شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپه کانونو کې د ماشومانو پر کار کولو بندیز ولګول شو

په کانونو کې د ماشومانو پر کار کولو بندیز ولګول شو

تاند:( دوشنبه ، د جوزا ۲۲ مه )  د افغانستان د کانونو وزارت لپاره د طالبانو واکمنانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې له دې وروسته به ماشومانو ته په کانونو کې د کار کولو اجازه ورنه کړي.

  د کانونو وزیر شهاب الدین دلاور ټینګار کړی، چې که ماشومان په کانونو کې د کار کولو ښکار شي، د کانونو د استخراج مخه به ونیول شي او سرغړونکي به مجازات شي.

د افغانستان په کانونو کې دا مهال د ماشومانو د کار د شمېر په اړه کره شمېرې نشته، خو د «Save the Children» نړیوالې موسسې یوه تازه سروې ښيي چې شاوخوا نیمايي افغان کورنۍ له خپلو ماشومانو سره کار کوي.

د افغانستان د کارګرانو د ملي اتحادیې مشر “محمد معروف قادري” څه موده مخکې وویل، چې د شمېرو له مخې په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا شپږ میلیونه افغان ماشومان په کار بوخت وو.

هغه زياته کړه، چې بېوزلي مخ په ډېرېدو ده، په ورته وخت کې له کار څخه د ماشومانو بېرته راستنېدل د حل لاره نه ده او تر څنګ يې نړيوال ملاتړ هم کمزورى دى، نو د داسې پرېکړې عملي کول ناشوني دي.

معروف وویل، د افغانستان په پخواني حکومت کې د څه باندې دولسو کلونو لپاره یو پلان ترتیب او تصویب شو چې له مخې یې باید په لسو کلونو کې پر ماشومانو د کار بندیز لرې شي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت تازه ادعا کړې، چې په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو شمېر کم دی.

د وزارت یوه مقام ویلي، چې په کابل ښار کې له درې زرو تر پینځو زرو ماشومان پر کارونو بوخت دي او په څو نورو لویو ښارونو کې تر پينځو- پينځو سوو یې شمېر رسیږي.

3 COMMENTS

  1. دا منافقین اوس غواړي چې ځانونه ښکاره کړي او په کوچنيانو رحم ښکاروي خو په حقیقت کې به له ښونځی نه مدرسه وي او دچړي هلک له کونې به دروازه
    جوړه وي ! دا فاسدین‌ټول هومو سیکسول دي له نجونو څخه نفرت لري اود تعلیم در وازې یې ورته تړلې دي!

  2. بیانو هغوی ته دمکتب زمینه برابره کړی او فامیل ته یی نفقه ورکړی تر څو خلک پوه شی چی تاسی په ریښتیا مسلمانان یاست ـ

  3. یاره جمال افغان هم زما لیکنې ړنګ وي ځکه چې حقیقت نشې درک کولی ! تاسو په خره لار روان په زور مسلمان شوي یاست ! ستاسو ډار له مرکه وروسته هغه یوازې ډار دی خونه حقیقت نه ! اسلام د بادارې نخشه ده چې هیڅ واقعت نلري ! دازما نظر دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب