شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهشېخ دلاور:د مجددي زوی زموږ د رژیم ملاتړ وکړ

شېخ دلاور:د مجددي زوی زموږ د رژیم ملاتړ وکړ

تاند:( دوشنبه ، د جوزا ۲۲ مه )   د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور وایي، چې د حضرت صبغت الله مجددي مشر زوی حضرت نجیب الله مجددي ورسره لیدلي او د دوی د رژیم ملاتړ یې کړی.

هغه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي:« په دې کتنه کې نجيب الله مجددي د طالبانو د تېرو دوو کلونو د پرمختګونو او لاسته راوړنو لکه د تېر حکومت د سیاسیونو راستنېدل، د اداري فساد له منځه وړل، سرتاسري امنیت، او د پانګونې پر فرصتونو باندې خوښي وښوده او له طالبانو سره یې د هېواد د پرمختګ لپاره خپل ملاتړ او همکاري اعلان کړه.»

سرچینه زیاتوي، نوموړي دغه راز خپلې ستونزې هم له شیخ شهاب الدین دلاور سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.

ورته مهال د کانونو او پټرولیم وزارت طالب سرپرست هم په خپلو خبرو کې د افغانانو ترمنځ پر لا زیات اتحاد او یووالي ټینګار وکړ او ورسره یې د ستونزو په هواري کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

2 COMMENTS

  1. احمقه کور مغزه ملا ! هغه حضرت به خد ستاسې ستاینه کوي او هغه ځکه چې تاسو د عربو څخه دراوړل شوي دین په په پښو تړلي خره یاست او د حضرت دلارې دپاکولو د ښاروالی مامورین یاست !

  2. د اسنادو او د زیوریخ تلویزین د فلم نیولو غړي شاهدان د ۱۹۸۵ کال چه لا ژوندي دي، پر بڼسټ صبغت الله و رباني و ګولب دین لمړي ناموس او وطن پلورونکي دي، پر دغو اعتماد مطلق خرتوب دی!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب