شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهکابل کې ۳ لرغونې سیمې موندل شوي

کابل کې ۳ لرغونې سیمې موندل شوي

تاند:( دوشنبه ، د جوزا ۲۲ مه )  د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغون پېژندنې مشر ذبيح الله سادات وايي، چې د لرغونپوهانو د کيندنو په ترڅ کې د کابل ولايت په جبار کې درې لرغوني اثار موندل شوي دي.

 سادات وایي: “دا سیمې له لومړۍ څخه تر پنځمې پېړۍ پورې تړاو لري او د کوشان د دورې اړوند دي.”

  د لرغونپوهنې رييس زیاتوي، چې په دې سيمه کې يوه استوپي، لوښي، تاريخي برجونه او دېوالونه ليدل شوي، چې د لرغونپوهانو په خبره، د ځمکې منځ کې یوه ښار سره تړاو لري.

باختراژانس د غبرګولي دمياشتې په ٢١ نيټه خبر ورکړ چې دغه لرغوني اثار د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې ثبتيږي .

طالبانو چې د باميانو د بودا د مجسمو د ويجاړولو ريکارډ لري، اوس يې تاريخي اثار او لرغوني ځايونه د افغانستان د معنوي خزانې په توګه اعلان کړي او ويلي يې دي چې ساتنه به يې کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، تازه له خپل مخ پټي مشر سره د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیسانو د لیدنې خبر ورکړی او ویلي، چې ملا هبت الله په دې لیدنه کې د تاریخي اثارو پر ساتنې ټینګار کړی.

1 COMMENT

  1. السلام علیکم . دوی له راتګ سره سم هلمند کی یوه ډیره پخوانی تاریخی کلا او د هغی اړوند خاورو لاندی شوی آثار ټول په بلډوزرونو واړول او مدرسه یی ورباندی جوړه کړه، مدرسه هم نشوه ځکه چی له کلیو څخه لری او تقریباً بیدیا غوندی ځای دی هسی د یوی تاریخی دوری او تاریخی اثر د ورکولو لپاره یی دا کار وکړ ، کابل کی باسواد خلیک ډیری دی د دی خلکو له شرمه تاریخی اثار نابودولای نشی کنه ولاکه صرفه وکړی او بل داچی دا یی هسی یو تبلیغ ده ملایان مکر، درووغو او فریب کی شیطان لاندی کړی دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب