالت يې سره توپير لري او د پوهې درجه يې برابره نه ده، د انسانانو دنني رغښتونه (جوړشټونه) توپير لري، نو ځکه نه شو کولی چې د انسانانو له داخلي تاثراتو خبر شو. انسانان هغه معلولې هستۍ دي چې د پورته لاملونو پر بنسټ بېلا بېلې خواوې خپلوي او انسان پېژندنه ستونزمنوي. په دغه اثر (انسان څوک دی؟) کې ځينې انساني ستونزو ته اشاره شوې ده او په ځينېو مواردو کې پر حل لار خببرې شوې دي. ټولنيز او فرهنګي اختلافات دي چې د انسانيت لپاره معيارونه يوشان نه دي، په ځينېو ټولنو کې نجلۍ ته سلام اچول غېر انساني عمل دی، خو په ځينېو ټولنو کې همدا عمل ستايل کېږي. پرمختللو هېوادونو کې لوړ موقف لپاره معيار پوهه او علم دی، خو ځينېو وروسته پاتې هېوادونو کې مشري په نورو لاملونو ورکول کېږي، دوی ټول انسانان دي څوک يو عمل ته ښه وايي او څوک بل ته).
انسان او بې عدالتي يې داسې بيان کړې: ( انسانان يو کرنګ او همرنګ پېدا شوي دي د دوی د بدن دنني او بهرني جوړښت کې له عدالت څخه کار اخيستل شوی. که د انسان لاسونه د قد له اندازې اوږده شي، يا يې سترګې له حده غټې شي او يا يې د غړو شمېر زيات و کم شي نو لويه ستونزه به را منځ ته شي او همدا شان د انسان په دنني جوړښت کې هم زيادت او کمخت ستونزې را منځ ته کوي، نو ځکه الله ج فرمايلي دي «في احسن تقويم». همدا رنګه کايناتو هم برابر پېدا شوي دي، که لمر او سپوږمۍ يو بل ته نېژدې يا لرې شي نو نظام به ګدوډ شي، خو ډېر انسانان خپل داخلي او بېروني رغښت ته نه ګوري، د ځان پېژندنې «خودي» له مفهومه نا خبره دي نو ځکه بې عدالتي کوي. بې عدالتي په سلګونه ډولونه لري چې پېژندل يې بينا سترګې او پوهه غواړي. نړۍ کې د هر شي لپاره معيار ټاکل شوی دی، هلته لوړې دندې په يو معيار ورکول کېږي، خو په ځينېو ځايونو کې قومي، نژادي او سمتي مسايل په نظر کې نيول کېږي چې د بې عدالتۍ بنسټ له همدې پېلېږي. په ټوليز ډول چېرته چې بې عدالتي وي، هلته پوهان خفه او نا پوهان خوشحاله وي، ځکه د پوهانو حق ناپوهانو ته ورکول کېږي، نا حق حق ثابتېږي او حق نا حق. که انسان د انسانيت پر ګانه سمبال او ښه انسان وي، نو هېڅکله به د ژوند په چارو کې بې عدالتي ونه کړي، بې عدالتي په سلګونه ډولونه لري چې را منځته کوونکی يې انسان دی).
د انسان او تضاد په اړه وايي: (انسان د ضدينو مجموعه ده او د انسان د ژوند ټول واک د الله ج سره دی، که د ده خوښه وي او که نه وي له متقابلو شيانو سره به وخت تېروي.که په نړۍ کې لومړنی انسان ادم ع نه وای نو بي بي هوا به نه وه، ځکه بي بي هوا د ادم ع له پښتيو څخه پېدا شوې او که بي بي هوا نه وای نو د نړۍ انسانان به نه و. د نړۍ انسانان دې پر دې پوه شي چې ټول ضدين د انسانانو د ګټې لپاره پېدا شوي دياو په دې کې لوی حکمتونه پراته دي.کله چې انسان پر دې پوه شي چې ضدين د ده په ګټه دي نو دغه د خودي (ځان پېژندنې) لويوالی دی. د ژوند او مرګ د فلسفې په بيان کې انجام و اغاز، هست و نيست او بودي و نا بودي ضدين دي، دوی مرګ د انسان هستي، بودي او کاميابي ګڼي چې د مسلمان لپاره رښتيا هم داسې ده).
انسان او فکر يې داسې سپړلی: (انسانه فکر دې پياوړی کړه چې د بدن د نني او بهرني حسونه دې سم کار وکړي، فکري قوت انسان ته ډېره پياوړتيا ورکوي او دغه قوت د نړۍ له ټولو قوتونو بهتر دی.که غواړې چې لوی او نوم وتی انسان په انسانانو کې اوسې نو لوی فکر ولره. د انسان باطن له ظاهر څخه بهتر دی. د انسانانو حساب په ککرو نه بلکې په ککرو کې په مغز کېږي. د انساني سرمايې پېژندنې نوې شوي دي، نور نو سر شمېرنه نه بلکې مغز شمېرنه کېږي. ډېرې انساني مثبتې کړنې له فکر څخه سرچيڼه اخلي، نو ځکه انسان بايد د ځان او ټولنې لپاره په فکر کولو روږدی وي. ذهني ځواک تر ټولو پياوړې انرژي او ځواک دی).
د انسان په هکله وايي: ( په دنيا کې ډېر شيان پېژندل کېږي، خو د څه شي پېژندل چې ستونزمن دي، هغه انسان دی.د ښه انسان پېژندلو لپاره د ده د سيرت په اړه پوهاوی اړين دی، نه صورت.انسان پېژندل ستونزمنه موضوع ده چې دلايل يې زښت دېر دي، خو د انساني دوه ګونو ښکلاوو په نظر کې نيولو سره د انسان جوهر او اصليت چې د داخلي توکو سره اړيکې لري د ارزښت وړ دي).
د ظاهر پر ځای باطن ته متوجې شئ او د مال، دولت، نسب، موقف، جنسيت او ځينېو نورو بې مانا توکو پر ځای مانا لرونکيو شيانو ته ارزښت ورکړئ).
د انساني ځوانۍ په اړه وايي: (ځواني د انسان د هلو ځلو هغه مرحله ده چې مغز يې د کار او د بدن غړي يې د زحمت لپاره اماده وي. په هرې ټولنې کې د پرمختګ لاملان ځوانان دي، له دوی سره بايد نوي او ځوان فکرونه وي. حقيقي ځوان هماغه دی چې د ځوانۍ په مفهوم پوه وي.ځواني د مټو د غټيدو په مانا نه ده، نه د قد لوړوالي ته وايي، بلکې ځواني د فکر ده چې د ځوان او زوړ توپير په همدې فکر کېږي، نو د ظاهري ځواک سره باطني ځواک هم اړين دی).
انساني جوړښتونه په اړه نظر دی: (د نړۍ انسانان دوه ډوله (فزيکي او معنوي) جوړښتونه لري. په فزيکي لحاظ ډېر انسانان د ځانګړي وزن درلودونکي، خو په معنوي لحاظ په تول پوره انسانان کم پېدا کېږي.
چېرته چې پوه ډېره وي هلته معنوياتو ته ارزښت ورکول کېږي او چېرته چې پوه کمه وي هلته بيا د معنوياتو پر ځای نورو شيانو ته!
د انسان جسمي کار د بېروني جوړښت او جسم سره اړيکه لري او فکري کار د پوهې سره. فکري کار له جسمي کار څخه بهتره دی. هر چا ته د انسان په نوم غږ کېږي او د انسان په نوم نومول کېږي، حو د انسانيت او شرافت ځانګړنې په ډېرو کمو کې موندل کېږي. هو! انسانيت څه په دولت نه دی رحمانه – بت که جوړ کړې د سرو زرو انسان نه دی
انسان هغه دی چې په خپل ځان کې د خپل نوم (انسان) معنا پېدا کړي، دی د خېر ښېګڼې لپاره پېدا شوی او دنده يې انسانانو ته مينه ورکول دي).
همدارنګه انسان د انسان جنت او دوزخ دی په اړه وايي: (ټولې انساني ستونزې په تقدير کې ليکل شوې وي، خو دغه ستونزې انسان انسان ته رسوي. هر انسان د بل انسان جنت هم جوړېدای شي او که د انسانيت له دايرې ووځي، نو بيا همدا انسان دانسان دوزخ جوړېږي. ای انسانه ستا د نوم مانا سپېڅلتيا ده، په تا کې بايد ټولې انساني ښيګڼې موجودې وي، ته بايد انسان، حيوان او نبات ته خېر ښيګڼه ورسوې، ته خوشحالي يې، مينه يې، کاميابي يې او … خو تا د خپل نوم مانا په نظر کې ونه نيوله انسانانو ته د ګټې پر ځای زيان رسوې، د خوشحالۍ پر ځای خفګانونه ورکوې، د مينې پر ځای نفرتونه خپروې، څه چې ځان ته خوښوې بل ته يې نه غواړې. انسانه! انسانانو ته جنت شه چې خوشبويي دې حس شي، د شيدو، اوبو او شرابو له ويالو دې ګټه واخيستل شي، مرګ نشت شي او ژوندون دايمي شي).
د انسان وژنې په اړه وايي:(په نړۍ کې په ميلياردونو انسان وژنه انسانانو سرته رسولې ده. که په اسلحو، بم اتوم او نورو شيانو انسان وژنه سرته رسېږي جوړونکی او استعمالونکی يې انسان دی. انسان بايد په ښو اعمالو افتخار وکړي او له بدو اعمالو ځان و ساتي، انسان د ارثي او محيطي عواملو په سبب د بېلا، بېلو خويونو درلودونکی وي، خو ښه انسان هماغه دی چې د ځان او ټولنې په ګټه وي).
د انساني ښوونې او روزنې په هکله داسې نظر لري: (تور، سپين، غر او سمه، جګ او ټيت او د نړۍ انسانان يو رنګ نه دي، نو ځکه پوه او نا پوه برابر نه دي. کله چې د ټولنې د خلکو د پوهې کچه ټيټه وي، نو هلټه بيا مشران ډېر وخت نا پوهان وي. دانسان درجه د پوهې په نظر کې نيولو سره ټاکل کېږي. په نړۍ کې په هغو انسانانو شمار کېږي چې پوهه لري. په انساني اعمالو کې د ښوونې عملي اغېز ته روزنه وايي. ای انسانه! له پېدايښته تر مرګه ښوونه حاصل او عمل پرې وکړه).
انسانه انسان شه! انسان ته وايي: (د انسان پېژندل اسانه نه دي، زه په شپه کې دومره نه وېرېږم لکه د ورځې چې وېرېږم، له دوښمنه دومره وېره نه لرم، ځومره چې يې له دوسته لرم، له حيواناتو دومره نه وېرېږم، څومره چې يې له انسانه وېرېږم. په نړۍ کې انسانانو ته زيان رسوونه د انسان په واسطه ده. د يوې احصايې له مخې په نړۍ کې هر کال د انسانانو په واسطه ۳۷۵۰۰۰ انسانان وژل کېږي، انسانه انسان شه! چې ټولنه اسناني شي او خلک پکې خوشحاله ژوند وکړي. انسانه د خېر رسولو سمبول شه، د مينې دنيا شه، د ژوند پيأ شه، د غمونو انجام شه، جنت شه خوشحالي شه او ښه انسان شه)!
د اسان ارزښت ټاکنې په باب داسې وايي: (د نړۍ ډېر انسانان د ځان او کورنۍ په اړه فکر کوي، خو ځينې انسانان نړيواله مفکوره لري او د ځان په پرتله جهان ته برتري ورکوي. هو! ډېر تفاوت شته په انسان کې د مانا په لحاظ واړه لګيا دي ځينې ځان ځينې جهان جوړوي. د انسان قدر او عزت د هغه د فکر او عمل په نظر کې نيولو سره وکړئ).
انسانانو ته په وصيت کې داسې وايي:(د ژوند او مرګ په فلسفه کې ډېر ژوند ته خوشحاله او مرګ ته خفه کېږي، خو د دې فلسفې پلويان په دې فکر دي چې د انسان مرګ يې انتها او انجام نه دی، بلکې اغاز دی. که يو انسان جنت ته لاړ شي، نو حقيقي ژوند هلته پيلېږي، خو که يو انسان ژوندی او هره لحظه پر منکراتو اخته وي، نو د ده لپاره له ژونده مرګ بهتر دی. د پيدايښت له لومړۍ ورځ راسره مرګ پيدا شو، خو د تقدير په فلسفه کې لا ژوندی يم، خو که چېرې رانه روح لاړ شي ورته خوشحاله يم، ځکه چې مرګ هغه انجام دی چې د دايمي ژوند اغاز ترې پيلېږي).
د انساني ژوند جوړونې په هکله يې اند: (انسان بايد ژوند جوړ کړي نه ژوند تېر کړي. ژوند جوړول او ژوند تېرول سره توپير لري، ژوند په هرشي تېرېږي، خو ژوند جوړول د انسان کار دی. د انسان پيدايښت، مرګ، ژوند او نورې چارې له ټولو شيانو سره توپير لري او هغه انسان پرمختګ کوي چې فکر جوړ کړي، د فکر جوړول د ژوند جوړول دي. انسان هغه دی چې ژوند جوړ او د عقبا په فکر کې وي).
د انساني ژوند هدف داسې بيانوي: (ښوونه د ژوند تېرولو وسيله او روزنه يې هدف دی. د قران حکيمانه نظام د انسانانو لپاره د مور رحم ښوونيز تهداب ګڼلی دی. د ښو مور او پلا ر څخه ښه او له بد مور و پلار څخه بد اولادونه پيدا کېږي، خو کله، کله په استثنات موجود وي. دا دنيا او پکې ټول شيان وسيله او روبنا ده. موږ بايد خپل اصلي هدف چې زيربنا (عقبا) ده په پام کې ونيسوو).
د انساني تحول په باب يې اند داسې دی: ( د نړۍ هر څه په تحول کې دي او بدلېږي. انسان هم کوچنی وي، لويېږي، خو د انسان لوييدل، تغير او تحول بايد د نړۍ له ډېرو شيانو توپير ولري).
د انسان پېژندنه ستونزمنه ګڼي وايي: (د انسان پېژندل له ذات سره اړيکه لري او د يو کس له ذاته معلومات بيدا کول اسان کار نه دی).
د انسان ظاهر بينۍ په هکله هم خبرې لري وايي: (د انسان ظاهر نه بلکې باطن اړين دی ځکه تولې ظاهري چارې له باطن سره تړلي دي. د چا په قد، قوارې، او خبرو بايد پريکړه ونه کړو او د ظاهر پر ځای باطن ته ارزښت ورکړو).
انساني ځان پېژندنه اړينه بولي او وايي:(په سترګو لرې شيان ګورو خو خپلې نيمګړتياوې نه! لرې ديد مو سم او نږدې مو ناسم دی. د نورو عيپونه شمېرو، خو خپل عيبونه نه وينو. د نورو کوچنۍ تېروتنه راته لکه غر، خو خپلې ډېرې غټې تېروتنې هم نه وينوو. د حديث شريف ژباړه ده چې: چا چې ځان وپېژانده، په حقيقت کې يې الله تعالی وپېژانده او د الله ج پېژندل د دواړو کونو کاميابي ده).
د انساني فکر په اړه داسې وايي: (ټولې خبرې د مثبت او منفي فکر زېږنده وي. فکر د انسان د عمر اندازه ټاکي. په نړۍ کې انساني سرمایه په ککرو کې په کاميابو فکرونو کې حسابېږي نه په هر ډول سر. فکر د انسان د شخصيت ښکارندوی دی. يو عالم وايي ستاسې فکر چې هر څه وي تاسو هماغه ياست. امکان نه لري چې څوک له خپل فکر څخه لوی يا کوچنی شي.سالم او ښه فکر د انسان حال او اينده ټاکي، نو فکرونه مو سم او لوړ کړېئ ترڅو ښه او لوړ انسانان شئ).
د انساني محيط په باب يې اند داسې دی: (د انسان کړه وړه له محيط سره نېغه اړيکه لري او انسان هغه هستي ده چې د بېلا بېلو لاملونو پر اساس مثبت او منفي خوی خبلوي. پر انسان سربېره په حيواناتو، ژويو، بوتو او جماداتو هم محيط خپل تاثيرات لري، ځکه د شنو ځايونو ملخان شنه او د سپېرو دښتو ملخان سپېره وي. د ښه محيط سرځان جوړول ښه کار دی، خو له خراب محيط سره تطابق د انسان په زيان تمامېږي).
د انسان او نېشنلېزم يې داسې څېړلی دی: (قومي، سمتي، نژادي او مذهبي توپيرونه د انسانيت معيار نشي کېدلی، د شخصيت په لحاظ علم او د فوقيت په لحاظ تقوا مهمه ده. مشران مو بايد د وړتيا په نظر کې نيولو سره و ټاکو نه د خپلوئ او نورو معيارونو پر بنسټ. بهتر انسان هغه دی چې دعقبا په فکر کې وي، ځان او ټولنې ته خدمتونه وکړي. د خپل او پردي توپير دې د خدمت له مخې وي، نه د نېشنلېزم له مخې،و چېرې چې نشنلېستي مفکوره عامه وي، عدالت نه وي او په ټوليز ډول ډېر خلک خفه وي).
د انسان د ظلم پر باب وايي: ( ظلم په سلګونه ډولونه لري چې ډېری يې انسان تر سره کوي، د يو چا د اولاد وژل که ظلم دی، ته حق نه ورکول هم ظلم دی. که په ټولنه کې عدالت او برابري نه وي دا هم ظلم دی).
انساني شخصيت وژنه داسې سپړي: ( ځينې انسانان د نورو انسانانو شخصيټ وژنه کوي چې دا يو ډول رواني رنځ دی چې سادېزم نومېږي. دوی هېڅ بل څوک نشي زغملی او د بل په درد کې خپله بې دردي ګوري او ډېر ځله ورسره د انتقام اخيستلو روحيه پېدا کېږي. شخصیت وژنه ارادي عمل دی او په قصدي ډول سرته رسېږي، کله په ارثي ډول له کورنۍ حخه اولاد ته پاتې کېږي او کله د محيطي عواملو پر اساس را منخ ته کېږي. که چېرې د الله ج د اومرو برابر ژوند تېرولو شپې ورځې تېرې کړو، نو هېحکله به د نورو شخصيت ته زيان و نه رسوو).
د اقبال، انسان او خودۍ په باب داسې وايي: ( ځينېو پوهانو په خپلو افکارو کې انساني پطغامونه درلودل. د دوی فکر محدود نه و او نه يې فکر او نظر د يوې خاصې ټولنې نمايندګي کوي. د علامه اقبال په ځينېو شعرونو کې نړيوال پېغامونه پراته دي، نو ځکه نن په نړيواله کچه پېژندل شوی شخصيت دی. علامه وايي: د خودي اصل په لا اله الله ولاړ دی، کله چې د انسان په زړه کې د دې کليمې عظمت او لوی والی پيدا شي،و نو ځان پژندنې ته متوجې او د خودي په مفهوم پوهېږي. خودي هغه نوراني رڼا ده چې په انسان کې وي خو پالل کېږي او تربيه کېږي. کله چې انساني خودي سمه و پالل شي نو بيا د ده تولې اعضاوې سم کارونه کوي. انسان بايد په خپل خان کې د ځان مانا پيدا کړي، د انسان نه هدف هغه انسان دی چې انساني ځانګړنې ولري. د نړۍ ټول انسانان د انسان په نوم يادېږي، خو ډېرو کمو سره د انسان د نوم معنوي اړيکه جوړېږي. د اقبال له ويناوو څخه څرګندېږي چې د انسان باطن ته ارزښت ورکوي او انسانيت پاره لوړ معيار لري.
ای انسانه! پېژندنه و اصلاح له ځانه پيل کړه، چې نړۍ او ويې پېژنې.
د مولانا او انسان موضوع يې داسې بيان کړې: (نړيوال ليکوال مولانا هغه شاعر دی چې د ده په شعرونو کې د نړۍ انسانانو ته لارښوونې شته. په وينا کې نېشنلستي مفکوره نشته او د ويناوو پيغام يې نړيوالو ته و. د ده مثنوي معنوي په دوه زهم کال کې په نړۍ کې ډېر خرڅ کتاب و چې دليل يې د فکر پراخوالی و. مولانا وايي هر انسان اول ځل د والدينو او دويم هم پيدا لري. اول پيدا کېدل يې له والدينو جسمي دي او دويم ځل پيدا کېدل يې د تقوا او تفکر له امله دي.
له غزالي او انسان څخه يې هم يادونه کړې چې وايي: (د غزالي په ټول اثار کې د انسانانو لپاره مهمې خبرې شته. په ډېرو اثارو کې د قران او احاديثو په رڼا کې انساني لار ښوونې شته. انسانانو ته لار ښوونه کوي تر څو اصلاح له ځان څخه پيل کړي. نوموړی وايي د انسان روح با ارزښته دی، ښه روح ښه مشري او بد روح بده مشري کوي. زړه يې له پاچاه سره تشبيه کړی او عقل او فکر يې د هغه لومړی او دويم وزيران نومولي. زړه بايد فعال او نورو غړو ته لازمې او سمې لار ښوونې وکړي تر څو هغوی سمې کړنې تر سره کړي.
د محيط او انسان تر منځ اړيکه يې داسې څېړلې: (چې محيط انساني نه شي نو ښه انسانان هم نه شي پيدا کېدلي، ځکه ښه محيط ښه او خراب محيط د انسانان را منځ ته کوي، خو محيط همدا انسانان انساني کوي او د ژوند لپاره يې مساعدوي. هغه ټولنې چې ښه ژوند نه لري دليل يې نا بوه انسانان دي، ځکه يې محيط انساني نه دی. د محيط د انساني کېدو لپاره پوهې ته اړتيا ده. انسانه ځان ته دې پاملرنه وکړه او په ښو اعمالو کې له نورو سره سيالي وکړه. دا چې نن خرابه ټولنه لرو دليل يې ناپوهي ده، نو په علم او کمال کې له نورو سره ځان سيال کړه او ټولنه دې جوړه کړه.
انساني پوهه يې داسې سبړلې: (د علم سره عمل ضرور او عمل د عالم شخصيت لوړو مرتبو ته رسوي. هر پوه انسان ته لوستی ويلی شو، خو هر لوستي انسان ته بوه انسان نه شو ويلای. موږ لوستي وګړي دېز لرو، خو پوهان کم او د لوستو او پوهانو ترمنځ توازن هم کم دی.
د انساني ازادۍ په اړه وايي: (ازادي يوازې د خلاصون په مانا نه ده. ازادي د فکر په کار ده. څوک چې د ازادۍ په مفهوم نه پوهېږي په اسارت کې ورته ژوند بهتر دی. د فکر ازادي په بوهې ساتل کېږي، ازادي اخيستل کېږي په زورو خو ساتل کېږي په فکر.
انساني تناسب ته يې هم اشاره کړې چې وايي: (د انسان هر څه په توازن او اعتدال پيدا شوي، حښن تعالی فرمايلي: «في احسن تقويم» انسان په اعتدال پيدا شوی. څنګه چې د انسانانو په داخلي او خارجي رغښتونو کې له تناسب څخه کار اخيستل شوی، دغه شان د نړۍ په نورو کارونو کې هم برابري پکار ده).
د انساني مشرۍ په باب وايي: (مشري بايد د فکر او پوهې په نظر کې نيولو سره وي، نه د عمر په لحاظ. بايد د پوهې او علم مشرانو ته مشران وویل شي. د عمر، څوکۍ، نسب، نژادي او قومي مشرتوب څخه د علم او پوهې مشرتوب غوره دی، په نړۍ کې د اصلي مشرۍ معيار ټاکنه له پوهې سره اړيکه لري).
ويښ انسان يې داسې ياد کړی: (د روښآنه راتلونکي لپاره ويښتيا مهمه ده. فکرمند انسان چې حومره ويښ وي، په هماغه اندازه پرمختګ کوي. ويښتيا د سترګو غړول او د ساه اخيستل نه دي، بلکې له هغه خوبه پاڅېدل دي چې د فکر او ذهن ويښوالی پکې وي. کله چې فکر ويښ شي جسم ښه کارونه کوي.
د دې اثر وروستی عنوان د انسان د عزت په باب دی چې وایي: (خوشبخت انسان په ښو انسانانو، ښې ټولنې او کم طالع انسان په خرابو انسانانو او خرابې ټولنې کې به ژوند کوي. انسان، زمان او ټولنه هغه درې اړخيز توکي دي، چې يو له بل سره اړيکې لري. ښه انسانان ټولنه انساني کوي. د فکر و پوهې پر ګاڼه سمبال انسانانو کې د پوهانو عزت زيات وي، خو په وروسته پاتې ټولنو کې معيارونه بدل وي. ښه وخت، پرمختللې ټولنه او د علم پر ګاڼه سمبال انسانان د ښو او پوهو انسانانو په معيار ټاکنه کې نه سهوه کېږي.