پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeکلتورد محمد نواز حقیقت سانین مړینه | پوهندوی آصف بهاند

د محمد نواز حقیقت سانین مړینه | پوهندوی آصف بهاند

شاعر، لیکوال، ژورنالست او څیړونکی محمد نوازحقيقت ومړ. ښاغلی محمد نوازحقيقتسانين په ۱۳۳۹ کال په کونړ کې وزېږېد، زدکړې یې له کور کلي پیل کړې او تر ښاور او پوهنتون پورې یې تر فوق لیسانس پوړۍ پورې ورسولې، کار یې پیل کړ، خو په هیڅ حالت کې یې د قلم ملگرتیا پرېنښوده، خپل دایمي ملگری به یې هر کله په پاسني جیب کې ټومبلی و.

د ښاغلي محمد نوازحقيقت سانین د ژوند مزل په ۱۳۳۹ کې پیل او په ۱۳۹۸ کال کې پای ته ورسید.دا مزل له کړاوونو ډک و، خو د ویاړونو په غمیو هم سینگار و او دا ویاړونه لومړی ده ته، بیا یې کورنۍ او بچیانو ته او بیا د افغانستان د فرهنگ لويې کورنۍ ته د سر لوړۍ او فخر څراغونه گڼل کېږي.

حقیقت سانین د افغانستان د اوسني ادب او فرهنگ د ځلنده ستوري په توگه لنډ، خو له زیارونو او ویاړونو ډک ژوند وکړ، د ده د ژوند کړاوونه د خلکو او وطن کړاوونه وو، ویاړونه یې هم د هغو خدمتونو ټولكه ده چې د خپلو مسلکي او فرهنگي هلوځلو په ترڅ کې ترسره کړي وو.

د افغانستان د فرهنگي کورنۍ د غړو په منځ کې یې یو ځانگړی او منحصر په فرد ځای درلود، د ریښتیني صداقت او دایمي کار په وجه پر ټولو گران و، د همدې له کبله یې پر مړینې باندې ټول فرهنگیان خواشیني دي. گڼشمیر قلموالو، د ده له مړینې په خبرېدو سره، خپلې ژورې خواشینۍ څرگندې کړې دي. د څو تنو تأثرات په دې ډول دي:

ښاغلي Syed Jaillani Jallan داسې ولیکل:

«یوه خوږه دنیا ، یو زحمت کش انسان ،د پښتو ادب پالونکی، ډیر صمیمي شخصیت او دپښتون ما شوم دادب بابا #محمد_نواز_حقيقت_سانين زمونږ له فرهنګي ټولي روان شو.»

خدایه ! ددې خواږه انسان روح د فردوس جنت د دنګو مینارو د سر تاج کړه.

خدایه ! بې وزله او یتیمې کورنۍ ته یې بشپړه صبر او اجر ورکړه.

پښتون فرهنګي ټبر ته تسلیت!»

ښاغلي Mahbob Shah Mahbob خپل تأثر داسې څرگند کړ:

«د لیکوال،څېړونکي او شاعر محمد نواز حقیقت سانین په مړینې د زړه له تله خواشینی شوم.

د ماشوم ادب په برخه کې د نوموړي کار د نه هېرېدو دی.

روح یې ښاد!»

ښاغلي Mobarez Safi   خپله خواشیني داسې څرگنده کړه:

«دخواشینۍ او ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډګیرنی پیغام !

په ډیره خواشینۍ خبرشوم ،چې زما د خوږ ملګری شریف الله سانین والد صیب د هېواد وتلی شاعر، لیکوال او ژورنالیست محمد نواز حقیقت سانین د ورپېښې ناروغۍ له امله په حق رسېدلی.

د ملي ارمانونو فرهنګي ټولنې او د قلم نړيوالې ټولنې رئيس ار واښاد حقیقت سانین،چې دې ټولنې ته یې ډیر اثار په میراث پرېښودي،مړینه یې ستره ضایع بولم.

زه په خپل وار سره د مرحوم کورنۍ،کونړ پتمنو ولسونو او د پښتو د ادب سترې کورنۍ ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم.

انالله وانا الیه راجعون»

ښاغلي Mohammad Ismael Yoonد حقیقت مړینې ته  بیا داسې ولیکل:

«د ژوند حقیقت:

یو مینه ناک انسان، یو عاطفي شخصیت، یو ښه قلموال،یو زړور ملي مبارز،یو قومي مشر،له مشرانو سره مشر،له ځوانانو سره ځوان او له ماشومانو سره مینه ګر انسان،یو ډوډۍ مار او یو جرګه مار سړی د تل لپاره له دې خاورینې نړۍ وکوچېد.دا د هر ژوندي موجود د ژوند حقیقت دی چې د مرګ مزه به څکي.محمد نواز سانین حقیقت د الاهي کلام دا حقیقت د خپل وجود د فناه کېدو په قیمت یو ځل بیا ثابت کړ.حقیقت صیب لاړ خو موږ ته یې په لسګونو ادبي،څېړنیز او تاریخي اثار د معنوي پانګې او خپل ګلالي اولادونه، دده د لارې د لارویانو او پالونکو په توکه د یادګار په توګه پرېښودل.

ځای دې جتتونه شه زما د څه کم نیمې پېړۍ یاره!

ای د رڼا لارویه!

کله چې هلته د خدای ج په حضور مشرف شوې،نو په لومړۍ کتنه کې به ورته وايې چې هلته په وطن کې حالات ډېر دردوونکي دي،ستا رحم او مهرباني په کار ده،هغه دردونه ټول ورته یو په یو او مخامخ بیان کړه چې دلته دې په خپلو شعرونو کې بیانول.

په مخه دې ژېړي ګلونه د سوي وطن زخمي بلبله!»

د ۲۰۱۸ کال په اگست کې یې له مریضۍ خبر شوم، کله مې چې د ده ټول خاطرات را په زړه کړل، نو پام مې شو چې دا خو د کوچنیانو د ادبیاتو یو هیر شوی خدمتگار دی، بیا مې د«محمد نوازحقيقت سانين، د کوچنیانو د ادبیاتو یو هیر شوی غمخور» تر سرلیک لاندې د ده د کړو فرهنگي خدمتونو په پار یوه مقاله ولیکله اوتانداو افغان جرمنآنلاین وبیپاڼو کې مې خپره کړه. د هغې مقالې په یو ه برخه کې د ده د فرهنگي کارونو په باب ما داسې لیکلي وو:

«… د خپلو فرهنگي کارونو په لړ کې یې له هیڅ مثبت گام نه مخ نه دی اړولی، د فرهنگي ټولنې مشري یې کړې، د «غونچه» په نامه یې مجله تاسیس او چلولې ده او تر ټولو مهم دا چې د نورو ارزښتمنو آثارو د لیکلو تر څنگ یې، د وطن نوی نسل نه دی هیر کړی او گڼ شمیر آثار یې ورته تخلیق کړیدي، ان تر دې چې په ۱۳۹۰ کال د ځینو قلموالو او فرهنگیانو له خوا «د ماشومانو د ادب بابا»لقب ورکړل شوی دی.

وروسته له هغه حقیقت صاحب د ماشومانو او کوچنیانو له پاره د قدر وړ کارونه کړي دي، چې څو بیلگې یې دا دي:

ــ سپینه کوتره، شعري ټولگه (د ماشومانو له پاره)،

ــ د لمر ترانې، شعري ټولگه (د ماشومانو له پاره)،

ــ خټین کورونه، شعري ټولگه (د ماشومانو له پاره)،

ــ د هیلو غوټۍ شعري ټولگه (د ماشومانو له پاره)،

ــ د رڼا لاره، شعري ټولگه (د ماشومانو له پاره)،

ــ جنگي اس، (ماشومانو ته د خوند او پند کیسې)،

او…

ښاغلي محمد نوازحقيقتد ماشومانو او کوچنیانو له پاره د کړو کارونو تر څنگ، په نورو برخو کې هم گڼ شمیر آثار لیکلي دي. زما د معلوماتو له مخېده د کوچنیانو له پاره د تخلیقاتو تر څنگ، گڼ شمیر آثار لیکلي دي، چې ما ته د معلومو آثارو نومونه یې دا دي:

۱ ــ سپینه کوتره، شعري ټولگه (د ماشومانو له پاره)،

۲ ــ د لمر ترانې، شعري ټولگه (د ماشومانو له پاره)،

۳ ــ خټین کورونه، شعري ټولگه (د ماشومانو له پاره)،

۴ ــ د هیلو غوټۍ شعري ټولگه (د ماشومانو له پاره)،

۵ ــ د رڼا لاره، شعري ټولگه (د ماشومانو له پاره)،

۶ ــ جنگي اس، ماشومانو ته د خوند او پند کیسې،

۷ ــ ورکه سپوږمۍ، (شعري ټولگه،

۸ ــ کږې لارې، (شعري ټولگه)،

۹ ــ د مورچل ترانې، (شعري ټولگه)،

۱۰ ــ پیالې، (شعري ټولگه)،

۱۱ ــ سون او روپ، په گوارشي ژبې شعري ټولگه،

۱۲ ــ گوارشي ژبه څنگه ولیکو؟ (څېړنیز اثر)،

۱۳ ــ زموږ سرحدونه، زموږ ویاړونه،

۱۴ ــ د شهید همت یادونه،

۱۵ ــ د خپلواکۍ خواږه یادونه،

۱۶ ــ گوار کوهستان ۱ افغانان،

۱۷ ــ د ادب خزانه،

۱۸ ــ قلم،

۱۹ ــ د پوهې زیورات،

۲۰ ــ گوار کوهستان دودونه او رواجونه،

۲۱ ــ جنتي سوم،

۲۲ ــ بوراگان،

۲۳ ــ کو، کو، کو ــ وق، وق، وق،

۲۴ ــ اخیر به څه کیږي؟ (ریٔس جمهور ته پرانستی لیک)،

۲۵ ــ زمری او موږک،

۲۶ ــ ښکلی نورستان،

۲۷ ــ د الحاج استاد گوار یادونه،

۲۸ ــ شملې او لوپټې (د کوچنیانو او زلمیانو له پاره خواږه شعرونه).

د ښاغلي محمد نوازحقيقت په چاپي آثارو کې د ده د راغلې بیوگرافۍ د مالوماتو له مخې محمد نوازحقيقت شل (۲۰) نور داسې آثار هم لري چې چاپ ته منتظر دي. زه فکرکوم چې دا لست به د ده د ټولو اثارو او تر سره کړو کارونو معرفي نه وي، که دقیقه څیړنه وشي، نو ښکاره به شي چې حقیقت صاحب په کومو برخو کې څومره کار کړی دی.»

د افغانستان د فرهنگ په ډگر کې د ښاغلي محمد نواز حقیقت سانین آثار هر یو خپل ځای او ارزښت لري، خو که د افغانستان د نوي نسل روزل او په دې لړ کې د کوچنیانو ادبیاتو په برخه کې د ده تر سره کړو کارونو ته وگورو، نو د نواز حقیقت هغه آثار چې ده د کوچنیانو له پاره تخلق کړي دي، د ځانگړې پاملرنې وړ دي.

شاعر، لیکوال، ژورنالست او څیړونکی محمد نوازحقيقتاوس زموږ په منځ کې فزیکي شتون نه لري، خو آثار او افکار یې د یو ځلنده ستوري په توگه رڼا خپروي او د نواز حقیقت د کړاوجن ژوند کیسې کوي او د نوي نسل په روزلو کې به تر ډېرو پورې خپل ارزښت ولري.

زه د شاعر، لیکوال، ژورنالست او څیړونکی محمد نوازحقيقتد مړینې په پار، د ده کورنۍ او خواخوږو ته د زړه صبر او ده ته د مغفرت هیله کوم.

خدای دې پرې ورحمېږي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب