دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهطالبانو ته د موافقې په اړه د امریکا د دفاع وزارت خبرداری

طالبانو ته د موافقې په اړه د امریکا د دفاع وزارت خبرداری

تاند(پنجشنبه، د عقرب ۱۵) د پنتاګون چارواکو ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو د حملو او تشدد زیاتوالی له امریکا سره د دې ډلې د فبرورۍ موافقه له خطر سره مخامخوي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره دامریکا ځانګړي سرمفتش په یوه تازه راپور کې ویلي چې د دفاع وزارت یا پینتاګون چارواکو ورته ویلي چې طالبانو د افغانستان په ټولو برخو کې تاوتریخوالي ته زور ورکړی او دا مسله هغې موافقې ته زیان پېښوي چې پر اساس یې امریکايي پوځیان د راتلونکي کال تر مې میاشتې پورې له افغانستانه وځي.

جان سوپکو په خپل درې میاشتني راپور کې، چې نن خپور شو، ویلي چې د طالبانو له لوري په افغانستان کې حملې په سلو کې ۵۰ زیاتې شوې دي.

جان سوپکو ویلي، د سپټمبر تر پایه پورې په وروستیو ۳ میاشتو کې د ورتېرو ۳ میاشتو په پرتله پر افغان امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو بریدونه په سلو کې ۵۰ ډېرې شوې دي.

په همدې موده کې ۲۵۶۱ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۸۷۶ وژل شوي او نور ژوبل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې لسګونه زره ملکي وګړي په هلمند، کندهار او اروزګان کې د طالبانو د حملو له کبله د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش راپور په داسې وخت خپرېږي چې دا اوونۍ پر کابل پوهنتون په یوه خونړي برید کې لږترلږه ۲۲ تنه ووژل شول او ۴۰ نور ژوبل شول.

د جان سوپکو د راپور پر اساس، د پینتاګون چارواکو ویلي، د تاوتریخوالو زیاتېدا او د حملو کمولو ته د طالبانو نه لېوالتیا په نهایت کې د امریکا او طالبانو موافقه زیانمنولی شي.

په راپور کې دغه راز راغلي، د فبرورۍ د میاشتې موافقه ویل شوي چې په ټول افغانستان کې باید تاوتریخوالی کم شي خو د بشپړ اوربند غوښتنه پکې نه ده شوې.

سیګار ویلي چې طالبانو د دې خلاف پر افغان امنیتي ځواکونو حملې تر پخوا زیاتې کړي دي

5 COMMENTS

  1. The peace process between the Taliban and US was designed by Khalilzad who never consulted with the Kabul government which was a big mistake. It looks like Khalilzad didn’t do good job.

  2. Talibs are supported by ISI pak army.
    in last three months hundreds of pakistani retired army officers are particefated
    with talibs in attacked.
    exactly 20 years war running by pakistan,but united nation and world did not brought any kind pressure on pakistan
    in pakistan tens of terrorist groups doing free activity and pakistan is like safe home for them.
    every one knows pakistan fallows two face policy with world
    thank you

  3. America must revised its policy regarding Afghanistan and must support the Islamic republic of Afghanistan. As we know that pakistan and its ally are working for destruction of Afghanistan.it must guaranteed from pakistan to not allow any groups that operate for destruction of Afghanistan.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب