Homeخبرونهزرداري:د طالبانو له واکمنیدو سره، پاکستان کې بریدونه زیات شوي

زرداري:د طالبانو له واکمنیدو سره، پاکستان کې بریدونه زیات شوي

تاند:( دوشنبه ، د جوزا ۲۲ مه )  د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري له الجزیرې سره په مرکه کې په خپل هیواد کې امنیتي ګواښونو ته په اشارې سره ادعا وکړه چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره، دغه بریدونه زیات شوي.

له دې مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله ادعا کړې وه چې د تحریک طالبان پاکستان څه باندې پنځه زره وسله وال په افغانستان کې پټ دي او په افغانستان کې هر ډول اسانتیاوې لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او نورو چارواکو تل د پاکستان دغه تورونه رد کړي او ټینګار یې کړی، چې د دوی له واک لاندې افغانستان څخه هیڅ هېواد ته کوم خطر نه دی پېښ شوی.

  د طالبانو له بیا واکمنیدو سره د پاکستان او طالبانو اړیکې په بېساري ډول ناندریزې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....