جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبکره کتنهد ﺗﻮﺗکۍ ﻟﻪ وزرو/ پوهندوی آصف بهاند 

د ﺗﻮﺗکۍ ﻟﻪ وزرو/ پوهندوی آصف بهاند 

                                                              25/08/2014

(د ﻧﻮزادي د ﺷﻌﺮ ﭘﻪ ﺑڼ کې)

لومړۍ برخه

څه ﻛﻢ څلور ﻟﺴﻴﺰې ﺷﻮې ﭼﯥ زﻣﻮږ ټوﻟﻨﻪ او ﺧﻠﻚ د ﺟګړې ښاﻣﺎر، د ﻧﺎﭘﻮهۍ ښاﻣﺎر، د ﺑﯥ اﻋﺘﺒﺎرۍ ښاﻣﺎر، د ځانځانۍ ښاﻣﺎر او څه ﻧﻮرو ﺧﻄﺮﻧﺎﻛﻮ ښاﻣﺎراﻧﻮ ﭼﻴﭽﻠﻲ دي او ﻟﻪ «دﻛﻦ» نه څه ﭼﯥ، ﻟﻪ ټوﻟﯥ دﻧﻴﺎ ﻧﻪ ﭘﺎړوګان ورﺗﻪ راﻏﻠﻲ دي، ﺧﻮ ﭘﺮ دې ښاﻣﺎر ﭼﻴﭽﻠﯥ ټوﻟﻨﻪ او ﺧﻠﻜﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﻳﯥ دم او ﻣﻨﺘﺮ ﺗﺎﺛﻴﺮ ﻧﻪ دى ﻛړى. ﻫﺮ څوك ﭼﯥ ﻫﺮ ﭼﻴﺮې دي زﻳړ زبیښلي، ﻏﻤﺠﻦ دي او ﻟﻮرى ورﻧﻪ ورك دى. ﻟﻪ ﻫﺴﺘﻮﻧﻜﻮ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻮ ﻧﻪ ﺧﭙﻞ ﻳﺎر، دﻟﺪار او ﺣﺘﻰ دار ﻫﻢ ورك دى.ﺧﭙﻞ ﻟښکرﻳﯥ، د ﻟﻐﺎﺗﻮ لښکرﻳﯥ ﻫﻢ ورﻧﻪ ﻣﺮوردى او ﻟﻜﻪ داﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺧﻠﻚ د ﺧﺰاﻧﻮ دﭘﺎﺳﻪ وږي، ﺗږي ﭘﺮاﺗﻪ دي، ﺧﭙﻞ لښکر ﻳﯥ، د ﺧﭙﻠﻮ ﻟﻐﺎﺗﻮ د ﺧﺰاﻧﯥ ﻳﻮ ﺗﻮرى ﻳﯥ ﻣﺮﺳﺘﯥ ﺗﻪ ﻧﻪ راځي ﭼﯥ د ﺧﭙﻞ ﺣﺰﻳﻦ اوﻏﻤﺠﻦ زړه ﭘﻴﻐﺎم ﭘﻪ ﻛﯥ وﻧﻐﺎړي اوﭼﻴﺮﺗﻪ ﻳﯥ دﻛﻮم اورﻳﺪوﻧﻜﻲ دﻏﻮږاوﻳﺎ دﻛﻮم ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ دﺳﺘﺮګوﻧﺬراﻧﻪ ﻛړي .ﻧﻮزادى ﻫﻢ دﻓﺮﻫﻨګ ﭘﻪ ﻫﻤﺪې زﻳړزﺑیښلي ﺑڼ ﻛﯥ ﺧﺰان ځپلی وﻻړ و، دﭘﻴﺮﻣﺤﻤﺪ ﻛﺎروان دﻋﺎ ﺧﺪاى ﻗﺒﻮﻟﻪ ﻛړه ﭼﯥ وﻳﻠﻲ ﻳﯥ و:

                                                   «راﺷﻪ درﺣﻤﺖ ﺑﺎراﻧﻪ ښار اﺧﻴﺴﺘﻰ اور دی … »

ﻧﺎ څاﭘﻪ درﺣﻤﺖ ﺑﺎران وورﻳﺪ اوﭘﻪ ﻫﻤﺪې اړ ودوړﻛﯥ ﭼﻴﺮې دﻛﻮﻣﯥ ﺗﻮﺗکۍ ﻟﻪ  وزرو ﻧﻪ درﺣﻤﺖ اوﺑﻪ دﻧﻮزادي ﺳﺘﻮﻧﻲ ﺗﻪ وروڅڅیدې،ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ ﻋﺎﻃﻔﻲ ﺳﺘﻮﻧﻰ ﻳﯥ ﻟﻮﻧﺪﺷﻮ،ﺗﺎﻧﺪ ﺷﻮ،دﺷﻌﺮﻏﻮټۍ ﭘﻪ ﻛﯥ ﻏﻮټه ﺷﻮې اودادى اوس دﻏﻪ ﻏﻮټۍ ﻏﻮړﻳﺪﻟﯥ دي  اوﺳﺘﺎﺳﻮ ﭘﻪ ﻣﺦ ﻛﯥ ﭘﺮﺗﯥ دي.

ﻛﻠﻪ ﻣﯥ ﭼﯥ دﻧﻮزادي دﺷﻌﺮوﻧﻮدا ټولګه(بریتور آشنا)، (نوزاديیې بریتور آشنا بولي اوزه یې د توتکۍ له وزرو بولم) وﻟﻮﺳﺘﻠﻪ،ﺗﺮټوﻟﻮ ډیر ﻣﯥ«دﺗﻮﺗکۍ له وزرو» نومیﺷﻌﺮﺧﻮښ ﺷﻮ، ﻧﻮځکه ﻣﯥ دﺧﭙﻠﯥ مقالېﺳﺮﻟﻴﻚ ﻫﻢ ﻟﻪ ﻫﻤﺪې ﻧﺎﻣﻪ ﻧﻪ ﭘﻪ اﺳﺘﻔﺎدې ﺳﺮهوټاکه .

ﻧﻮزادي ﺻﺎﺣﺐ دﺗﻮﺗکۍ ﻟﻪ وزروﻧﻪ د اوﺑﻮ دڅکلو ﻛﻴﺴﻪ د «بریتور آشنا» ﭘﻪ ﻣﻘﺪﻣﻪ ﻛﯥ راوړېده، زه ﻳﯥ دﺑﻴﺎ وﻳﻠﻮ اړﺗﻴﺎ ﻧﻪ وﻳﻨﻢ، دا ﭼﯥ ﻟﻪ ﻋﻠﻤﻲ ﭘﻠﻮه به دﺗﻮتکۍ ﻟﻪ وزروﻧﻪ داوﺑﻮ څکلﭘﻪ زدﻛړه اوﭘﻮﻫﻪ ﻛﯥ ﻣﻮﺛﺮه وي اوﻛﻪ ﻧﻪ، زه ﻓﻜﺮﻛﻮم ﭼﯥ دا ﻣﻬﻤﻪ ﻧﻪ ده، ﻣﻬﻤﻪ دا ده ﭼﯥدداﺳﯥ دود ﻳﺎ ﻋﻘﻴﺪې ﭘﻴﺮوي،دزده ﻛړې اوﭘﻮﻫﯥ ﭘﻪ ﻟﻮر ﻳﻮﻣﺜﺒﺖ ﺣﺮﻛﺖ اوﻧﻴﻚ ﻓﺎلدى .

د دې ﺷﻌﺮي ټولګې ﻟﻪ ﻟﻮﺳﺘﻠﻮ وروﺳﺘﻪ زه دې ﭘﺎﻳﻠﯥ ﺗﻪ ورﺳﻴﺪم ﭼﯥ د ﺗﻮتکۍ ﻟﻪوزرو ﻧﻪ دﺷﺎﻋﺮ ﭘﻪ ﺳﺘﻮﻧﻲ ﻛﯥ ﻟﻪ څڅول ﺷﻮو اوﺑﻮ ﻧﻪ درﺣﻤﺖ ﺑﺎران ﺟﻮړ ﺷﻮى دى،دﻧﻮزادي ﭘﻪ ذﻫﻦ ﻛﯥ  ﻳﯥ دﺷﻌﺮ آﻟﻬﻪ ﺑﻴﺎ ﭘﻪ ګډا سر ﻛړې  ده او دﻫﻐﯥ د ګډا او ﺳﻨﺪرو ﭘﺎﻳﻠﻪ دﺷﻌﺮوﻧﻮ دﻏﻪ ټولګه(بریتور آشنا)ده ﭼﯥ ﺳﺘﺎﺳﻮﭘﻪ ﻻس ﻛﯥ ده.

د ﺷﻌﺮوﻧﻮ ﭘﻪ دې ټولګه ﻛﯥ داﺳﯥ ﺷﻌﺮوﻧﻪ راوړل ﺷﻮي دي ﭼﯥ زﻣﺎ ﺷﻌﺮي ذوق ﻳﯥﻳﻮ څه را ﺧړوب ﻛړ، ﻧﻮ ﻟﻮﻣړى ﺑﻪ ﻳﯥ دﺷﻌﺮ د انځوروﻧﻮ دګډا ﭘﻪ داﻳﺮه ﻛﯥ، دﺷﻌﺮ د ﻳﻮڅو انځوروﻧﻮ ﭘﻪ ښکلا ﺑﺎﻧﺪې ﺳﺘﺮګې ﺧﻮږې ﻛړو، ﺑﻴﺎ ﺑﻪ ﺧﭙﻞ ﺑﺤﺚ ﭘﺴﯥ وغځوم :

دﺗﺨﻴﻞ ﻣﻼ، دژﺑﯥ ﻣﺎﺗﻴﺪل، دﭘﻴﻐﻮرﻣﺎر، دﻟﻴﻮﻧﺘﻮب ﺑﺎران، ﻣﺎﺗﻪ ژﺑﻪ، ﭘﻪ دارﭘﺴﯥدﻣﻨﺼﻮر ژړل، د ﺷﻮﻧډو ﭘﺘﺎﺳﻪ، ﭘﻪ ﺑڼو ﺑﻨﺪه اوښکه، د ﺗﻮﺑﯥ ﻛﺮل، د ګرﻳﻮان ﻛﻮر ﺗﻪ دﺗڼۍ وروړل او …

ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ «دﺗﻮتکۍ وزر» ﻧﻮﻣﻰ ﺷﻌﺮﭼﯥ ﺗﺎﺳﻮ وﻟﻮﻟﺊ،ﻫﻠﺘﻪ ﻟﻴﺪل ﻛﻴږي ﭼﯥ ﺷﺎﻋﺮ دﻣﺎﺷﻮﻣﺘﻮب ﺧﻮږې اوﭘﺎﻛﯥ دﻧﻴﺎ ګۍ ﺗﻪ ځي او دﻫﻐﻪ وﺧﺖ اوﻫﻐﻪ ځای د ﺧﺎﻃﺮاﺗﻮ ﭘﻪﻳﺎدوﻟﻮﺳﺮه دﺧﭙﻞ اوﺳﻨﻲ ژوﻧﺪ ﺗﭙﻞ ﺷﻮي دردوﻧﻪ اوﻏﻤﻮﻧﻪ ټکوروي. وګورئ:

«ﻣـــــﺎﺷـــﻮﻣــﺘـــﻮب څـــه ﺑــﺎﭼﺎﻫﻲ وه

ﻣــــﻮږ ﺑــﻪ ﺗـــــﻞ ﻟــــﻮﺑــــﯥ ﻛــﻮﻟـــــﯥ

ﻛــﺎﺷــــــــﻜﯥ آ د خــــټـو ﻛــــــﻮر واى

ﭼــﻰ ﺗــــﻴــﺮاﻧـــــﻮ ﻛــــﯥ ﻳــــﯥ ځـاﻟــﯥ

ﺗـــــــــﻮﺗـــــﻜــــﻴـــﻮ ﺟـــــــﻮړوﻟـــــــﯥ

ﻛـــﺎﺷـــﻜــﻰ ﺧـــﻮرﻣـــﯥ راﺳــــﺮه واى

ﺗــــﻮتــکــۍ ﺑـــــــﻪ ﻣــــــﻮ ﻧـــــﻴـــﻮﻟـﯥ

ﻟـــــﻪ وزرﻧـــــــﻪ ﻳــــﯥ ﭘـــــﺮ ﻟــــﭙــــﻪ

اوﺑــــــﻪ ﻣــــــﺎﺗـــــــﻪ راﻛـــــﻮﻟـــــــﯥ

ﭼـﻰ ﻣﯥ ﺧــﻼص ذﻫﻦ ښاﻳﺴـــﺘــﻪ ﺷـﻲ

ﺳﺒـــــﻘـــﻮﻧـــــﻪ ﭼــﯥ ﻣــﯥ زده ﺷــــﻲ

******

ﭼــــﯥ ﻣـــﯥ ﺑــﻴــﺎ ﺧـــﻮر ﺗﻪ وواﻳــــﻢ

ﭼــــﯥ را ګــیــره ﺗــﻮتــکــۍ ﻛـــــړي

ﭘـــــﺮ وزر ﻳـــــﯥ اوﺑــــﻪ را ﻛـــــړي

ﺑــﻴــﺎ ﻳــﯥ ﻣَـﭻ ﭘــــﺮ ﻛـــﻜـــﺮۍ ﻛـړي

ګــوﻧــﺪى دا ځــل را ﻟﻪ ﺧـﻼص ﻛړي

د زړګــــي ﺑﻨــــﺪ ﺑﻨـــــﺪ رګــــــــــوﻧﻪ

ګـــوﻧﺪې دا ﺑـــــﻪ را ټــــکور ﻛـــړي

ﭘــــﺮې ﻧــﺎﺳــﻮر ﻧــﺎﺳـﻮر زﺧــﻤﻮﻧه»

ځینې ﺷﺎﻋﺮان  ﻛﻠﻪ  ﭼﯥ دﺟګړې دﻏﻤﻴﺰې ﺑﻴﻼﺑﻴﻞ اړﺧﻮﻧﻪ اﻧځوروي، ﻧﻮ ﻫﻠﺘﻪ ﻟﻴﺪلﻛﻴږي ﭼﯥ ګودروﻧﻪ وچ وي، دﻛﻼ د دروازو ﭘﻪ ﻣﺦ ﻛﯥ ازﻏﻲ ﺷﻨﻪ ﺷﻮي وي، دزاڼووزروﻧﻪ ﺳﻮي وي او…

ﺧﻮ د ﻧﻮزادي ﭘﻪ ﺷﻌﺮﻛﯥ ﺑﻴﺎ دﻫﻤﺪې ﻧﺎﻫﻴﻠﻴﻮ د اﻧځوروﻟﻮ ﺗﺮ څنګ، وچ ﺳﺘﻮﻧﻲﻟﻤﺪﻳږي، ﺳﺎ ورﻛﻮل ﻛﻴږي او د ﭘﻮﻫﯥ دزده ﻛړې اوﺷﻌﺮاﻟﻬﺎم ورﻧﻪ اﺧﺴﺘﻞ ﻛﻴږي .دﻣﺎﺷﻮﻣﺘﻮب ﻳﺎدوﻧﻪ اوﺧﺎﻃﺮې ﺑﻴﺎ دده ﭘﻪ ﺷﺎﻋﺮ ذﻫﻦ ﻛﯥ، ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ وﻟﻮﻟﯥ را ﭘﺎروي،ﺷﺎﻋﺮﻫﻢ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ځانګړي اﻧﺪاز ﻛﯥ دﻣﺎﺷﻮﻣﺘﻮب ﻟﻪ ﺧﻮږو ﺧﺎﻃﺮ واو دژوﻧﺪ ﻟﻪ ﻧﻮروﺗﺠﺮﺑﻮ اﺳﺘﻔﺎده ﻛﻮي او د اوﺳﻨﻴﻮ دردوﻧﻮ او رﻧځوﻧﻮﻟﻪ ﭘﺎره ﻣﺮﻫﻢ ورﻧﻪ ﺟﻮړوي .

ﭘﻪ اوﺳﻨﻲ ﭘښتوﺷﻌﺮ ﻛﯥ ځینو ﺷﺎﻋﺮاﻧﻮ آزاد ﺷﻌﺮ ﺗﻪ ﻣﺨﻪ ﻛړې ده او دﻗﺎﻓﻴﯥ ﻟﻪ داﻳﺮېاوﻛړۍ ﻧﻪ ﺑﻬﺮدﺧﭙﻞ ذﻫﻦ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻧﻮي سکښتوﻧﻪ ﻏﻮاړي. ﻧﻮزادي ﻫﻢ ډﻳﺮ ځلې ﻫﻤﺪاﻛﺎرﻛړى دى،ﺧﻮﻏﺰل ﻳﯥ ﻫﻢ ﻧﻪ دى ﭘﺮې ایښی،اﺣﺘﺮام ورﺗﻪ ﻟﺮي اوﺳﻼم ورﺗﻪ ﻛﻮي :

آ د ﺷــــﻌﺮ ﻓﺮﺷــــﺘﻪ ﻣــــﯥ ﻛــــړئ ﺧﺒــــﺮه ﭘــــﻪ ﺣــــﺎل

روﻳﺒــــﺎره وروړه ورﺗــــﻪ، زﻣــــﺎ ﺳــــﻼم ﻏــــﺰل ﺗــــﻪ

ځـــﻮلۍ ﺑـــﻪ وﻧــﻴـــﺴﻤﻪ، ﺣــﻤـــﺰه ﺑــﺎﺑـــﺎ زﻳـــﺎرت ﺗـــﻪ

ﭼـﯥ دﻣﺎﺷـــﻮم ﻏــﻮﻧــﺪې ﺑــﻴــﺎ، واﺧــﻠﻤــﻪ ګام ﻏﺰل ﺗـﻪ

دﻏﻪ راز د «ﺷﻮر» ﺗﺮﺳﺮﻟﻴﻚ ﻻﻧﺪې ﻏﺰل دمنځپانګې ﻟﻪ ﻧﻈﺮه د ﭘﺎم وړ ﻏﺰل دى.ﻣﺎښام اوﺳﺒﺎوون ﺳﺮه څنګ ﭘﻪ څنګ دروي، ﺧﻮ ﭘﻪ دواړو ﻛﯥ ﺑﻴﺎ ﺳﺒﺎوون اﻧﺘﺨﺎﺑﻮي:

                     ﺷﻮر

ﭘــــــــــﻪ اﻳــــــــــﺮو ﻧــــــــــﻪ ﺳــــــــــﻮزم زه اور ﻟټــــــــــﻮم

ځـــــــﻢ د ﺳـــــــﻜﻮن ﻟـــــــــﻪ ﻛـــــــﻮره ﺷـــــــﻮر ﻟټــــــــــﻮم

دﻣـــﺎښـــــــــــﺎﻣــﻮ اﺳـــــــــــﺘﺎزى ﻣـــــــــــﻪ راﻟﻴـــــــــــږ ئ

دﺳــــــــــــﺒﺎوون ﭘﺮﻧﻴﻠــــــــــــﯥ ﺳــــــــــــﭙﻮر ﻟټـــــــــــــﻮم

دﻣـــــــــړه ﺳـــــــــﺎﺣـــﻞ ﻟـــــــــﻪ ﻗﺒﺮﺳـــــــــﺘﺎﻧﻪ وځـــــــــﻢ

ﭘــــــــﻪ ﺗــــﻮﭘــــــــﺎﻧﯥ څــــپــو ﻛــــــــﯥ ﻛــــــــﻮر ﻟټــــــــﻮم

زﺧــﻤــــــﯥ ﻳــــــﺎدوﻧـــﻮ زړه زﺧـــﻤــــــﻰ زﺧﻤــــــﻰ ﻛــــــړ

اوس ﺑـــــــﻪ ﻛـــــــﻮم زﺧـــــــﻢ ﺗـــــــﻪ ټکـــــــﻮر ﻟټـــــــــــﻮم

دزاړه ﻳـــــــــﺎر زﻳـــــــــﻦ ﻛـــــــــړي آس ﭘـــــــــﻪ ﺗﻤـــــــــﻪ

د ﺟﺎﻧــــــــــﺎن ﭘــــــــــﻞ د ﺟﺎﻧــــــــــﺎن ﻟــــــــــﻮر ﻟټــــــــــﻮم

ﭼــــــﯥ ﻣــــــﯥ ﭘــــــﻪ درد دﺳــــــــﻮي زړه ﭘــــــﻮﻫــﻴــــږي

ﻓـــــــــﺮاق ﺳـــــــــیــځــلی ﻟﻜـــــــــﻪ ﺳـــــــــﻜﻮر ﻟټـــــــــﻮم

زﻧــځــــیــر دﻋـــﻘــــــﻞ دې ﺟﻨــــــﻮن ﻣــــــﺎت ﻧــــــﻪ ﻛــــــړ

ﻧـــــــﻮزادي ﺳـــــــﺘﺎ ﭘـــــښوﺗـــــﻪ ﺑـــــــﻪ ﻧـــــــﻮر ﻟــټـــــــﻮم

                                                     د لومړۍ برخې پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب