جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونههندوستان له افغانستان سره د ۲۰ زره ټنه نورو غنمو مرسته کوي

هندوستان له افغانستان سره د ۲۰ زره ټنه نورو غنمو مرسته کوي

تاند:( سې شنبه ، د جوزا ۲۳ مه )  هندي رسنۍ وایي، دغه هېواد په پام کې لري چې د چابهار بندر له لارې ۲۰ زره ټنه نور غنم هم افغانستان ته ولېږدوي.

د ټایمز آف انډیا خبري آژانس راپور ورکړی، چې د پاکستان له لارې افغانستان ته د ۴۰ زره ټنه غنم له لېږلو وروسته به د هند حکومت د ایران د چابهار بندر له لارې افغانستان ته ۲۰ زره ټنه نور غنم هم ورکړي.

تمه کېږي، چې په لومړۍ جوپه کې د څه باندې ۲۵۰۰ ټنه غنم روانه اوونۍ د چابهار بندر له لارې هرات ته راورسېږي.

د یادونې وړ ده، چې دا په روان کال کې د هند له خوا افغانستان ته د خوراکي توکو لومړۍ جوپه ده.

څو ورځې مخکې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د طالبانو د ریاست الوزرا سرپرست مولوي عبدالکبیر سره د لیدنې پر مهال ویلي وو، چې له چین او هندوستان څخه یې افغان کروندګرو سره د مرستې غوښتنه کړې ده.

هندي چارواکو د تازه اعلان شوې مرستې په اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب