ونه
زه له ډېرو موسمونو
راتېره شوې ونه
زما ريښې تر کایناتو رسي
******
بړبوکۍ
لکه شګلنه بړبوکۍ
په سترګو راننوت
ژوند يې را وڅرخاوه
***********
د زړه نڅا
یو غر ونړېد
یوه دښته وزېږېده
باد مې زړه تر ګوتو نیولی
نڅوي یې
***********
کنګل
وخت مې څاڅکی څاڅکی
لوښي ته ور وڅڅاوه
کنګل کوم یې
چې تر ځنډه پاتې شي
********
تڼاکې لپې
وجود مې
را څڅېږي له څرمنې
ما یې څاڅکو ته
تڼاکې لپې ایښي
*******
تصویر
ساندې او سلګۍ مې
د زړه پر دېوالو ټومبلي
راشه که یې تصویر
په یادګار اخلې
***********
درد
شپه وېرې اخیستې
ستا راکړي درد
بیا ځان لیونی کړی
نه ویده کېږي