جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهافغانستان بانک: نړیوالو کمپنیو سره د بانکنوټونو د نوي چاپ تړونونه شوي

افغانستان بانک: نړیوالو کمپنیو سره د بانکنوټونو د نوي چاپ تړونونه شوي

تاند:( ۳ شنبه ، د جوزا ۲۳ مه )  د افغانستان بانک لپاره د طالبانو د رژيم واکمن ملا هدایت الله بدري وایي، له معتبرو نړیوالو کمپنیو سره د بانکنوټونو د چاپ نوي تړونونه لاسلیک شوي چې په لوړ کیفیت به افغانۍ چاپ کړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا د سرپرست مولوي عبدالکبیر دفتر وایي، چې هغه دا خبرې نن له نوموړي سره د لیدنې پر مهال کړي دي.

د نوموړي له قوله ویل شوي:« د افغانستان بانک ګومارنې او کړنې له نړیوالو معیارونو سره سمې روانې دي چې له همدې امله د افغانستان بانک په ښه وضعیت کې دی.»

ملا بدري زیاته کړه، د شخصي بانکونو چارې هم په ښه لوري روانې دي او د خلکو باور پرې زیات شوی دی.

د طالبانو د ریاست الوزراء سرپرست او سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د افغانستان بانک د واکمنانو هڅې ستایلي او ویلي، چې د افغانۍ  دارزښت ساتلو برخه مو کاري لومړیتوب وګرځوئ او همداشان پولي سیاستونه له معیارونو سره سم په تخصصي ډول مخکې بوځئ.

طالب چارواکو په دغه لیدنه کې د افغانیو د مالي ثبات ساتل، د دوی لاسته راوړنه ګڼلې، خو اقتصادي شنونکي باور لري، چې په دې برخه کې اصلي رول د نړیوالې ټولنې اونیزو ډالري کڅوړو لرلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...