شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد ماشومانو د کار پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ؛ تورخم کې...

د ماشومانو د کار پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ؛ تورخم کې یو کارګر ماشوم مړشوی

تاند:( دوشنبه ، د جوزا ۲۲ مه )   د ماشومانو د کار پر وړاندې د مبارزې له نړیوالې ورځې سره هم مهاله، په تورخم ښارګوټي کې یو کارګر ماشوم موټر وهلی او مړ شوی.

ځایي سرچینو تاند وېب پاڼې ته وویل، چې یاد شوی ماشوم شاوخوا ۱۰ کلن او د ننګرهار د سپین غر ولسوالۍ اوسیدونکی و.

ویل شوي، چې نوموړي ماشوم په تورخم ښارګوټي کې ګنډې کولې.

د طالبانو ځایي چارواکو دا پېښه تایید کړې ده.

په تورخم ښارګوټي کې وخت په وخت د کارګرو ماشومانو د ورته مړینې خبرونه ورکول کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د ماشومانو د کار پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت، د کارګرو ماشومانو ښودل شوې شمېرې غیر واقعي بللي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت یوه مقام شرف الدین شرف ویلي، چې په کابل کې له درېیو تر پینځو زرو او په څو لویو ولایتونو کې تر پینځو سوو پورې د کارګرو ماشومانو موجودیت تاییدولای شي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرزول شوي جمهوري نظام د اقتصادي وضعیت له ښه والي سره- سره په هېواد کې د شاوخوا درې نیم میلیونه کارګرو ماشومانو موجودیت تایید کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب