Home+د ورځې یوه ګولي د سږو د سرطان مخه نیسي

د ورځې یوه ګولي د سږو د سرطان مخه نیسي

تاند- په یوه نوې څېړنه کې څرګنده شوې چې په یوې ګولۍ په لومړیو پړاوونو کې د سږو سرطان مخه نیول کېدای شي.

د استرازینکا (AstraZeneca) له لوري د دې څېړنې پر اساس، چې پایلې یې له څو کلونوخواریو وروسته څرګندې شوي، د سږو سرطان جراحي عملیاتو ته اړتیا نه لري خو شرط دا دی چې په لومړیو پړاوونو کې یې د ورځې یوه (Osimertinib) ګولۍ وخوړل شي.

دا ګولۍ د استرا زینیکا کمپنۍ له لوري د (Tagrisso) په نوم پلورل کېږي.

دا درمل د امریکا او اروپايي اتحادیې له لوري تایید شوی خو ډاکتران لا هم وايي چې دوی کره شواهدو ته اړتیا لري چې وښيي د ورځې یوه (Osimertinib) ګولۍ د سږي د سرطان درملنه کوي.

خو د څېړنې مشر ډاکتر روی هیرسټ وايي چې د دې ګولۍ اغېز د هغه څه دوه برابره دی چې دوی اټکل کاوه.

دا ګولۍ د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې د سږي د سرطان پر ۶۸۲ ناروغانو تجربه شوې او هغوی ته د ورځې یوه (Tagrisso) د درو کلونو په مخه ورکړل شوې چې پر ټولو یې اغېز مثبت و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...