تاند- د افغانستان تکړه انځورګرحمدالله ارباب وايي، له کله چې په ښه و بد پوی شوی له رنګونو سره یې مینه پیدا شوې. له ښاغلي ارباب سره تاند مرکه کړې. دلته د ده د ځوابونو ترڅنګ د څو انځورونو بېلګې هم وړاندې کېږي.
انځورګري مو څنګه پیل کړه؟
د انځورګرۍ سره مې ډیره مینه ده، له کله چې په ښه بد پوی شوی یم نو بس دا یو ارمان مې و چې رنګونه وي او د خلکو مخونه جوړوم او خلکو ته یې ډالۍ کوم. په کوزه پښتونخوا کې د کډوال ژوند و، پلار مې ویل چې هلکه (ډانګټر) شه، د کلي نه به یې راپسې پیښور ته کسټې رالیږلې چې بچیه ډانګتر شه خو زما مینه له انځورګرۍ سره وه. ډانګټري خو څه چې تر دوولسمه مې ایله څه په ټیلو ټیلو ځان ورساوه، چې پلار مې پوی شو چې معامله ګډه وډه ده نو د خپل ماما شمس الهدا شمس له کوره یې، چې په پيښور کې و، کونړ ته یوړم، هلته نو واده شو او د کلي ژوند، خو له انځور سره زما مینه ختمه نه شوه. په کونړ کې به رنګونه او د انځور سامان نه و نو مجمسمو ته مې مخه کړه، د طالبانو وخت و، زمونږ یو خپل په څوکۍ ولسوالۍ کې شکایت کړی و چې دلته د یوه ملا لمسی دی بوتان جوړوي، خو خیر د کور د فشار او له دې وېرې مې تبر ته لاس کړ او هغه ټول بوتان مې مات کړل! انځورونه مې هم څیرې کړل. وخت تیریدو او په ۲۰۰۲ کال کې مې په کابل کې وظیفه شرو کړه. بیا مې هم یو نیم وخت انځورونه جوړول. د ښار ستړې او د مسافرۍ ژوند و نو ډیر وخت مې نه ورکاوه، خو په زړه کې ورسره مینه هماغه شان تازه وه.
د خپلو انځورونو نندارتون مو جوړ کړی؟ که وي د خلکو هرکلی څنګه و؟
په ۲۰۰۶ کال مې وظیفه جلال اباد ته رابدله شوه او دلته مې نو ورته سمه ملا وتړله، په ډیره کمه موده کې مې په لسګونو انځورونه وایستل او د «ځوانان په عمل کې ټولنې» له لوري مې د اول ځل لپاره په جلال اباد کې انځورویز نندارتون جوړ کړ چې خپل دادا مې ورته هم را دعوت کړ. ده چې د خلکو داد (ستاینې) ولیدو نو ایله یې زړه لږ ارام شو چې ځه یو څه خو يې زده کړي دي.
بیا می نو د ځوانان په عمل کې ټولنې له لارې بلا شی نندارتونونه راجوړ کړل چې ډیری تمرکز مې د سولې په ارزښتونو، کلتور ساتنه، او د زغم کلتور ته وده ورکول و.
په انځورګرۍ کې د چا تقلید کوئ او یا له چا سره مو زده کړه کړې ده؟
په دا دومره موده کې مې ډیر کوشش وکړ چې د کوم چا نه څه زده کړم خو هر چیري چې لاړم تش تجارت روان و، کوم نوي څه يې راته را زده نه کړل، نو ما فیصله وکړه چې د نټ نه به يې زده کوم او په نوي شکل به خپل کار ته دوام ورکوم. ورو ورو زما د انځورګرۍ خبره خوریدله، بس د ملګرو په انځورونو مې پیل وکړ، هر چا ته یو انځور وړیا! بیا مې د افغانستان د تاریخ ریښتینې څیرې چې له بیټ نیکه راواخله تر باز محمد عابده راورسوله او لا روانه ده. په سلهاوو انځورونه مې جوړ او د افغانستان مختلفو سیمو ته د ډالۍ په توګه د ملګرو له لارې ولیږل.
خبره فیس بوک ته ورسیدله او په فیسبوک کې مې (دا څوک دی؟) تر نامه لاندې د لر و بر پښتنو انځورونه شریکول شروع کړل څو لرو بر ځوانان خپل اتلان وپیژني، دا سلسله لا روانه ده او که خدای کول نو ډیر ژر به (دا څوک دي؟) یو انځوریز کتاب چاپوم چې لرو بر پښتنو ته به یې لیږم.
انځورګري مو وار د واره له روغني- آبي که پنسل څخه شروع کړه؟
زما مخې ته چې څه هم راځي کار تری اخلم، ریالیزم، نیمه ابسټریکټ او پوره ابسټریکټ انځورونه د پنسل نه نیولې، سکاره، د اوبو رنګونه، غوړ رنګونه جوړوم او کله نا کله میکس میډیا هم کاروم.
د خپلو انځورونو نندارتون مو جوړ کړی؟ که وي د خلکو هرکلی څنګه و؟
په دغه تیره موده کې یو ځل په کابل کې د فیروز کوه له لوري د افغانستان د لسو تکړه انځورګرانو په لسټ کې شامل شوم او د جایزې فاینل راونډ ته هم ورداخل شوم خو د کلتور د وزیر دې کور اباد وي یو ګوډ شانته معاون یې لرلو د تعصب له مخې یې زما انځور سرچپه مطالعه کړی و او زما حق یې بل افغان ته ورکړ، خپه په دې نه وم چې زه اول نه شوم بلکې په دې مې ترې ګیله راغله چې زما یو داسی انځور چې د روان حالت یو تریخ حقیقت مې پکې راټول کړی و هغه یې د نندارتون په ورځ سرچپه لګولی و.
د نندارتونو په سلسله کې یو ځل د بل ملګري قیس نوابي سره، چې د ننګرار د سرخرود دی، د کابل په ملي ګالرۍ کې د افغانستان تر ټولو لوی انځوریز نندارتون راجوړ کړ چې تقریبا ۴۰۰ انځورونه مې پکې نندارې ته وړاندی کړل خو له بده مرغه د پروګرام په پیل کې یې زما د خبرو په وخت کې برق راباندې قطع کړ او بیا چې کله نندارتون خلاص شو نو یوه اوونۍ وروسته یې زما ټول انځورنه په ګودام کې لکه د مرداې ساتلي وو او د نیم نه زیاتو چوکاټونه یې مات کړي و او ځینی یې پټ کړل او ځینی د یو او بل په نوم پلاني خان اوپلاني خان ته ډالۍ کړل. دا خبرې په دې نه کوم چې خدای مه کړه نفرت ته لمن وهل غواړم بلکې هغه حقایق دي چې زما د هنر مخه یې نیوله. زما هنر بیا هم د افغانستان د هر وګړي د پاره دی او وي به.
زما انځورونه د هیواده بهر په نړیوال�� نندارتونو کې هم نندارې ته وړل شوي دي.
تراوسه پوري مو څومره انځورونه ایستلي دي؟
که خدای مې نه غلطوي نو تقریبا ۱۲ سوه انځورونه به مې تر اوسه پورې جوړ کړي وي چې د نیم نه زیات مې خلکو ته ورکړي دي او باقي يې راسره په کور کې پراته دي چې اکثره د موږکانو خوراک شول. دا خبره په دی خاطر کوم چې د تیرو څو کلونو راهیسي زه په دې کوشش کې یم چې په ننګرهار کې د ښکلو هنرونو یو انسټیټیوټ پرانیزم خو لا یې سُر نه دی نیولی، زما بنیادي هدف دا دی چې د ننګرهار د پیر روښان بابا په پوهنتون کې د ښکلو هنرونو یو ډیپارټمنټ ته لاره برابره کړم، له دولت نه ګیله ځکه نه کوم چې دولت د خلکو ژوند خوندي نه کړو ښکلي هنرونه څه په توپه ولي. حال دا چې د ننګرهار پوهنتون د وطن دویم لوی تاریخي پوهنتون دی، په کابل، هرات او مزار کې شته خو دلته نشته ځکه چې مونږ خو د دوی په اصطلاح بې فرهنګه ټرورسټان یو! خو چې د رایو وار یې راشي نو بیا د یوه ګل درې ته هم ځي!
د خلکو له خبرګونه خوشاله یاست؟
زه چې نن خپل انځورونه او د خلکو غبرګون د هغې په اړه وینم نو خوشاله شم ځکه ماته ښه یاد شي چې څو کاله دمخه ما د اوبو په رنګونو یوانځور کښلی و چې یو ملګري راته ویل چې اربابه ښه شی دی خو دغه چې درنه پې اوښتی دی! ولی نن ډیر ملګري د نټ له لارې د نړۍ انځورونه ګوري او بیا زما په انځورونو نقد کوي، زه خوښ یم پښتنو ته چا خدمت نه دی کړی که نه دا خلک بلا خلک دي نړۍ به درته ګلزار کړي.
په داسي حال کې چې عکاسي خورا زیات پرمختګ کړی او داسي کمرې جوړې شوي چې ډېر زیات دقیق عکسونه اخلي، د انځورګرۍ اینده درته څنګه ښکاري؟
د کمرو په اړه به دومره ووایم چې کمره خپل ځای لري، هغه څه چې په کم��ه کې کیږي هغه په لاس نه کیږي او هغه څه چې په لاس کیږي هغه په کمره، لنډ مثال به یې دا درکړم که یو څوک وغواړي چې په کمره داسي یو عکس واخلي چې صیب یو نفر پکې راشي او دغه شاوخوا نور مخلوق پکې نه وي نو ممکنه نه ده ځکه چې کمره څه چې ویني هغه به رااخلي، خو که انځورګر د یو منظر په اړه هر څه وغواړي تبدیلي پکې په هر لحاظ راوستلی شي، بله ډیره مهمه خبره دا ده چې کمره احساس نه لري، ټک ټوک کوي او بس، ولی انځورګر چې انځور جوړوي نو د هغه احساسات ورسره شریک وي نو ځکه یې ارزښت ډیر دی. زه خو چې پښتون ولس ته ګورم نو ډیر امیدواره یم چې له خیره سره زما لور پلوسه او زما زوی سیلاب به د دې خاورې تکړه انځورګران وي او د خپل ولس خدمت به کوي.
ښاغلي ارباب وعده کړې چې خپل نور انځورونه به د هنر مینه والو ته د تاند له لارې وړاندې کوي.
سلامونه اونیکې هیلې
ارباب صیب ددې ترڅنګه چې یو ښه انځوګردي، یو دنیکو او ښه اخلاقو څښتن انسان هم دی.
بری اوسرلوړي یې غواړم
واقعا چې ارباب صیب یو تکړه، په وطن مین او ښکلی انځورګر دی. د ژوند په ټولو چارو کې ورته بریا غواړم. او له تاسې مننه کووم چې دغه شان شخصیتونه لمانځئ. مننه
Dear Arbab,
Mazar has Governor like Atta Noor & Herat Had (in poses) Governor like Ismail Khan they work for people of Mazar & Herat But In Nangrahar we have Governors in pass 13 year,like Haji Qadir,Din mohammad,Gul agha Just they used their time with Gams like Dogs Fights,( Maraz Bazi & Tangtakoor of Hamayoun Angar) the Nangrahar Gavernor Sham in Post 13 yrs for Pakhtoon,
We need Governor like Atta noor & Ismail Khan for work not Like Qadir Family & Gul Agha for Sham of Afghanistan & Pakhtoon,
Mr. Arbab,
How can some one see all of your collections.
دیر بااستعداد ه سری یی خدای دی کامیابه لره
very good
Mr. Arbab,
How can some one see your collections?